یعقوب مجاهد: پاکستان به نږدې راتلونکي کې نور پر افغان خاوره د برید زړه ونه کړي

د عکس سرچینه، MoDAfghanistan
د روسیې پلازمېنې مسکو ته له څو ورځني سفر وروسته د طالبانو حکومت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد وویل، هڅه یې دا ده پاکستان تر دې وروسته دا جرات ونه کړي چې پر افغان خاوره هوايي ګوزارونه وکړي.
ښاغلي مجاهد له مسکوه تر ستنېدو وروسته د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل "تاسو ولیدل چې څو میاشتې وړاندې هغوی [پاکستان] په جرات باندې کولی شول چې د افغانستان پر هره برخه باندې بمبار وکړي. موږ په دې هڅه کې یو چې په نږدې راتلونکي کې نور دوی دا جرات ونه کړای شي."
ښاغلي مجاهد د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هغه څرګندونې چې د افغانستان له اړخه د هغه پر ټکو "ترهګري" ورځي، د پاکستاني چارواکو یو تش ډار وباله.
افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزیر په مسکو کې په یوه امنیتي ناسته کې چې د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو استازي ورغلي وو، ګډون کړی و.
هغه د افغانستان د هوايي دفاعي اډانې د جوړښت په اړه خپلو خبرو کې وویل "پر دې به وروسته خبرې کېږي چې موږ کوم دفاعي سیستم ولرو او له کومو کومو هېوادونو څخه یې راوارید کړو. شاید په دې اړه نورو بحثونو ته هم اړتیا ولیدل شي."
نوموړي له روسيې سره د امنیتې هوکړې په تړاو ټینګار کاوه چې دا کوم امنیتي تړون نه دی او یوازې د هغو روسي پوځي وسایلو او وسلو د رغاونې لپاره یوه هوکړه ده چې افغانستان یې دمګړۍ لري او له پخوانیو پوځونو ورپاتې دي.
هغه وویل"دا یوه نظامي تخنیکي توافقنامه ده چې په دې اړه د دې چارو پوهان پوهېږي، دا نه یو دفاعي تړون دی او نه یو امنیتي تړون دی چې څوک دې ترې تشویش ولري. دا به یوازې او یوازې د افغانستان د ګټو لپاره وي."
هغه د دې هوکړې ډېر معلومات ور نه کړل خو روښانه یې کړه چې د پخوانیو روسیو پوځي تجهیزاتو رغول یې مهمه اړتیا ده.
د طالبانو حکومت دفاع وزیر وايي"تاسو وینئ چې په نظامي برخه کې تر ډېره روسي تخنیک وجود لري، چورلکې، تجهیزات او وسلې په مختلفو برخو کې ترمیم ته اړتیا لري او پرمختګ ته اړتیا لري. موږ مجبور یو په دې برخه کې له هغو هېوادونو سره تړونونه ولرو چې د هغوی ساخت ( جوړ) وي. په همدې ترڅ کې مو له روسيي سره تړون وکړ ترڅو هغه وسلې چې دلته دی ښه استفاده ترې وکړو."

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت دفاع وزیر په مسکو کې امنیتي ناستې ته د وینا پر مهال له نوم یادولو پرتو وویل" په تاسف سره باید یادونه وکړم چې ځینې جهتونه هڅه کوي د افغانستان حالات ناسم وښيي، دوی هڅه کوي د خپلو ګټو لپاره زموږ هېواد کې رامنځ ته شوی امنیت اخلال کړي.
دوی د خپلو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ورپېښو ستونزو پړه پر افغانستان اچوي." د هغه له وینا وروسته د ډېرو شنونکو انګېرنه دا وه چې دې وینا کې نغوته پاکستان ته وه چې غوښتل یې د وروستي کړکېچ او رامنځ ته شوې شخړې په اړه د پاکستان د ادعاوو ځواب ووايي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار د جمعې پر ورځ واشنګټن کې له لوړو پوړو امریکايي چارواکو سره لیدو کتو کې د افغانستان په اړه هم یادونې کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویناپاڼه کې ویلي، ډار د "پاکستان پر ضد د ترهګرو ډلو لخوا د افغان خاورې کارولو" په اړه د اسلام اباد اندېښنې بیان کړې او له امنیتي ننګونو سره د مقابلې لپاره یې د ترهګرۍ ضد همکارۍ د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ."
د کابل او اسلام اباد ترمنځ سره له دې چې یو پر بل یې مخامخ بریدونه درولي خو له دا ډول څرګندونو داسې برېښي چې ترینګلتیا لا هم پر ځای ده.























