کونړ، پکتیا او پکتیکا کې د پاکستان هوايي بریدونه: د طالبانو حکومت سرچینې وايي لسګونو ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې

بي‌بي‌سي
د عکس تشریح، عکس ارشیف
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پاکستان جنګي الوتکو یو ځل د افغانستان ختیځ کې د کونړ په مروره او په سویل ختیځ کې د پکتیا او پکتیکا په څمکنیو او ګیان ولسوالیو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د طالبانو حکومت سرچینې وايي، په دغو بریدونو د ملکي استوګنې کورونه په نښه شوي او دا چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې لسګونو عامو ځايي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر ټولو د ډېرې مرکژوبلې راپور د پکتیا د څمکنیو له مندیخېلو ورکړی شوی دی.

د طالبانو حکومت امنیتي سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي، چې دغلته شاوخوا ۱۰۰ کسان "شهیدان او زخمیان دي."

د پکتیکا د ګیان په اړه ویل شوي، چې هلته د محمد امین په نوم د یوه ځايي اوسېدونکي کور په نښه شوی او د ښځو په ګډون پکې شپږ کسان وژل شوي دي.

په کونړ کې د طالبانو حکومت ځايي چارواکو په کابل کې د بي‌بي‌سي خبریال سید عبدالله نظامي ته ویلي چې د مرورې ولسوالۍ برول سیمه کې هم د شپې ناوخته په هوايي برید کې یو کور په نښه شوی، خو دا چې سیمه لېرې پرته ده نو تر اوسه د مرګژوبله او اوښتي زیان جزییات نه شته.

بي‌بي‌سي نه شي کولی چې د طالبانو حکومت لخوا د پاکستاني الوتکو بریدونو کې د اوښتې مرکژوبلې اعلان شوی شمېر په خپلواک ډول رد یا تایید کړي.

د پاکستان حکومت وايي د وسله‌والو مرکزونه یې په نښه کړي

تر دې ورمخکې د پاکستان حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره تایید کړې وه، چې د دوی ځواکونو د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ پر شپه لومړی د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې "ښه پلان شوي ځمکني عملیات" او ورپسې کرښې ته څېرمه سیمو کې د جماعت الاحرار او پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) د اړوندو "ترهګرو پر پټنځایونو او خوندي مرکزونو" هدفمند هوايي بریدونه کړي.‌

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر عطا‌الله تارړ په خپله اېکس پاڼه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په دغو عملیاتو او بریدونو کې ۲۹ وسله وال وژل شوي دي.

د ښاغلي تارړ لخوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې ځمکني عملیات د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ ډیورنډ کرښې ته نږدې د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې شوي چې د ده په وینا د وسله‌والو یو ډېر مطلوب قوماندان خان فروش (زبال) پکې د جماعت الاحرار له درېیو نورو وسله‌والو سره یو ځای وژل شوی او ګڼ نور ټپيان شوي‌ دي.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

اعلامیه کې زیاته شوې، چې په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې په ترسره شویو هوايي بریدونو کې د ټي‌ټي‌پي او جماعت‌ الاحرار د وسله والو اړوند درې اهداف ویجاړ شوي، ۲۵ وسله‌وال پکې وژل شوي او زیاته اندازه وسلې او مهمات پکې لمنځه وړل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه بریدونه د وسله‌والو خوا خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې "د بې‌ګناه خلکو پر وړاندې د وروستیو ترهګریزو پېښو" او د سند ایالت په مرکز کراچۍ کې د رېنجرز ځواکونو پر مرکز د تېرې شپې له برید وروسته "د دقیقو استخباراتي مالوماتو پر بنسټ" شوي دي.‌

د یادونې ده چې د سند رېنجرز پر مرکز د شنبې د ماښام برید مسوولیت جماعت‌ الاحرار دلې منلی و. په دغه برید کې د درېیو سرتېرو او دریېو بریدګرو د وژل کېدو خبر ورکړ شوی و.

د پاکستان د حکومت اعلامیه کې زیاته شوې، چې دغه هېواد تل سیمه کې د سولې او ثبات د ساتنې هڅه کړې، خو د خپلو خلکو امنیت او خوندیتوب یې لومړیتوب دی او جوړجاړی پرې نه کوي.