وروستی, اسرائيل له لبنان سره تر مذاکراتو یوه ورځ وروسته پر حزب الله بریدونه کړي

د عکس سرچینه، Reuters
د اسرائیلو پوځ تر هغې یوه ورځ وروسته پر لبنان بریدونه کړي چې دواړو هېوادونو له شاوخوا ۳۰ کلونو نه ډېره موده وروسته لومړی ځل ډېپلوماتیکې خبرې اترې سره وکړې.
اسرائيل په لبنان کې مېشتې حزب الله ډلې ته په اشاره ویلي چې غواړي هغه ټولې نادولتي "ترهګرې ډلې" بېوسلې کړي چې په مذاکراتو کې ښکېلې نه دي.
د اسرائيل پوځ ادعا کړې چې په تېرو څو ورځو کې یې "ترهګر او د دوی پوځي زېربناوې" په نښه کړې دي او په وینا یې، د حزب الله پر وړاندې به یې "عملیات" روان وي.
امریکا پرون په واشنګټن کې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د مذاکراتو په اړه په یوه اعلامیه کې دواړو هېوادونو ته "د دې تاریخي لاستهراوړنې" مبارکي ورکړه او د نورو خبرواترو او د لبنان د حکومت د هغو پلانونو ملاتړ یې څرګند کړ چې غواړي د پوځي ځواک په مرسته خپل هېواد له انحصاره خلاص کړي او د ایران پراخ نفوذ پای ته ورسوي.
په امریکا کې د لبنان سفیرې ندا حماده معوض له امریکا او اسرائیلو سره خپلې لومړنۍ خبرې اترې 'ګټورې' بللې دي.












