ټرمپ: له ایران سره د امریکا خبرې ښايي "په دوو ورځو کې" بیا پیل شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د (نیویارک پوسټ) ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ښه ده په اسلام اباد کې پاتې شي ځکه چې په وینا یې، ښايي د امریکا او ایران ترمنځ خبرې "په دوو ورځو کې" بېرته پیل شي. ښاغلي ټرمپ تر دې مخکې له فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي چې له ایران سره جګړه 'پای ته نږدې شوې ده'. بل پلو د ایران دننه، رسنیو په تهران کې د یوې چاودنې رپوټ ورکړی او ویلي یې دي چې درې کسان پکې ټپیان شوي دي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, اسرائيل له لبنان سره تر مذاکراتو یوه ورځ وروسته پر حزب الله بریدونه کړي

    لبنان

    د عکس سرچینه، Reuters

    د اسرائیلو پوځ تر هغې یوه ورځ وروسته پر لبنان بریدونه کړي چې دواړو هېوادونو له شاوخوا ۳۰ کلونو نه ډېره موده وروسته لومړی ځل ډېپلوماتیکې خبرې اترې سره وکړې.

    اسرائيل په لبنان کې مېشتې حزب الله ډلې ته په اشاره ویلي چې غواړي هغه ټولې نادولتي "ترهګرې ډلې" بې‌وسلې کړي چې په مذاکراتو کې ښکېلې نه دي.

    د اسرائيل پوځ ادعا کړې چې په تېرو څو ورځو کې یې "ترهګر او د دوی پوځي زېربناوې" په نښه کړې دي او په وینا یې، د حزب الله پر وړاندې به یې "عملیات" روان وي.

    امریکا پرون په واشنګټن کې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د مذاکراتو په اړه په یوه اعلامیه کې دواړو هېوادونو ته "د دې تاریخي لاسته‌راوړنې" مبارکي ورکړه او د نورو خبرو‌اترو او د لبنان د حکومت د هغو پلانونو ملاتړ یې څرګند کړ چې غواړي د پوځي ځواک په مرسته خپل هېواد له انحصاره خلاص کړي او د ایران پراخ نفوذ پای ته ورسوي.

    په امریکا کې د لبنان سفیرې ندا حماده معوض له امریکا او اسرائیلو سره خپلې لومړنۍ خبرې اترې 'ګټورې' بللې دي.

  2. وروستی, ټرمپ: له ایران سره د امریکا خبرې ښايي "په دوو ورځو کې" بیا پیل شي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د (نیویارک پوسټ) ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ښه ده په اسلام اباد کې پاتې شي ځکه چې په وینا یې، ښايي د امریکا او ایران ترمنځ خبرې "په دوو ورځو کې" بېرته پیل شي.

    دې ورځپاڼې لیکلي چې په ټلیفوني مرکه کې ښاغلي ټرمپ ورته وویل چې که څه هم مذاکرات "د پیلیدو په حال کې دي خو [دا بهیر] یو څه ورو دی".

    د ورځپاڼې په وینا، تر لومړي ځل خبرو شاوخوا نیم ساعت وروسته ډونلډ ټرمپ د دوی خبریال ته بېرته زنګ وواهه او ورته ویې ویل، "تاسې هماغلته [په اسلام اباد کې، چیرې چې مخکې هم خبرې ترسره شوې وې] پاتې شئ، ځکه چې په را روانو دوو ورځو کې یو څه د پېښېدو په حال کې دي او موږ هلته تګ ته ډېر لېواله یو".

    ښاغلي‌ ټرمپ خبریال ته همداراز ویلي، "ډېر احتمال یې شته. تاسې پوهېږئ چې ولې؟ ځکه چې فیلډ مارشال ښه دنده ترسره کوي".

    د ټرمپ اشاره د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ته وه.

  3. امریکا وايي د لس زرو پوځيانو او جنګي بېړيو په مرسته یې د سمندر له لارې د ایران سوداګرۍ په بشپړه توګه بنده کړې ده

    د امریکا پوځ

    د عکس سرچینه، U.S. CENTCOM

    د امریکا د مرکزي قوماندې قومندان، اډمېرل براډ کوپر، ويلي، د ایران بندرونه په بشپړه توګه بند شوي او "د امریکا پوځ په منځني ختیځ کې سمندري برلاسي لري."

    د مرکزي قوماندې لخوا پر اېکس خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، "د ایران د اقتصاد ‍۹۰ سلنه د سمندر له لارې په نړيواله سوداګرۍ ولاړ دی. د بندیز له لګولو راهیسې له ۳۶ ساعتونو په کم وخت کې، د امریکا پوځ په بشپړه توګه د سمندر له لارې ایران ته او له هغه ځایه ټول اقتصادي تجارت بند کړی دی."

    د مرکزي قوماندې په وینا، له لس زره زيات امریکایی پوځيان د لسګونو جنګي بېړيو او الوتکو په مرسته د ایران پر بندرونو بندیز پلي کوي.

    دوی ادعا کوي چې په لومړیو ۲۴ساعتونو کې، هېڅ کښتۍ د امریکا له کلابندۍ نه ده تېره شوې او شپږ سوداګریزې کښتۍ د امریکایی ځواکونو په لارښوونه د عمان خلیج کې د ایران بندر ته ستنې شوې دي.

    په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې د ایران له سمندرغاړو يا بندرونو د هر هېواد پر ټولو بېړيو بنديز لګول شوی خو هغه بېړۍ چې له هرمز تنګي تېرېږي او منزل یا د وتلو ځای یې ایران نه وي، نه درول کېږي.

  4. ټرمپ فاکس نيوز ته ويلي، د ایران جګړه 'پای ته نژدې شوې ده'

    ډونلډ ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فاکس نيوز خبريالې ماریا بارټېرومو سره په مرکه کې ويلي چې له ایران سره جګړه 'پای ته نژدې شوې ده'.

    د مرکې په يوه برخه کې چې د فاکس نيوز پر انلاين خپره شوې ټرمپ پوښتل شوی چې ایا د ایران جګړه ختمه شوې ده.

    نوموړي ويلي، "زما په اند دا پای ته نژدې شوې ده، هو... زما په فکر د ختمېدو په حال کې ده"

    ټاکل شوې له فاکس نيوز سره د ډونلډ ټرمپ بشپړه مرکه نن چهارشنبې خپره شی.

  5. ایراني رسنۍ وايي په تهران کې د چاودنې غږ اورېدل شوی

    ایراني رسنۍ وايي د دغه هېواد په پلازمېنه تهران کې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

    په یوه ویډیو پیغام کې، د انقلابي ګارد د لسمې حوزې قومندان محمد بالیده ويلي، "غدار او غیر وطنپالو عناصرو، یوه کوچنۍ چاودنه" ترسره کړې ده. خو نوموړي، دا نه ده په ډاګه کړې چې چاودنه چا کړې ده.

    هغه ويلي، په ښار کې وضعیت "تر کنټرول لاندې دی".

    له ویډیويي پیغام وروسته، د انقلابي ګارد پورې تړلي فارس خبري اژانس په یوه جلا راپور کې ويلي، چاودنه "له مایع ګازو جوړ شوي بم" څخه رامنځته شوې ده.

    د راپور له مخې، په چاودنه کې درې کسان لږ ټپیان شوي، پداسې حال کې چې د دریو کورونو کړکۍ ماتې شوې او دوه موټرونه لږ زیانمن شوي دي.

  6. د ایران او امریکا ترمنځ د تلپاتې سولې د هوکړې هيلې؛ د تیلو بېې ټيټې شوې

    د سې شنبې په ورځ، په نړیوال بازار کې د تېلو بیې نورې هم راټیټې شوې، چې د شنونکو په باور د ایران او امریکا ترمنځ د تلپاتې سولې د هوکړې له شونتيا سره تړاو لري.

    د برېنټ خامو تېلو بیه، ۴.۵ سلنه راټيټه شوې او یو بېرل په ۹۴.۸۷ ډالرو پلورل کېدل.

    لېنډسي جېمز، چې د پانګونې مشورتي شرکت کویلټر سره تړاو لري، وايي د خبرو اترو د دوهم پړاو خبرونو ښايي د بازارونو په ښه کېدو کې مرسته کړې وي. دی وايي له ایرانه داسې نښې څرګندېږي چې تهران له امریکا سره د شخړې پر ځای غوره ګڼي چې په لنډمهاله توګه د تېلو لېږد ودروي.

  7. د لبنان سفيره وايي له امریکا او اسرائیلو سره خبرې اترې 'ګټورې' وې او د راتلونکې پړاو نېټه به وروسته اعلان شي

    په امریکا کې د لبنان سفیره ندا حماده معوض وايي، د امریکا او اسرائیلو سره لومړنۍ خبرې اترې 'ګټورې' وې.

    د سې شنبې په ورځ له خبرو اترو وروسته په یوه اعلامیه کې نوموړې وویل، چې د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د اوربند د تړون د 'بشپړ پلي کولو پر بېړنۍ اړتیا' باندې یې ټینګار وکړ.

    دا هوکړه د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ له ۱۳ میاشتو جګړې وروسته شوې وه، چې له مخې یې د ایران ملاتړې حزب الله ته په سویلي لبنان کې د خپل وسله وال فعاليت د پايته رسولو لپاره دوې مياشتې ورخت ورکړل شوی و.

    ندا حماده وايي، د اوربند او همدارنګه د بېځايه شویو وګړو بېرته راستنېدو غوښتنه یې هم کړې ده.

    نوموړې زياه کړه چې "د لبنان د ټولو سیمو د بشپړ حاکمیت" او د شخړې له امله رامنځته شوي "جدي بشري کړکېچ" د کمولو لپاره یې د اقداماتو پر اړتیا باندې هم ټینګار وکړ.

    د لبنان سفیرې وویل چې د راتلونکو خبرو اترو نېټه او ځای به وروسته اعلان شي.

  8. اسرائیل وايي له لبنان سره یې خبرې اترې پايته ورسېدې

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د اسرائیلو او لبنان خبرې

    په واشنګټن کې د اسرائیلو سفارت تائید کړې چې د امریکا او لبنان سره خبرې اترې پای ته رسېدلي دي.

    مخکې له دې، د لبنان رسمي خبري اژانس، په واشنګټن ډي سي کې د مذاکراتو د پايته رسېدو راپور ورکړی و او ويلي یې وو چې خبرو اترو شاوخوا دوه ساعته دوام وکړ.

  9. ټرمپ : ایران سره دخبرو بل پړاو د پنچ شنبې په ورځ اسلام اباد کې کېږي

    ډونالډ ټرمپ

    د عکس سرچینه، EPA

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې ایران سره د خبرو بل پړاو به د پنج شنبې په ورځ‌ د اسلام اباد کې ترسره کېږي

    دنیویارک پوسټ ورځپاڼې لیکلي ډونالډ ټرمپ ویلي چې د خبرو راتلونکی پړاو دوه ورځې وروسته پاکستان کې کېږي.

    د تېرې شنبې په ورځ هم اسلام اباد کې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې شوې وې، خو بې نتیجې پای ته رسېدلې وې. پرون د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم ویلي و چې د نوو خبرو هڅې روانې دي.

  10. د لبنان او اسرائیلو ترمنځ خبرې پیل شوې

    لبنان

    د عکس سرچینه، EBU

    په واشنګټن کې د لبنان او اسرائیلو د پلاوو ترمنځ خبرې پیل شوې دي.

    د اخبرې د متحدو ایالتونو د بهرنيو چارود وزیر مارکو روبیو په ګډون د بندو دروازو تر شا ترسره کېږي.

    خبریالانو د پلاوو له غړو چې ګډ عکس اخیستو لپاره راښکاره شوي وپوښتل خو هغوی ځواب ورنه کړ.

    واشنګټن کې د لبنان او اسرائیل سفیران دې خبرو کې د خپلو هېوادو استازولي کوي.

    اخوا د لبنان ولسمشر جوزف عون ویلي دي هېله لري چې" دا به د لبنیانو د کړاونو د پای پیل وي". ده زیاته کړه چې" د اسراییلو لخوا د لبنان پر جنوب نیواک ته دوام سره ثبات نه شي راتلی".

  11. وروستی, ټرمپ د جورجیا میلوني پر څرګندونو تونده نیوکه کړې

      • Author, ډېوېډ غيګليون
      • دنده, له واتیکان رپوټ ورکوي
    ټرمپ او میلوني

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د ایټالیا صدراعظمه جورجیا میلوني د مصر په شرم الشیخ کې، انځور د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۳مه اخیستل شوی

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وړاندې ویلي وو چې د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا ميلوني د ایران د جګړې په اړه "جرأت" نه لري.

    ټرمپ له ایټالورۍ رسنۍ کوریر ډیلا سیرا سره مرکه کې ویلي وو:

    "جورجیا ميلوني نه غواړي چې موږ سره په جګړه کې مرسته وکړي، زه حیران یم" او د تېلو د تأمین په برخه کې یې د ایټالیا پر تګلارې هم پوښتنې راپورته کړې. هغه وویل: "ایا خلک خوښ دي چې ستاسو ولسمشر د تېلو د ترلاسه کولو لپاره هېڅ نه کوي؟"

    هغه زیاته کړه چې له ميلوني سره یې "له ډېرې مودې راهیسې خبرې نه دي کړې" او پر هغې یې تور پورې کړ چې د ناټو په اډانه او د اټومي وسلو د له منځه وړلو په هڅو کې یې د واشنګټن ملاتړ نه دی کړی.

    هغه وویل: "هغه له هغه څه څخه ډېره بېله ده چې ما فکر کاوه".

    دا څرګندونې د یوې میاشتې وړاندې د هغه دریځ بدلېدل ښيي، کله چې ټرمپ ميلوني خپله ملګرې او "لویه مشره" بللې وه چې "تل د مرستې هڅه کوي".

    ټرمپ وویل: "هغه نوره هغه پخوانۍ نه ده او ایټالیا به هېڅکله هماغه هېواد پاتې نه شي."

    په همدې مرکه کې، ټرمپ پر پاپ لیو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې پاپ "په ایران کې د روان وضعیت په اړه هېڅ نه پوهېږي" او باید د دې شخړې په اړه نظر ور نه کړي.

  12. ایرانۍ رسنۍ وايي، په دې هېواد کې د جګړې له امله ۲۷۰ میلیارده ډالره زیان اټکل شوی

    ایران

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ایران سپاه پاسداران ځواک سره تړاو لرونکي تسنیم خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، ایران د جګړې له امله د رامنځته شویو زیانونو ارزونه د خپلو هغو هڅو د یوې برخې په توګه کوي، چې جبران یا تاوان اخیستل د خبرو یوه برخه کړي.

    د ایراني حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني د روسیې له رسنیو سره په خبرو کې وویل"لومړنی" او خورا کره اټکل تر اوسه پورې ښيي، چې دا کچه شاوخوا ۲۷۰ میلیارد ډالرو ته رسېږي او بدلون پکې راتلای شي.

    هغه زیاتوي، په ایران کې چارواکي ارزونو ته دوام ورکوي، چې د هغې په وینا د ودانیو زیان او د صنعتونو بندښت له کبله له لاسه ورکړل شوي عوایدو ته هم کتنه پکې شامله ده.

    د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا په رپوټ کې د هغې د څرګندونو پر بنسټ ویل شوي، چې د تېرې اونۍ په پای کې له امریکا سره په خبرو کې د تاوان موضوع هم شامله وه.

    د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس مخکې ویلي وو چې په پاکستان کې په خبرو کې "پاموړ بحثونه" شوي، خو هیڅ موافقه نه ده شوې.

  13. ایټالیا ولې له اسرائیل سره د دفاعي تړون له تمدید کولو انکار وکړ؟, لورا ګوژي-د اروپا لپاره د بي بي سي خبریاله

    د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني ویلي، هېواد یې له اسرائیلو سره دفاعي تړون نه تمدید کوي.

    میلوني وايي، حکومت یې پرېکړه کړې چې د "اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره" هر پنځه کاله وروسته نوی کېدونکی تړون وځنډوي، خو هغې داسې کوم جزیات ور نه کړل، چې څه ته اشاره کوي.

    خو د روم او تل ابیب ترمنځ اړیکې په دا وروستیو کې ترینګلې شوې دي.

    تېره اونۍ له هغه وروسته چې اسرائیلي ځواکونو په لبنان کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو پر کاروان د خبرداري ډزې وکړې، یو موټر یې زیانمن کړ، خو چا ته پکې زیان و نه رسېد، ایټالیا په روم کې د اسرائیلو سفیر احضار کړ.

    پر دوشنبه بیا اسرائیل د ایټالیا سفیر احضار کړ، چې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني د څرګندونو په تړاو اعتراض وکړي، چې په لبنان کې د ملکي وګړو پر وړاندې یې د اسرائیلو "نه منلو وړ بریدونه" غندلي وو او په وینا یې "په غزه کې باید د نور تاوتریخوالي مخنیوی په هر ډول وشي".

    نورو اروپایي هېوادونو هم له اسرائیلو سره د وسلو صادرات ودرول یا یې محدود کړي دي او په ایټالیا کې اپوزېسیون ګوندونو له اوږدې مودې راهیسې له حکومته غوښتل، چې ورته کار وکړي.

    په دا وروستیو کلونو کې سلګونو زره ایټالویان په غزه کې د اسرائیلو د اقداماتو او د فلسطین د دولت په رسمېت پېژندلو سره د مخ په زیاتیدونکي شمېر هیوادونو سره د یوځای کېدو لپاره د میلوني پر نه لېوالتیا د اعتراض لپاره سړکونو ته راوتلي وو.

    په سټاکهولم کې د سولې نړیوالو څېړنو انسټیټیوټ د وروستیو شمېرو له مخې ایټالیا اسرائیلو ته د وسلو دریم لوی صادرونکی هېواد دی.

    خو دې سره هم دا د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو تر منځ د اسرائیلو د وسلو وارداتو ایله یو اعشاریه درې سلنه جوړوي. امریکا او جرمني اسرائیل ته د وسلو صادرونکو هېوادونو په لومړي سر کې دي.

  14. وروستی, ایټالیا له اسرائیلو سره دفاعي تړون لغو کوي

    میلیوني

    د عکس سرچینه، Getty Images

    په داسې حال کې چې موږ د هرمز تنګي وضعیت څارو، له ایټالیا تازه خبرونه راځي. د ایټالیا خبري اژانسونو په رپوټونو کې ویل شوی، د دې هېواد لومړۍ وزیرې جورجیا میلیوني ویلي، هېواد یې له اسرائیل سره دفاعي تړون لغو کوي.

    نوموړې د سې شنبې په ورځ په ویرونا کې خبریالانو سره په مرکه کې دغه راز ویلي، د هرمز تنګي د بیا پرانېستلو لپاره باید "هره شونې هڅه" وشي.

    په روم کې د بي بي سي خبریال ډېوېډ غيګليون په خپل رپوټ کې وايي، په دې تړون کې د پوځي تجهیزاتو تبادله او شریکې څېړنې شاملې دي.

    د اې این اېس اې خبري اژانس په رپوټ کې د اغلې میلیوني له قوله ویل شوي: "د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره، حکومت پرېکړه کړې چې له اسرائیلو سره د دفاعي تړون اتوماتیک تمدید وځنډوي."

    دغه اوږدمهاله تړون، چې په اتوماتيک ډول هر پنځه کاله وروسته د ټولو سیاسي ډلو حکومتونو لخوا نوی کېږي، د جګړې له پیل خورا مخکې شوی و.

  15. د ایران اړوند څلور بېړۍ له هرمز تنګي تېرې شوې دي

    د بي بي سي حقیقت موندنې څانګې، ویریفاي، موندلې چې د امریکا د سمندري محاصرې له پیل راهیسې له هرمز تنګي د ایران اړوند څلور بېړۍ تېرې شوې دي.

    د سمندري ترافیکو د څارنې ادارې، میرین ترافیک په وینا، دې کې دوې کښتۍ د ایران بندرونو ته تللې وې.

    دغه معلومات ښیې چې د کریسټینا په نوم یو بار وړونکې د دوشنبې پر ورځ د امام خمیني بندر کې له لنګر وروسته له تنګي تېره شوه.

    دغه راز معلومات ښیې چې د متحده ایالاتو لخوا بندیز شوې کښتۍ ریچ سټار د متحده عربي اماراتو له شارجې نه د شپې مهال د هرمز تنګي له لارې ختیځ ته سفر وکړ.

    ټانکر مرلیکیشان، چې په بندیزونو کې هم شامل و، د شپې د چین له لانشان څخه د هرمز تنګي له لارې لویدیځ ته سفر وکړ. د سمندري ترافیک په وینا، دا بېړۍ وروستی ځل د قشم ټاپو ختیځ ته راپور شوی و.

    یوه بله بېړۍ الپیس، نن د بوشهر له بندره د هرمز تنګي له لارې ختیځ ته تېره شوه. دا هم د امریکا تر بندیزونو لاندې ده او منزل یې نامعلوم دی.

    شونې ده چې بېړیو د ځان پټولو لپاره خپل موقعیتونه ناسم راپور کړي وي.

    د امریکا پوځ ویلي، چې دوی له پرون راهیسې د ایران ټوله ساحلي ساحه محاصره کړې او بېړیو ته به اجازه ورنه کړي چې د هرمز تنګي له لارې ایراني بندرونو ته لاړې شي یا له هغه ځایه ووځي.

  16. چین د امریکا لخوا د ایراني بندرونو کلابندي وغندله

    د چین د بهرنېو چارو وزارت ویاند

    د عکس سرچینه، EPA

    چین د امریکا لخوا د ایراني بندرونو کلابندي غندلې ده او دا یې "خطرناکه او نامسوولانه" بللې ده.

    د چین د بهرنېو چارو وزارت ویاند ګیوجیکون خبرداری ورکړی دی چې دا کلابندي به یواځې" ترینګلتیا زیاته او له وړاندې کمزوری اوربند به له ستونزو سره مخامخ کړي".

    یو خبري کانفرانس ته ده وویل چې" دا یوخطرناک او نا مسولانه چلن دی".

    ده هغه راپورونه هم رد کړل چې ګوا کې چین ایران ته "د نوي دفاعی سستم " استولو ته چمتووالی نیسي او په وینا یې دا خبره هیڅ حقیقت نه لري. له دې راپورو وروسته ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی که چین تهران سره پوځي مرستې وکړي امریکا به یې په سوداګریزو توکو ۵۰ سلنه تعرفې لوړې کړي.

    د چین د بهرنېو چارو وزارت ویاند وویل، " که امریکا دا د د تعرفو لوړولو لپاره د پلمې په توګه وکاروي موږ به هم پاخه خوابي ګامونه اخلو".

    تفصیل په دې ځانګړي رپوټ کې لوستلای شئ.

  17. وروستی, د تېلو یوه بله لېږدونکې بېړۍ له هرمز تنګي تېره شوې

    'ریچ سټاري' نومې یوه بله تېل لېږدونکې بېړۍ له هرمز تنګي تېره شوې. د ریچ سټاري وروستی لنګرپه متحده عربي اماراتو کې و او د رپوټونو له مخې منزل یې چین دی.

    ایراني رسنیو هم تائید کړې، چې دې بېړۍ ته له هرمز تنګي د تېرېدو اجازه ورکړل شوې وه. د یادونې ده، چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یکشنبې پرورځ وویل، د متحده ایالاتو سمندري ځواک به "هرمز تنګي ته د ننوتلو یا وتلو لپاره د هر ډول بېړیو مخه ونیسي."

    د متحده ایالاتو مرکزي قوماندې (سینټکام) د دوشنبې پر ورځ، "د ایران بندرونو ته د ټولو سمندري ترافیکو" بندول پیل کړل، خو وايي، دوی به دهرمز تنګي له لارې غیر ایراني بندرونو ته د تلونکو یا له هغو نه د بېړیو د راتګ مخه و نه نیسي.

    د بندیز له پیله راهیسې ترڅو ساعته مخکې پورې څلور بېړۍ له هرمز تنګي تېرې شوې دي. د سمندري ترافیک څارنې سازمان، 'میرین ترافیک' په وینا، دې ټولوڅلورو بېړیو تېل، ګاز یا کیمیاوي توکي لېږدول.

  18. د اسرائیلو او لبنان استازو ترمنځ خبرې نن پیلېږي

    د لبنان او اسرائیلو استازي نن (سه شنبه، اپریل ۱۴مه) د امریکا په منځګړیتوب په واشنګټن کې خبرې پیلوي. د دې غونډې هدف په لبنان کې دجګړه پای ته رسول دي، خو د یوې موافقې امکانات تیت ښکاري. په لبنان کې د حزب الله مشر نعیم قاسم د خبرو له پیل مخکې د دې لغو کولو غوښتنه کړې او دایې "بې ګټې" بللې دي.

    د اپریل پراتمه نېټه په بیروت کې د سختو بریدونو په ګډون، په لبنان کې د اسرائیلو بریدونو کې له کبله تر ۲۰۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر یو میلیون پورې کسان له همدې کبله له کور-کلي کډوالۍ ته اړ شوي دي.

    دا غونډه، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په منځګړیتوب ترسره کېږي، په واشنګټن کې د اسرائیلو او لبنان سفیران او په بیروت کې د امریکا سفیر به هم پکې ګډون وکړي.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانسته وویل: "د اسرائیلو او لبنان حکومتونه پرانیستې، مستقیمې، د لوړې کچې دیپلوماتیکې خبرې ترسره کوي، چې لومړی ځل له ۱۹۹۳کال راهیسې یې د امریکا لخوا منځګړیتوب کېږي."

  19. نظرپوښتنه: اسرائیلي وګړي له جګړې ستړي شوي خو ډېری له ایران سره د اوربند مخالف دي

    اسرائیلي وګړي

    د عکس سرچینه، Getty Images

    په بیت المقدس کې د هيبرو پوهنتون لخوا د ترسره شوې نظرپوښتنې پایلې ښیي چې د اسرائیلو خلک له جګړې ستړي شوي دي.

    خو په همدې مهال د سروې پایلې دا هم ښیي چې د اسرائیلو شاوخوا دوه پر درېیمه برخه وګړي د واشنګټن او تهران ترمنځ د اوربند مخالف دي.

    د نظرپوښتنې له مخې، دوی د اپرېل پر ۹ او ۱۰مه د ۱۳۱۲ اسرائیلي وګړو سره خبرې کړې، چې په دوی کې ۱۰۸۴ يهوديان او ۲۲۸ تنه نور یې عربان وو.

    په نظر پوښتنه کې ډېری کسانو ويلي، دوی باور لري چې د امریکا او اسرائیلو وروستیو بمباریو نه ایران او نه هم په لبنان کې حزب الله ډله د پاموړ کمزورې کړې ده.

    شاوخوا ۳۹.۵ سلنه ځواب ویونکو ويلي چې پر تهران بریدونه باید دوام ومومي، خو ۴۱.۴ سلنه بيا ويلي چې د اوربند درناوی دې وشي.

    کله چې د دوی د اوسي احساس په اړه وپوښتل شول، د ګډونوالو درېیمه برخه د "مایوسۍ" کلمه غوره کړه، چې دې پسې وروسته "ګډوډي" او "غوسه" راځي.

  20. راپور: ایران د پنځو کلونو لپاره د اټومي فعالیتونو د ځنډولو وړاندیز کړی

    ایران

    د عکس سرچینه، Satellite image (c) 2026 Vantor

    نیویارک ټایمز د ایراني او امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ایران وړانديز کړی د پنځو کلونو لپاره به د یورانیمو غني کولو ځنډوي، خو امریکا دا وړاندیز رد کړی او د ۲۰ کلونو لپاره پر ځنډولو ټینګار کوي.

    راپور کې ویل شوي چې په پاکستان کې د خبرو اترو پر مهال، امریکا او ایران د تهران د اټومي فعالیتونو د ځنډولو په اړه مختلف وړاندیزونه تبادله کړي وو، خو دواړه خواوې یوې هوکړې ته په رسېدو بريالۍ نشوې.

    په هر حال، خبرې اترې ښیي چې ښايي لاهم د سولې د هوکړې پر لور پرمختګ شونی وي او د مخامخ خبرو اترو دويم پړاو امکان هم راپورته کېږي.

    بي بي سي د دې موضوع په اړه له سپينې ماڼۍ غبرګون غوښتی دی.

    د ایران اټومي اټومي پروګرام د خبرو پر مهال يو مهم ټکی و. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا د یکشنبې تکرار کړه چې هېواد به یې اجازه ورنکړي چې ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي.