پاپ، د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د خبرو پیل غوښتی

.
د عکس تشریح، پاپ مخکې هم په بیت المقدس کې د روان وضعیت د دوام غوښتنه کړې وه.
د خپرېدو وخت

د کاتولیک عیسویانو نړیوال مذهبي مشر پاپ فرانسیس په منځني ختیځ کې د لانجو ګونجو د زیاتولو په اړه خبرداری ور کړ او د اسراییلو او فلسطین ترمنځ یې د شخړو د هواري لپاره د خبرو اترو د بیا پیلېدو غوښتنه وکړه.

نوموړي په واتیکان کې د کریسمیس په ورځ پخپله کلنۍ وینا کې وویل، د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د خبرو بیا پیلېدا ته باید هوډ رامنځته او د دواړو ملتونو ګډ ژوند کولو ته باید سوله ییزې لارې ګودرې ولټول شي.

تر هغه وروسته چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپېژانده، دا دویم ځل دی چې پاپ فرانسیس پخپلو خبرو کې د اسراییلو او فلسطنیانو اختلافونو ته نغوته (اشاره) کوي.

پاپ مخکې هم په بیت المقدس کې د روان وضعیت د دوام غوښتنه کړې وه.

د ډونلډ پرېکړه په نړیواله کچه وغندل شوه.

تېره اونۍ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په یوه ناالزامي پرېکړه لیک کې له امریکا څخه وغوښتل شول چې د بیت المقدس په اړه خپله پرېکړه بدله کړي.

فلسطینیان غواړي په راتلونکي کې یې ختیځ بیت المقدس د هېواد پلازمېنه وي.

.

کابو ټول هېوادونه چې له اسراییلو سره ډيپلوماټيکې اړیکې لري، سفارتونه یې په تل ابیب کې دي.

پاپ پخپله کلنۍ وینا کې وویل، راځئ چې په دې پرتمینه ورځ د بیت المقدس او همدغې پاکې خاورې د سولې او ټیکاو لپاره لاسونه لپه کړو.

د کاتولیک کلیسا دغه مشر پخپله وینا کې نورو نړیوالو ستونزو لکه د کډوالو کړکېچ، د سوریې او عراق جګړو او همدارنګه د وینزویلا کړکېچ ته هم اشاره وکړه.