امریکا د درو ایراني قومندانانو پر سر ۱۵ میلیون ډالره جایزه اعلان کړه؛ "قطر ناهیلی شوی"

د ایرانیو توغندیو عکس
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امنیتي برخې د سپاه پاسداران د هوايي ځواکونو د درو لوړپوړو قومندانانو په اړه د معلوماتو ورکولو په بدل کې ۱۵ میلیون ډالره جایزه اعلان کړې ده.

د دغه وزارت د سې‌شنبې ورځې (تله ۷/سپتمبر ۲۹) په اعلامیه کې د دغو قومندانانو نومونه عبدالله محرابي، احمد جعفر ابادي او علي اصغر نوروزي یاد شوي او ویل شوي چې د هغوی پېژندنې او د ځای‌ځایګي موندلو په هکله معلوماتو ته اړتیا ده.

د امریکا مالیې وزارت هم تېره ورځ پر لسو کسانو او بنسټونو "د ایران له دفاع وزارت سره د تړاو" په تور بندیزونه ولګول.

د دوی نوملړ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شتمنیو د څار ادارې له لوري خپور شوی چې د ایران په ګډون د پاکستان، چین او مکسیکو اړوند خلکو نومونه هم پکې دي.

واشنګټن وروسته له هغې د دا ډول ګامونو اوچتول زیات کړي چې د ایران او امریکا ترمنځ د "اسلام‌اباد هوکړه" له خنډ سره مخامخ شوه او د دغو فشارونو د زیاتولو په دوام امریکا د ایران پر ځینو نړیوالو هوايي شرکتونو هم بندیزونه لګولي دي.

"قطر د دواړو له دریځه ناهیلی شوی دی"

عباس عراقچي
د عکس تشریح، عراقچي له واشنګټنه تهران ته د ستنېدو پرمهال ویلي وو چې د قطر په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ د دوشنبې ورځې د تماسونو په ترڅ کې د تهران "اووه ماده‌ییزه طرحه" واشنګټن ته رسېدلې او ایران اوس د امریکا ځواب ته په تمه دی.

په همدې حال کې اکسیوس خبري شبکې خبر ورکړی چې دا اوونۍ د ایران او امریکا ترمنځ د قطر د منځګړیتوب په هڅو کې تر اوسه د "پام‌وړ پرمختګ" نه دی شوی او یو لوری هم له خپل دریځه په شا کېدو ته چمتو نه دی.

د سرچینو په خبره، قطر به بیا هم خپلې د منځګړیتوب هڅې روانې وساتي خو د دواړو خواو له دریځونو "ناهیلی" شوی دی.

یوې سرچینې اکسیوس ته ویلي چې، "د دوشنبې خبرو کې د پام‌وړ پرمختګ و نه شو او اوس مذاکرات په ټپه درېدلي دي. ایران داسې غوښتنې لري چې امریکا یې نه شي منلی او واشنګټن فکر کوي چې په خبرو کې برلاسی دی نو ځکه مصالحې ته هېڅ حاجت نه ویني".

اکسیوس وايي، د امریکا چارواکو په لومړیو کې خبرې "مثبتې او رغنده" بللې وې او ویلي یې وو چې ایران د اټومي وسلو اړوند مسئله کې نرمښت ښودلی خو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې ایران ته یې هېڅ وړاندیز نه دی کړی.

ټرمپ خبرې کوي او د شهادت ګوته یې مخامخ نیولې ده.

ډونالډ ټرمپ پرون سې‌شنبه د اکسیوس خبري شبکې هغه خبرونه رد او "جعلي" وګڼل چې ویلي یې وو، ایران ته یې د بندیزونو د لغوه کولو او د دغه هېواد د کنګل شوو شتمنیو د ازادولو وړاندیز کړی و.

ټرمپ د دوشنبې په شپه پر خپلې خواله رسنۍ (ټروت سوشل) ولیکل، "اکسیوس تازه خبر خپور کړی چې وايي، ټرمپ ایران ته وړاندیز کړی چې بندیزونه ترې لرې کوي او کنګل شوې شتمنۍ یې خوشې کوي. دا ریښتیا نه دي. ما هغوی ته داسې هېڅ وړاندیز نه دی کړی".

هغه د اکسیوس او ورته نور خبرونه "جعلي" وبلل او ویې ویل، "د اکسیوس خبر هم د نورو ډېرو رپوټونو غوندې هسې دروغ دی" چې د ده په وینا، د "ټرمپ ضد" څرګندونې کوي.

د اکسیوس خبري شبکې یوه مشر خبریال باراک راوید وړمه ورځ (دوشنبه، تله ۶/سپتمبر ۲۸) د ځینو امریکايي چارواکو له خولې خبر ورکړی و چې ټرمپ ښايي په لنډمهالي توګه پر ایران د لګول شوو بندیزونو د لغوه کولو او د دغه هېواد د شتمنیو خوشي کولو په اړه د ایران غوښتنه ومني.

د خبر له مخې، ایران به یې په بدل کې د خپل اټومي پروګرام په اړه هغه "تضمینونه" وړاندې کوي چې امریکا یې غوښتنه کوي. خو ټرمپ اوس دا ادعا رد کړه.

عراقچي: د ایران "اووه ماده‌ییزه طرحه" امریکا ته رسېدلې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي چې تازه له امریکا ایران ته ستون شوی، ویلي چې د قطر په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ د دوشنبې ورځې د تماسونو په ترڅ کې د تهران "اووه ماده‌ییزه طرحه" واشنګټن ته رسېدلې او ایران اوس د امریکا ځواب ته په تمه دی.

ښاغلي عراقچي د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) ته ویلي، "زموږ ماموریت دا و چې خپل شرطونه هم امریکايي اړخ ته ورسوو او هم نور هېوادونه او نړیواله ټولنه باید ترې خبره و اوسي چې ایران په دې اړه طرحه لري او شرطونه یې بیخي عادلانه او منطقي دي او که امریکایان ادعا کوي چې د یوې هوکړې او سوله‌ييزې حل‌لارې په تکل دي نو موږ هغه حل‌لاره ورته وړاندې کړې ده".

تمه ده چې د امریکا ځواب به په راتلونکو ساعتونو کې د منځګړو له خولې ایران ته وسپارل شي.

په وروستیو کې ځینې داسې خبرونه خپاره شوي وو چې ګواکې ایران له خپل اټومي پروګرامه په شا کېدو ته چمتووالی ښودلی دی خو ښاغلي عراقچي دا خبرونه رد کړل او ویې ویل چې د ایران په دریځ کې "هېڅ بدلون نه دی راغلی".

د ده په وینا، د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره د ایران شرطونه "مشخص" دي.

د یادولو ده چې عباس عراقچي د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او ځينې نور لوړپوړي چارواکي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللي وو چې نن دوشنبه بېرته تهران ته ستانه شوي دي.

دوی هلته د غونډې په څنډه کې له امریکايي چارواکو سره د "منځګړو په خوله" خبرې اترې کړې دي چې تر اوسه یې غوڅه پایله نه ده معلومه.

"لا سختې جګړې ته هم چمتو یو"

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر له ایران سره کله یوې هوکړې ته د رسېدو ادعا کوي او کله بیا پرې د لا سختو ګوزارونو ګواښ کوي، اوس د ایران پارلمان یوه غړي ورته په تازه غبرګون کې ویلي چې ایران "لا سختې جګړې ته چمتو دی".

دا خبره د ایران پارلمان د ملي امنیت او د بهرني سیاست کمېسیون مشر ابراهیم عزیزي کړې.

هغه ایرنا خبري اژانس ته ویلي، که امریکا "یو ځل بیا ناسمه محاسبه وکړي او د ایران د ملي امنیت او ګټو خلاف اقدام وکړي" نو په وینا یې، تهران "تر ۴۰ ورځنۍ هغې لا سختې جګړې ته چمتو دی" او "دردناک ځواب" به ورکړي.

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د ډونلډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي وو چې ایران "خبرو، ډېپلوماسۍ او مذاکراتو ته چمتو دی" خو په وینا یې، "د زور ژبه" نه مني.

که څه هم په تېر کې د پاکستان او قطر په ګډون ځینو هېوادونو د ایران او امریکا ترمنځ د روغې جوړې هڅه کړې خو کومه داسې پایله یې نه ده ورکړې چې د دوی ترمنځ روانه کشاله پرې حل شي؛ وکتل شي چې دا ځل د قطر په منځګړیتوب روانې هڅې کوم ځای ته رسېږي او د ایران د "شرطونو" په مقابل کې امریکا څه ځواب وايي.