BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د طالبانو حکومت ریس الوزرا له دې کوټې خپلې حکومتي چارې په مخ وړي.

    بي بي سي په ارګ کې: د طالبانو حکومت لومړی وزیر څه ډول ژوند لري؟

    د کابل ښار له زنبق څلور لارې تېر، د اماني لیسې مخې ته پر ورغلي سړک اریانا څلورلارې او بیا ارګ ته ورتګ د ډېرو ځوانانو لپاره نوې او د پاخه عمر افغانانو لپاره د تېر خاطرې دي. زه لومړنی خبریال یم چې د طالبانو حکومت تېرو پنځو کلونو د افغانستان د واک او ځواک حساس ځای، ارګ ته له کامرې سره ځم. د طالبانو حکومت له ریس الوزار سره د کامرې پر وړاندې خبرې کوم، او له داسې ورغلو کسانو سره هم مخامخېږو چې دلته یې د لیدو تمه نه وه.

  • جمعه خان فاتح

    د طالبانو حکومت لوړ پوړی چارواکی: له جمعه خان فاتح سره هوکړه نه ده شوې، ځان یې د دوی ځواکونو ته سپارلی

    په افغانستان کې د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي بي بي سي ته ويلي چې په بدخشان کې يو سیمه ییز قومندان جمعه خان فاتح، چې له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو سره په جګړه بوخت و، له "کومې هوکړې پرته ځان د دوی ځواکونو ته سپارلی دی"

  • رونالډو او ښځه یې

    رونالډو وايي دا یې ښايي د "لوبېدو وروستی کال" وي

    د نړۍ په کچه د فوټبال یو تر ټولو مشهور ستوری کرېسټیانو رونالډو وايي، ښايي د فوټبال دا فصل به یې د یوه لوبغاړي په توګه وروستی وي. رونالډو ۴۱ کلن دی. نوموړي د تېرې سې شنبې په ورځ له خپلې کوژدنې جورجينا روډريګز سره واده وکړ او اوس وایي، د داسې ژوند په اړه فکر کوي چې خپله کورنۍ یې په کې لومړيتوب ولري.

  • ایران

    ایران د امریکايي سرتېرو د وژلو یا نیولو بدل کې ۳۰ زره ډالره جایزه اعلان کړې

    د ایران د پوځ قوماندان امیر حاتمي اعلان وکړ، هر څوک چې یو امریکايي سرتېری ووژني او یا یې اسیر کړي او دوی ته یې وسپاري، ۳۰ زره ډالره جایزه به ورکړل شي؛ خو که کومه ښځه دا کار وکړي، دا مکافات به دوه برابره وي. بله خوا، پر تېل‌لېږدونکو بېړیو له بریدونو وروسته د اونۍ په پای کې د هرمز په تنګي کې سمندري تګ‌راتګ خورا ټکنی شوی دی.

  • Police officers help move a patient to an open-area shelter at a hospital, following an earthquake felt in Labuan Bajo, East Nusa Tenggara province

    د اندونیزیا خونړۍ زلزلې زرګونه کسان بې‌ځایه کړي، د ژغورنې هڅې روانې دي

    په اندونیزیا کې د یوې زورورې زلزلې له امله شاوخوا ۵،۰۰۰ کسان بې‌ځایه شوي او لږ تر لږه ۵۳ کسان وژل شوي دي. ژغورنډلې لا هم د هغو ژوندي پاتې کسانو په لټه کې دي چې د ۷.۷ درجې او نسبتا لږ ژورې زلزلې له امله تر خاورو لاندې پاتې شوي وي. دې زلزله د شنبې په ورځ پر ځايي وخت شاوخوا پنځه بجې د جمعې په ورځ د فلورېس ټاپو ولړزاوه.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • رحمن الله ګربز
  • د متقي وینا
  • اندونیزیا کې له زلزلې وروسته یوه ودانۍ نړېږي
  • قشم ټاپو ساحل کې توی شوي تېل
  • افغان نجونې
  • کریسټینا مارکاس لاسن
  • سټینګرې
  • همېشه بهار

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • Twin brides and twin grooms pose together in a church, flanked by twin altar boys on either side. The twin priests who officiated the wedding stand behind the couples.

    د غبرګونو واده؛ غبرګوني وروڼه، غبرګونې خویندې، غبرګوني کشیشان او غبرګوني خدمتکاران

    په سوېلي هند کې د یوه واده انځور خورا لاس په لاس شوی چې څلور غبرګونې جوړې پکې راټولې شوې دي. په دې انځور کې غبرګوني وروڼه له غبرګونو خویندو سره د واده پر مهال لیدل کېږي، چې د نکاح مراسم یې غبرګونو کشیشانو مخته وړل او د خدمت لپاره هم غبرګوني ماشومان ګمارل شوي وو. دا ناشنا او له عجایبو ډک واده د کلونو له دقیق او منظم حساب او کتاب وروسته ترسره شوی دی.

  • یوه مېرمنه پخلی کوي

    د روغتيا لپاره ژېړ غوړي غوره دي که عادي غوړي؟

    د ژېړو غوړيو په اړه موږ ډېری وخت داسې ګڼ شمېر متضادې خبرې اورو لکه: "د ژېړو غوړيو خوړل وزن زياتوي" "په تشه ګېډه د ژېړو غوړيو خوړل د بدن غوړ کموي" "ژېړ غوړي د معدې زخم رغوي" "ژېړغوړي د زړه حملې لامل ګرځي" موږ نه يوازې دا خبرې اورو، بلکې ځينې خلک یې په رښتيا هم عملي کوي.

  • یوه کوچني لوښي کې کورکمن (زردچوبه) اچول شوې ده

    د کورکمن د "ګټو" په اړه ځینې باورونه

    که تاسو د هندي چرګانو کړايي، د سوداني اوښ غوښې بریاني، د مالیزیا لاکسا ښوروا، یا د بنګله‌دېش د کبانو "ماچر جول" ډوډۍ چمتو کوئ، نو یوه داسې د دېګ مصاله شته چې دې ټولو کې کارول کېږي: کورکمن (زردچوبه). خو پر خپل ځانګړي خوند سربېره، ایا د نړۍ له تر ټولو پخوانیو او مشهورو مصالو یو کورکمن، رښتیا هم د روغتیا لپاره استثنايي ګټې لرلی شي؟

  • ایران

    د ورکو شویو ایراني پیلوټانو په اړه د تهران ادعا او د قطر ځواب

    په ایران کې د پوځ ستر درستیز د ورکو سرتېرو د لټون کمېټې قومندان محمد باقرزاده له قطر غوښتي چې د درېیو بې‌درکه ایراني پیلوټانو په تړاو څېړنو لپاره د ایران د هوايي ځواک د یوې مسلکي ډلې ورتګ ته زمینه برابره کړي. نوموړي دا غوښتنه تر هغې وروسته کړې، چې دوحې تېره ورځ د تهران له دې ادعا انکار وکړ چې ګوندې دغه پیلوټان په قطر کې اسیر شوي دي.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۸ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۷ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي

    1. ۶
      د ټیلفون د ډېر کارولو زیانونه
    2. ۹
      څنګه یوه بې کوره مېرمنه ساینسپوهه شوه؟