BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • په افغانستان کې بریدونه

    ملګري ملتونه: په افغانستان کې د پاکستان په بریدونو کې ملکیان په نښه شوي

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویې استازولۍ، یوناما، ویلي چې پر پکتیا، پکتیکا، او کونړ ولایتونو یې د پاکستان د دوشنبې شپې هوايي بریدونو کې د لږ تر لږه اته ویشتو ملکي وګړو د وژل کېدو او د نژدې پنځوسو نورو د ټپي کېدو پخلی کړی دی. دې ادارې په یوه ویناپاڼه کې ویلي، چې دا لومړنۍ شمېرې دي او د لوړېدو امکان یې شته. یوناما نړیوال بشري قانون ته د درناوي او د ولسي وګړو د خوندیتابه غوښتنه کړې ده.

  • هاشمي او ګڼ خلک ښکاري چې د جنازې مراسمو ته ورټول دي.

    په څمکنيو ولسوالۍ کې د پاکستان بریدونو پر مهال عیني شاهدانو څه ولیدل؟

    "زه همدا اوس په جنازه کې وم. ډېر بد حالت و. ډله‌ييزه جنازه مو وکړه. تقریباً د ۱۱ کسانو جنازه یو ځای وشوه. د درېیو بل ځای وې او د دوو نورو په یوه بل ځای کې وشوې او د دوو شهیدانو جنازې لا پر لاره دي". دا د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ نه د یوه ځايي اوسېدونکي او عیني شاهد هاشم‌خېل هاشمي خبرې دي. دی د هغو کسانو د جنازې په مراسمو کې له ګډون وروسته له بي‌بي‌سي سره غږېده چې د پاکستان د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي او د ده په وینا، خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې له ډنډې پټان، لژې منګل او په خپله د څمکنۍ ولسوالۍ "زرګونه خلکو" ګډون کړی و.

  • تېره اکتوبر میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ "فرضي" کرښې له څو ورځو نښتو او هوايي بریدونو وروسته بالاخره د دواړو لورو تر منځ د دفاع وزیرانو په کچه په دوحه کې د اوربند هوکړه لاسلیک شوه چې بیا وروسته ماته شوه

    د افغانستان په وړاندې د پاکستان په سیاست کې څه بدلون راغلی؟

    د پاکستاني طالبانو او د جماعت الاحرار په څير نورو ډلو چې ورته ایډیالوژي او عملیاتي تګلارې لري، په خپلو پرلپسې بریدونو، اسلام اباد یې په "درېیو ډګرونو کې" له ستونزو او سختو غوراویو سره مخامخ کړی دی. پاکستان له یوې خوا په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په خبرو کې کومې پایلې ته ونه رسېد، له بلې خوا په پرلپسې ډول د بریدونو له ډېروالي سره مخامخ شوی دی. د یوې څيړنې له مخې له ۲۰۲۲ کال څخه تر ۲۰۲۴م کاله پورې یعنې په څلورو کلونو کې پاکستان کې "سل ځانمرګي بریدونه" شوي دي.

  • ټرمپ

    ټرمپ: د ایران په غوښتنه سبا په دوحه کې مذاکرات کوو

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي چې د ایران او امریکا چارواکي به سبا په قطر کې سره وګوري. ښاغلي ټرمپ پرخپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) لیکلي، "ایران د کتنې غوښتنه کړې ده. دا [لیدنه] به سبا په دوحه کې وشي".

  • کوټه - د جبري بې‌درکه کسانو کمپ کې د نادیه بلوڅ خبري کنفرانس

    د ماه رنګ بلوڅ خور: هغه کسان هم نیول کېږي چې ملاتړ ته راځي یا اوبه راکوي

    د بلوڅ یووالي کمېټې د مشرې ماه رنګ بلوڅ خور نادیه بلوڅ یکشنبه (جون ۲۸مه) د جبري بې‌درکه شویو کسانو موندلو لپاره په کوټه کې جوړ شوي احتجاجي کمپ کې په یوه خبري کنفرانس کې برخه واخیسته. له هغې سره ځینې وکیلان،‌ د بشري حقونو فعالان او د څو سیاسي ګوندونو ځايي مشران هم مله وو. دا خبري کنفرانس داسې حال کې ترسره کېده چې د کمپ شاوخوا د پولیسو ګڼ شمېر ځواکونه ځای پر ځای او د زندان یو موټر هم وروستل شوی و.

د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې

د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل

فوټبال نړیوال جام ۲۰۲۶

Skip لنډې ویډیوګانې and continue reading

لنډې ویډیوګانې

  • پکتیا، څمکني
  • په فضا کې ماشوم انځور
  • ایران کې تازه بریدونه
  • کراچۍ
  • Reuters/Getty Images
  • عاشورا
  • شرپا
  • فیل
  • زلزله
  • BBC News Africa

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • د امریکا پاسپورټ کې د انځورونو له دوو پاڼو څخه یوې کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ عکس چاپ شوی، چې خپل دواړه لاسونه یې موټي کړي او پر مېز یې لګولي دي او د پاڼې لاندنۍ برخه کې یې لاسلیک چاپ شوی.، بله پاڼه کې د امریکا د بنسټ اېښودونکو انځور دی، چې لاندې ترې لیکل شوی: "د امریکا متحده ایالات ۲۵۰"

    د امریکا د ۲۵۰مې کلیزې لپاره د دې هېواد ځینو پاسپورټونو کې د ټرمپ انځور چاپ شوی

    د ولسمشر ټرمپ ادارې د امریکا د ۲۵۰مې کلیزې د لمانځنې لپاره د دې هېواد پاسپورټ یوه نوې ځانګړې بڼه معرفي کړې، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ عکس پکې دی خو دا ډول پاسپورټونه کم چاپ شوي. ټرمپ د جمعې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د پاسپورټ د نوې ډیزاین شوې پاڼې انځور خپور کړ. په دې پاڼه کې د هغه انځور ښکاري، چې خپل لاسونه یې موټی کړي او د "ریزالیوټ (امریکا ته د برېتانیا د یوې پخوانۍ ملکې لخوا ورکړل شوې ډالۍ" پر مېز یې لګولي دي، د شالید په برخه کې د امریکا د خپلواکۍ اعلامیه ښکاري، چې لاسلیک یې ترې لاندې چاپ شوی دی.

  • کراچۍ برید

    کراچۍ کې د امنیتي ځواکونو پر مرکز د وسله والو برید: عیني شاهدانو څه ولیدل؟

    پاکستاني پوځ تایید کړې چې په کراچۍ ښار کې د ملېشه ځواک رېنجرز کمپ برید کې درې سرتېري وژل شوي او په ځوابي عملیاتو کې درې بریدګر هم له منځه وړل شوي دي. د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) په وینا، د عملیاتو پر مهال یو بریدګر په ټپي حالت کې نیول شوی دی، چې د دوی د ادعا له مخې یو "افغان وګړی" دی. د یادونې ده چې د شنبې په شپه د کراچۍ ښار په ګلستان جوهر سیمه کې د رېنجرز ځواک د مرکز ترڅنګ د چاودنې او ډزو غږونه اورېدل شوي وو او وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه.

  • احتجاج

    ملګري ملتونه: د امریکا کډوالو توقیف‌خونو کې دې د مړینو خپلواکه څېړنه وشي

    د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر وولکر تورک امریکا کې د کډوالو د نیولو پر شته سیستم او د دغه هېواد د د کډوالۍ او ګمرکونو د قوانینو د پلي کولو ادارې (ICE) په توقیف خونو کې د مړینو په اړه د خپلواکې او شفافې څېړنې غوښتنه کړې ده.

  • پاکستانۍ اداکاره عایشه عمر وايي، کله چې یې د لامبو په جامو او لنډو جامو کې یې انځورونه آنلاین خپاره شول، نو کار یې له لاسه ورکړ.

    په خواله رسنیو کې د ښځو ځورول، ګواښل او ټولنیز ناسم حساسیتونه

    د چېېن په نوم د جنسيتي عدالت یوه نړیواله اداره وایي، د خواله رسنیو کمپنۍ او پولیس تر ډېره د خواله رسنیو له لارې د ښځو د ځورولو قضیې په سمه توګه نه شي مدیریت کولای. دغې ادارې په دې تړاو څېړنه کړې او یو راپور یې هم خپور کړی دی. د دغې نړیوالې ادارې په خبره کله چې په انټرنټ او خواله رسنیو کې یوه مېرمنه ځورول کېږي نو د پولیسو یا د خواله رسنیو د کمپنیو پام دېته وي چې ایا د ښځې خپور شوی عکس یا ویډیو ډېره لوڅه ده یا نه، یعنې قضیې ته د پاملرنې شدت دې پورې اړه لري چې عکس ساده دی یا ډېر بربنډ!

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

د منځني ختیځ کړکېچ

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۹ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۹ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي