BBC News, پښتو - کور پاڼه
ژوندۍ پاڼه, د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د پاکستان د پوځ مشر او ورسره پلاوی تهران ته ورسېدل
د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر له یوه لوړپوړي سیاسي-امنیتي پلاوي سره یوځای "د امریکا د پیغام د رسولو او د دويم پړاو خبرو د پلان جوړونې لپاره" تهران ته ورسېد او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي یې هرکلی وکړ. د "صدا و سیما" خبري اژانس د اسلاماباد له قوله راپور ورکړی چې دغه پلاوی تهران ته د واشنګټن نوی پیغام وړی او ټاکل شوې ده چې له ایراني چارواکو سره په لیدنه کې د راتلونکو خبرو موضوع وڅېړي.
مهم خبرونه
هرات کې د افغانستان ازبکستان د سوداګرۍ ګډه خونه پرانیستل شوه
د افغانستان په لوېدیځ ښار هرات کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه پرانېستل شوه. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر، محمد یونس قاضيزاده، د دې ګډې خونې رامنځته کېدل ګټور بللي او وايي " دا به د اقتصادي ودې، د دواړو هېوادو ترمنځ د صنعتي همکاریو د پراختیا او ازبکستان سره د اقتصادي اړیکو لا پياوړي کولو کې مرسته وکړي".
پاکستان ځواکونه سعودي کې: د منځګړیتوب او پوځي ښکېلتیا ترمنځ
څو ورځې وړاندې پاکستاني جنګي الوتکې او پوځي ځواکونه سعودي عربستان ته ورسېدل، دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د تېر کال د دفاعي تړون د پلي کولو په اډانه کې وشو. دا بهیر د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو په درشل کې د اسلام اباد له کوربهتوب سره هممهاله دی، چې هدف یې له ایران سره د جګړې پای ته رسول دي. خو تر اوسه کومه لویه لاسته راوړنه نه ده شوې او داسې راپورونه شته چې د منځګړیتوب هڅې لا هم روانې دي چې په راتلونکو ورځو کې د خبرو دویم پړاو پیل شي.
شم النسيم: د نړۍ تر ټولو لرغونې پسرلنۍ مېله چې مصریان یې له زرګونو کلونو لمانځي
لرغونی مصر د ګڼو مذهبي، ټولنیزو او کرنیزو جشنونو او مېلو څښتن و، چې لمانځنې او ځانګړي مراسم یې له نورو ټولو لرغونو ختیځو تمدنونو جلا او ځانګړي وو.
د پيسو نړيوال صندوق خبرداری ورکړی چې که د ایران جګړه دوام وکړي نړۍ به له اقتصادي ځوړ سره مخ شي
د پيسو نړيوال صندوق یا ای اېم اېف وايي که له ایران سره د امریکا او اسرائیلو جګړه دوام وکړي او د انرژۍ لوړې بيې همداسې پاتې شي، نړيوال اقتصاد به له مخ په ځوړ حالت سره مخامخ شي.
لبنان سوله غواړي خو لومړی باید حزب الله قانع شي
لبنان بیا په جګړې کې راګېر دی. د تېراګست میاشت کې د لبنان ولسمشر راته ویلي و"له موره خوشبین پیدا دی او باور لري چې د حزب الله د بې وسلې کولو مسئله به حل کړي". ولسمشر جورف عون، چې د پوځ پخوانی لوی درستیز دی، د اسراییلو او حزب الله ترمنخ تېر کال له ویجاړونکې جګړې وروسته په دې دنده وګومارل شو. ایران د حزب الله ډلې ملاتړ کوي. دې جنګ کې د حزب الله ګوند کمزوری شوی او عون ژمنه کړې وه چې دا ډله به بې وسلې کوي. دې په ظاهر سختې مسئلې له ډېره وخته لبنان وېشلی دی، خو هغه وخت ولسمشر عون دا باور درلود چې دا کار کوی شي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د امریکایي ولسمشر او "امریکایي پاپ" ترمنځ درې اختلافي خبرې
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او پاپ لاون ۱۴م د ایران د جګړې په اړه په یوې ښکاره او تنده لفظي شخړه کې ښکېل شوي دي. دا لومړی ځل دی چې پاپ په مخامخ ډول د ټرمپ نوم اخلي.
د سمندري کلابندۍ اغېز به د ایران پر سوداګرۍ او اقتصاد څه وي؟
د ایران د ګمرګ له خوا د خپرو شويو شمېرو له مخې دغه هېواد تېر کال شاوخوا ۱۵۰ میليونه ټنه غيرنفتي توکي چې نژدې ۵۲ ميليارده ارزښت یې درلود بهر ته صادر کړي دي. د راپور له مخې دغه هېواد د ۵۸ ميلياردو ډالرو په ارزښت شاوخوا ۴۱ میليونه ټنه توکي وارد کړي هم دي. د دغو توکيو د ډېرې برخې سوداګري له جنوبي بندرونو شوې چې اوس د امریکا له خوا کلابند شوي دي.
اسټرالیا په لومړي ځل یوه ښځه د پوځ مشره ټاکلې، دې په افغانستان کې هم دنده ترسره کړې
اسټرالیا ډګر جنراله سوزان کوېل د خپلو دفاعي ځواکونو مشره ټاکلې ده. دا د دغه هېواد په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د خپل پوځ مشري یوې ښځې ته سپاري. اغلې کوېل اوسمهال د اسټرالیا د نظامي ځواکونو د وړتیاو لوړونې د یوې روزنیزې، لوژيستیکي او د معلوماتي عملیاتو څانګې (جېسيجي) مشره ده او په افغانستان کې یې هم له ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۹ د خپل هېواد د بېلابېلو پوځي ټولیو قومنده په غاړه لرله.
مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بوسلې مړه شوې
د بالیووډ افسانوۍ سندرغاړې اشا بوسلې چې د هند کلتور نښه ګڼل کېده د ۹۲ کلنۍ په عمر مړه شوه. . د هندۍ موسیقۍ دغې ستورې په مومبی ښار کې وروسته له هغې ساه ورکړه چې د زړه د حملې له امله روغتون ته ولېږدول شوه. د هغې مړینه د بالیووډ په موسیقۍ کې د یوې دورې پای ګڼل کېږي. د هغې هنري ژوند څه باندې اته لسیزې دوام وکړ او تر ۱۲ زرو زیاتې سندرې یې ویلي دي. د بهوسلې ځانګړي غږ ګڼو فلمي سندرو ته ژوند ورکړ.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۶ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۱۵ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۵ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۵ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































