BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
امریکا وايي، د اسرائيل او حزب الله ترمنځ اوربند شوی؛ په لبنان کې د نورو هوايي بریدونو رپوټونه ورکړل شوي
د امریکا یو چارواکی وایي، وروسته له هغه چې په سویلي لبنان کې د اسرائیلو سختو هوايي بریدونو ۴۷ کسان ووژل، اسرائیل او حزبالله د اوربند پر یوه هوکړه سلا شوي دي.
جیورجیا مېلوني وايي، ټرمپ هغه خبره 'له ځانه جوړه کړې' چې ګواکې دې د تصویر اخیستلو لپاره زارۍ ورته کړې
د ایټالیا لومړۍ وزیره جیورجیا مېلوني وايي، د د ډونلډ ټرمپ هغې مرکې حیرانه کړې چې د ایټالیا له یو خبري چینل سره کړې او پکې د امریکا ولسمشر ادعا کړې وه چې ګواکې هغې (مېلوني) له ده (ټرمپ) سره د عکس اخیستلو لپاره زارۍ کړې وې.
بریتانیا کې ۷ افغانانو پر دوی د جنسي تېري لګېدلي تورونه رد کړل
اووه افغانانو چې په بریتانیا کې د جنسي تېري او جنسي ناوړه ګټې اخیستنې اړوند تورونو سره مخامخ دي، نن د جمعې پر ورځ په محکمه کې پر دوی ټول لګېدلي تورونه رد کړل. د دغو کسانو د تورونو د اورېدو غونډه نن (جمعه، ۲۹ جوزا/۱۹ جون) د بریتانیا ختیځ کې د نورېچ په "کراون" محکمه کې د هغوی په حضور کې ترسره شوه.
فوټبال نړیوال جام: برازیل په اسانۍ سره هایټي ته ماتې ورکړه او د ګروپ سر ته ورسېده
برازیل لوبډلې د نارینه وو فوټبال په نړیوال جام کې هایټي ته په درې ـ صفر ماتې ورکړه او د څلورو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د سي ګروپ سر ته ورسېده.
د پاکستان حکومت وايي، د تېلو بیې ټيټوي خو خلک وايي له پخوا اوس هم لوړې دي
په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ تر هوکړې وروسته په نړیوال بازار کې د تېلو بیې رالوېدلې دي، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې د پېټرول لیټر ۷۴ او د ډيزل ۶۷ روپۍ راټيټوي. له دې سره به په دغه هېواد کې د پېټرولو لیټر له ۳۷۳ کلدارو ۲۹۹ روپيو ته راټيټ شي او د ډیزل لیټر به هم له ۳۷۸ نه ۳۱۱ روپيو ته راولوېږي.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې
د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د طالبانو حکومت دفاع وزارت: پاکستان کې مو د داعش پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي؛ اسلام اباد رد کړي
د طالبانو حکومت ددفاع وزارت وايي، تېره شپه یې هوايي ځواکونو بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د "داعش" پر اړوندو څو مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي. دفاع وزارت وايي بریدونه د بلوچستان په ګلستان او شکراب سیمو او د خیبر پښتونخوا د اورکزو ولسوالۍ په قمبرخېل سیمه کې د داعش – خراسان پر مرکز شوي، چې دفاع وزارت " (ساعین بالفساد (داعشیان) او د شر او فساد مرکز" بللی دی.
هغه HPV واکسین چې د ځوانې ښځې د رحم د سرطان د مړینې خطر یې 'نژدې صفر' ته راټیټ کړی
هغه ماشومان چې د ۱۲–۱۳ کلونو په عمر کې د HPV (انساني پاپیلوما وېروس یا د رحم سرطان) پر ضد واکسین شوي دي، د نوې مهمې څېړنې له مخې له ۳۰ کلنۍ مخکې د رحم د سرطان له امله د مړینې نژدې "صفر ته نژدې" خطر لري.
ملګري ملتونه وايي له یو نیم میلیون بېرته ستنو شویو افغانانو سره د قانوني اسنادو جوړولو کې مرسته کوي
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې (یو این ایچ سي ار) مشر عرفات جمال وايي راتلونکو درې کلونو کې به څه دپاسه یو نیم میلیونو هغو افغانانو سره د سندونو او پېژندپاڼو جوړولو کې مرسته وکړي چې سملاسي هیڅ قانوني اسناد نه لري. بله خوا،کابل کې وربلل شوې خبري ناستې ته افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق یا یونیسف چارسمبالې مشرې اندریا جیمز وویل "دې هېواد کې له نیمايي ډېر زېږېدلي ماشومان د زېږد پاڼې (برټ سرټيفیکټ) نه لري."
ایران څنګه له امریکا سره خپل تفاهم یوه بریا ګڼي؟
ایراني مشرتابه هڅه کوي چې له متحده ایالاتو سره د تفاهم یادښت د شاتګ په توګه نه، بلکې د مقاومت او بریا د پایلې په توګه وړاندې کړي، خو دا دریځ په اسانۍ خلکو ته د منلو وړ نه ښکاري. هېواد تازه له یوې داسې جګړې راوتلی چې د پام وړ زیانونه یې ور اړولي دي، اقتصاد یې له سختو فشارونو سره مخامخ دی او د اسلامي جمهوریت د ملاتړو ځینې برخې له میاشتو راهیسې له واشنګټن سره د هر ډول جوړجاړي یا امتیاز ورکولو مخالفت کوي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۰ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۹ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۹ جون ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۹ جون ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































