تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
رواني روغتیا: که د یوازېتوب احساس کوو نو څه باید وکړو؟
که په ښوونځي، پوهنتون او یا په کورونو کې یئ نو خامخا کله وارې د یوازېتوب احساس درته پیدا کېږي یا کله وارې به مو د یوازېتوب حس کړی وي.
ښایي ډېر وخت په ښوونځي، پوهنتون او یا کور کې یوې ملګرې یا ملګري ته اړتیا ولرئ.
داسې هم کېږي چې د خپل کور پرېښودو ته اړ کېږئ او نوي ځای کې ژوند له سره پیلوئ او هلته هم شاید د یوازېتوب حس وکړئ او یا دا به درته ګرانه وي چې ژر ځانته دوستان پیدا کړئ.
په دې هر څه کې تاسې یوازې نه یاست، ډېر داسې کسان شته چې په پوهنځي، پوهنتون یا نوي کور کې ژر ځانته دوستان نه شي پیدا کولای.
یوازېتوب څه شی دی؟
د برېتانیا د روغتیا ملي اداره (اېن اېچ اېس) وايي، د هر کس د یوازېتوب تجربې بېلې دي او تاسو باید ځان د هغه څه له امله ملامت نه کړئ چې احساس یې کوئ. ځینې کسان کله کله د یوازېتوب احساس کوي، خو ځینې نور بیا ډېر ورسره مخامخ کېږي.
د برېتانیا د روغتیا ملي ادارې په وینا، که یوازیتوب اوږده موده دوام وکړي، ښايي دا د رواني روغتیا خطر زیات کړي، لکه د انسان حوصله کمېږي، تر ډېره په اندېښنو کې وي او یا په ژور خپګان اخته کېږي.
د یوازېتوب بېلابېل ډولونه:
عاطفي یا احساساتي یوازېتوب: دا هغه حالت دی چې تاسو د کورنۍ غړي یا نژدې ملګري سره د احساساتي اړیکې نشتوالی احساسوئ.
ټولنیز یوازیتوب: تاسو د داسې ملګرو یا خلکو نشتوالی احساسوئ، چې ستاسو سره ګډې لېوالتیاوې لري.
وجودي یوازیتوب، دا داسې یو حالت دی چې که ټوله کوټه له خلکو ډکه وي، بیا هم د یوازیتوب احساس کوئ.
یوازېتوب څنګه اداره کړو؟
که تاسو د یوازېتوب احساس کوئ، یو څو ټکي شته چې د دې احساس په کمولو کې مرسته درسره کوي.
د برېتانیا د روغتیا ملي اداره سپارښتنه کوي:
- له نورو کسانو سره اړېکه ساتل
- په یوه ډله کې شاملېدل
- هغه کارونه کول چې خوند ترې اخلئ
- خپل احساسات شریکول
- د مرستې لپاره له نورو سره اړیکه نیول
ډاکټران وایي، که تاسې د یوازېتوب احساس کوئ، مهمه ده چې له نورو سره اړیکه ونیسئ. خو ښایي داسې احساس کړئ چې هېڅوک تاسې نه درک کوي، یا دا چې سمه نه ده چې اړیکه ونیسئ، خو په ریښتنې توګه اړیکه نیول ګټور دي.
په برېتانیا کې د رواني روغتیا یو ډاکټر امیر وایي، په نوي ځای که هغه ښوونځی، پوهنتون یا نوی کور وي، اړینه ده چې
له نويو کسانو سره اړیکه ونیسئ، له خلکو سره راشه درشه پیل کړئ، له نورو سره په تفریحي فعالیتونو کې ونډه واخلئ.
د ډاکټر امیر په خبره کله نا کله له یوه کس یا ډلې سره څو شېبې تېرول شاید د ډېرې ټېنګې ملګرتیا ښکارندویي ونکړي خو دا ستاسو روغتیا ته ګټه رسوي او د خپلو نژدې ملګرو له ډلې بهر ځینې نويو کسانو سره چې ووینئ بیا نو د یوازېتوب حس مو کمېږي.
ډاکټران دا سپارښتنې هم کوي:
- خپل کرکټر او شخصیت کې ووسئ
- ژوره ساه واخلئ
- موسکا وکړئ
- په یاد مو وي چې اړینه نه ده چې په بشپړه توګه خوښ ووسئ
- یوازې مهربان ووسئ
- له نورو سره مینه ولرئ
- دا هم مه هېروئ چې تاسې نیکمرغه، هوښیار او بختور یاست
که ملاتړ ته اړتیا لرئ
تل باید د هغو شیانو په اړه یو چا ته ووایاست چې تاسو یې په اړه اندېښمن یاست.
تاسو کولی شئ یوه ملګري، مور او پلار، سرپرست، ښوونکي، یا بل باوري مشر ته خپله خبره وکړئ.
مرسته وغواړئ او که له رواني ستونزو کړېږئ نو حتما ډاکټر ته لاړ شئ.