تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
الکترونیکي وسایل زموږ پر بدن څنګه اغېز کوي؟
- Author, توماس جیرمن
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
الکترونیکي وسایل ستاسو پر بدن داسې اغېزې کوي چې ښايي تاسو یې احساس هم نه کړئ، خو بیا هم کولی شئ د دې اغېزو د کمولو لپاره ګامونه واخلئ.
کله چې موږ د سکرینونو د کارونې د اغېزو په اړه اندېښمنېږو، معمولاً یوازې رواني اړخ ته پام کوو. خو تازه ما په خپله کوچنۍ ګوته کې یو کلک کوچنی راټوکېدلی شی ولید، په هغه ځای کې چې زه خپل موبایل پرې تکیه کوم؛ دې کار زه دې ته اړ کړم چې فکر وکړم: زما موبایل زما د بدن له نورو برخو سره څه کوي؟
ما له څو متخصصانو سره خبرې وکړې چې دا معلومه کړم. او ځواب، لکه څنګه چې مې اټکل کړی و، ډېر ښه نه و.
نوې علمي څېړنې ښيي چې ستاسو موبایل او نور ډیجیټل وسایل کولی شي ستاسو د غاړې شکل بدل کړي، سترګې زیانمنې کړي، د حرکت مهارتونه کمزوري کړي او عضلات کمزوري کړي. ان ځینې خلک اندېښنه لري چې زموږ د ټکنالوژۍ پر بنسټ ژوند کول کولی شي د مخ د ګونځو زیاتوالي لامل شي. د دې بدني ستونزو ځینې برخې بیا کولی شي ذهني وړتیاوې کمزورې کړي یا نورې جدي ستونزې رامنځته کړي.
او ته څنګه یې؟ زه نه پوهېږم، خو زه د اوږدې مودې لپاره د ناستې لپاره تیار نه یم، په ځانګړي ډول ځکه چې پرلهپسې ناسته خپله د ستونزې یوه برخه ده. خوشبختانه، که تاسو نه غواړئ چې ټکنالوژي ستاسو بدن خراب کړي، نو ځینې کارونه شته چې کولی شئ ترسره یې کړئ.
د ملا کوږ تیر
دا حالت چې د "مخ ته د سر کږولو" په نوم یادیږي، کولای شي ستاسو پر غاړه تر ۲۷ کیلوګرامه پورې فشار واچوي.
له وخت تېرېدو سره، دا کار کولی شي د ملا د فقراتو زیان، د مفصلونو او عضلاتو خوړل کېدل او ان د سږو د ظرفیت کمېدو لامل شي. کله کله دې ته "د ټکنالوژۍ غاړه" هم ویل کېږي.
دا هم ممکن ستاسو د بدن بڼه دایمي ډول بدله کړي.
ځینې ځانګړي تمرینونه- البته د ډاکټر له مشورې وروسته، کولی شي د دې ستونزې په حل کې مرسته وکړي. خو ځینې ساده بدلونونه هم شته چې سمدستي یې پیل کولی شئ، لکه د موبایل لوړ نیول.
سکرین باید د سترګو په کچه وي او غوره ده چې له مخ څخه د لاس د اوږدوالي په واټن کې وي. همدا قاعده د کمپیوټر سکرینونو ته هم تطبیقېږي.
ځینې متخصصین وایي چې له سکرین څخه وقفه اخیستل هم ګټور دي. هڅه وکړئ هر نیم ساعت وروسته شاوخوا ۲۰ دقیقې وقفه واخلئ.
د پوست خارښت او د غاړې ګونځې؟
په دې وروستیو کې نوې اندېښنې راپورته شوي: آیا د الکترونیکي وسایلو کارولو له امله د غاړې دردونه د غاړې د ګونځو سبب کېدای شي؟
د برېتانیا د شاهي ډاکټرانو د کالج غړې او د پوستکي متخصصه جوستین هیکسټال وایي:
"په نظري ډول دا خبره منطقي ښکاري."
هغې زیاته کړې چې تکراري فشار د ګونځو سبب کېږي، نو پرلهپسې مخ ته کږېدل او د غاړې پورته کول ستونزه رامنځته کولی شي.
خو هیکسټال ټینګار کوي تر اوسه داسې باوري علمي څېړنې نشته چې دا اړیکه ثابته کړي. هغه سپارښتنه کوي چې د "ټکنالوژۍ له امله د غاړې درد" لپاره په انټرنېټ کې د پلورل کېدونکو محصولاتو له اخیستلو ډډه وشي.
سره له دې، ځینې نور د پوستکي ستونزې شته چې باید ورته پام وشي، په ځانګړي ډول د سمارټ واچ کاروونکو لپاره چې ساعت هېڅکله نه لیرې کوي.
هغې وویل: "د ساعت لاندې توره او لنده فضا د فنګس د ودې لپاره مناسبه ده، چې دا د خارښت یا ان اېکزیما لامل کېدای شي." دا حالت کولی شي د پوستکي محافظتي طبقه هم زیانمنه کړي او د ځینو موادو لکه نکل، ربړ، لاتکس او ځینو کیمیاوي موادو (اکریلیټونو) سره حساسیت رامنځته کړي.
هیکسټال وایي حل یې ساده دی: ساعت مو په منظم ډول لیرې کړئ او پوستکی مو ومینځئ. که ټوله ورځ ساعت پر لاس کوئ، د پوستکي محافظتي کریمو کارولو سپارښتنه هم کوي.
د سترګو کمزوري کېدل
په وروستیو لسیزو کې د نژدې لید کمزوري (مایوپیا) په چټکۍ زیاته شوې ده او ډېری خلک فکر کوي چې لامل یې ټکنالوژي ده.
خو د امریکا د اوهایو ایالت پوهنتون د سترګو متخصص پروفیسور ډونالډ موتي وایي:
"دا ممکنه ده، خو هغه ډول نه چې خلک یې فکر کوي."
هغه وایي یوې اوږدمهالې څېړنې چې له شلو کلونو زیات دوام یې وکړ، وښوده چې د موبایل په څېر نژدې کارونو او مایوپیا ترمنځ مستقیمه اړیکه نشته.
خو څېړنې بل مهم حقیقت ښکاره کړ: په ازاده فضا کې وخت تېرول د سترګو لپاره محافظتي اغېز لري. د هغه په وینا، د بهر روښانه رڼا د سترګې د شبکیه (retina) څخه د ډوپامین ترشح هڅوي، چې دا د سترګو د ودې پر طریقې اغېز کوي.
ټکنالوژي په غیر مستقیم ډول خلک ډېر دننه فضا کې ساتي، نو په دې معنا کې د سترګو لپاره منفي اغېز لرلی شي.
هغه سپارښتنه کوي چې خلک باید ډېر وخت په بهر کې تېر کړي، چې دا نه یوازې د سترګو لپاره ګټور دی بلکې خوب هم ښه کوي. البته باید د لمر ضد کریم او عینکې وکارول شي.
کمزوري لاسونه
د لاس د ځواک (قبضې) قوت د عمومي روغتیا مهم شاخص ګڼل کېږي.
یوې څېړنې ښودلې چې د قبضې ځواک حتی د وینې فشار پرتله د ژر مړینې ښه وړاندوینه کوي. په ډېرو هېوادونو کې، په ځانګړي ډول د ځوانانو ترمنځ، د لاس ځواک کمېږي.
د جرمني د لاوسیتز طبي پوهنتون پروفیسور یوهانس بایلر وایي: "دا یوازې د لاسونو کمزوري نه ده، بلکې د راتلونکو نسلونو د روغتیا یو لومړنی نښه هم کېدای شي."
هغه زیاتوي چې د دفتر کار او اوږدې ناستې عادت د فزیکي فټنس د کمېدو یو مهم لامل دی.
سپارښتنه دا ده چې انسان باید د ټینس پر توپ د فشار راوړلو تمرین وکړي او د ۱۵–۳۰ ثانیو لپاره یې وساتي، خو یوازې د قبضې تمرین نه، بلکې عمومي ورزش مهم دی - یعنې جېم ته تلل.
د لاس او سترګو همغږي
ټکنالوژي د حرکي یا خوځښتي مهارتونو (motor skills) پر پرمختګ هم اغېز کوي، دا هغه مهارتونه دي چې د ذهن او بدن همغږي جوړوي.
د ریګنسبورګ پوهنتون د پرمختیایي ارواپوهنې پروفیسور سباستیان سوګیت وایي: "ټکنالوژي ښايي په کلېک کولو او سکرول کولو کې مهارت زیات کړي، خو په عمومي توګه د دقیقو حرکاتو مهارتونه کمزوري کولی شي."
په ځانګړي ډول په ماشومانو کې څېړنې ښيي چې د سکرین وخت زیاتوالی د حرکي مهارتونو له کمېدو سره تړاو لري، چې دا بیا د زدکړې او ذهني پرمختګ پر کیفیت اغېز کولی شي.
د هغه سپارښتنه دا نه ده چې سکرینونه بند شي، بلکې په ورځني ژوند کې باید قصدي عملي فعالیتونه شامل شي، لکه پخلی، لاسي کارونه، نقاشي یا د موسیقۍ زدکړه.
هغه وایي: "دا د نړۍ پای نه دی، اغېزې یې کوچنۍ دي، خو که ټولیز ډول وګورو، د نسلونو په کچه د فکر کولو او د واقعیت د درک په وړتیا کې بدلون راوستلی شي."