طالبان او نړۍ؛ له رسمیت پېژندنې پرته د اړیکو نوی پړاو

Taliban in Moscow

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

پنځه کاله وروسته له دې چې طالبان بېرته واک ته ورستانه شول، د افغانستان د طالبانو چارواکو له یو شمېر هېوادونو سره کاري او عملي اړیکې جوړې کړې دي، که څه هم د دوی حکومت په رسمي ډول په پراخه کچه نه دی پېژندل شوی.

روسیه لا هم یوازېنی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول په رسمیت پېژندلی او ډېرو لوېدیځو هېوادونو ویلي چې تر ورته اقدام مخکې غواړي په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې کورني اصلاحات وویني.

خو پر دې سربېره، ډېر هېوادونه د عملي اړتیاوو له امله له افغان چارواکو سره اړیکې او تعامل لري، چې برېتانیا او د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه هم پکې شامل دي.

د کابل په مرکزي برخه کې د بهرنیو چارو وزارت د لوړو دېوالونو هاخوا سفارتونه، د سفر ادارې په څنګ په څنګ کتار کې دي او د یوې هوايي کمپنۍ پر لوحه لیکل شوي: "موږ ټول سره نښتي یو."

که څه هم ډېر لږ افغانان بهر ته د سفر وس لري، خو د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په وینا، د دوی حکومت "له ټولو هېوادونو سره د اړیکو غوښتونکی دی".

د چارواکو په ډیپلوماتیکه تګلاره کې په کابل کې د بهرنیو استازو کوربه‌توب او بیا د هغوی د لیدنو عکسونه په پراخه کچه خپرول شامل دي. په دغو استازو کې د چین، جاپان، ترکیې، سعودي عربستان او برېتانیا استازي هم شامل وو.

مجاهد

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

مجاهد تېره میاشتې وویل: "د سیمې هېوادونه او زموږ ګاونډیان زموږ لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه زموږ اقتصادي اړیکې او ګټې پر هغوی پورې نژدې تړلې دي."

سږ کال د تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان، ازبکستان او قزاقستان چارواکي په کابل کې سره راټول شول، ځکه پر وچې پورې تړلې مرکزي اسیا د افغانستان له لارې د سوداګریزو لارو په لټه کې ده، چې له هغه ځایه سمندري لارو ته لاسرسی ومومي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د تګلارو د موندلو په یوه ټاکل شوې ډله کې شامله اریکا ګاسټن وايي، د سیمې هېوادونه د طالبانو له چارواکو سره په چلن کې "تل ډېر عملي" وو.

ګاسټن، چې د ملګرو ملتونو پوهنتون د پالیسۍ څېړنې په مرکز کې د شخړو د مخنیوي او د دوامدارې سولې پروګرام مشري کوي، وویل: "د سیمې د غړو هېوادونو ترمنځ دې واقعیت ته ډېره لېوالتیا موجوده وه چې ووايي: زموږ په سیمه کې همدا واقعیت دی او له هغوی سره تعامل حتمي دی."

"نه حل کېدونکې" مسئلې

 د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت په جولای میاشت کې وویل چې جرمني له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، د لومړي ځل لپاره یو افغان چې په کوم جرم نه و محکوم شوی، له هېواده ایستلی دی.

د امنیتي همغږۍ ترڅنګ، د طالبانو چارواکو د پولې هاخوا د زېربنايي پروژو هڅونه هم کړې، چې د هېواد نازک اقتصاد پیاوړی شي، په داسې حال کې چې افغانان د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله سخت ځپل شوي دي.

حکومت په نه‌اېستل شوو طبیعي سرچینو کې د موجود ظرفیت له امله د کانونو سکټور پراخ کړی او له ګاونډي چین او نورو ځایونو یې شرکتونه جذب کړي دي.

خو بهرني پانګوال لا هم د طالبانو د حکومت د محدود رسميت پېژندنې له امله اندېښمن دي، نو بهرنۍ پانګونې کمې پاتې دي. هغه اوازې هم چې ګواکې ایران به د روسیې په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني، حقیقت نه شوې.

له دې سره سره، ډېر طالبان چارواکي بهرنیو هېوادونو ته سفر کوي. د بېلګې په توګه، د طالبانو یوه پلاوي د جون په میاشت کې بروکسل ته سفر وکړ او هلته یې له ۱۵ اروپايي هېوادونو سره افغانستان ته د ناکامو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړې.

د اروپايي ټولنې یوه ویاند وویل: "هغه کسان چې په اروپا کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري، باید بېرته ولېږل شي."

جرمني په دې برخه کې مخکښ و. د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت د جولای په میاشت کې وویل چې جرمني له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، د لومړي ځل لپاره یو افغان چې په کوم جرم نه و محکوم شوی، له هېواده ایستلی دی.

افغان ښځې کابل کې

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، افغان ښځې لا هم ډېرو ځایونو ته له تګ منع دي، چې د ملګرو ملتونو ودانۍ هم پکې شاملې دي. دا بندیز تېره میاشت هم پر ځای و، سره له دې چې د ملګرو ملتونو د دوو ادارو مشران افغانستان ته تللي وو.

د ګاسټن په باور، د وخت په تېرېدو "ډېری هېوادونه مني چې دا اوسنی واقعیت دی، که څه هم دا هغه واقعیت دی چې هغوی یې نه خوښوي او نه یې تاییدوي".

خو ډېرو هېوادونو تر هغو د اړیکو له لا پراخولو ډډه کړې، چې په افغانستان کې بدلونونه وویني، په ځانګړې توګه د هغو قوانینو په اړه چې نجونې له ۱۲ کلنۍ وروسته له زد‌کړو منع کوي. خو د پالیسۍ د بدلون هېڅ نښه نه لیدل کېږي.

د جرمونو نړیوالې محکمې تېر کال د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه صادر کړل او هغوی یې د ښځو او نجونو د ځورونې له امله د بشریت ضد جرمونو په تور تورن کړل.

افغان ښځې لا هم ډېرو ځایونو ته له تګ منع دي، چې د ملګرو ملتونو ودانۍ هم پکې شاملې دي. دا بندیز تېره میاشت هم پر ځای و، سره له دې چې د ملګرو ملتونو د دوو ادارو مشران افغانستان ته تللي وو.

په کابل کې د ملګرو ملتونو یوه سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کولې، وویل چې پر طالبانو د اغېز کولو وړتیا "تر ډېره له موضوع سره تړاو لري".

سرچینې وویل: "ځینې مسئلې داسې دي چې نژدې نه حل کېدونکې ښکاري، خو ځینې نورې مسئلې بیا شته چې په هغو کې پرمختګ کولای شئ." هغې د بېلګې په توګه د افغانستان په ځینو برخو کې د نشه‌یي توکو پر ضد مبارزې او بشري مرستو ته د لاسرسي په برخه کې مثبتې اړیکې یادې کړې.

سیاسي واقعیت "بدل شوی" دی

هریش پارواتانېني

د عکس سرچینه، @DDIndialive

د عکس تشریح، هریش پارواتانېني وویل: "د افغانستان سیاسي واقعیت په تېرو پنځو کلونو کې بدل شوی، او د ملګرو ملتونو اوسنی بندیزي نظام باید دا بدلون په پام کې ونیسي."

سږ کال، کله چې افغانستان او پاکستان جګړې ته ولاړل او سلګونه ملکي وګړي ووژل شول، ګڼو هېوادونو د شخړې د درولو لپاره منځګړیتوب وکړ. چین له سلګونو ملکي تلفاتو وروسته د خبرو کوربه‌توب وکړ.

د ملګرو ملتونو په وینا، قطر، سعودي عربستان، عمان، ایران، ترکیه، ازبکستان او مالیزیا هم د جګړې د درولو په هڅو کې ښکېل وو.

هند، چې د پاکستان سخت سیال دی، له طالبانو حکومت سره خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي. نوي ډیلي تېر کال د بندیزونو معافیت ترلاسه کړ، څو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وکولای شي هند ته سفر وکړي.

په جون میاشت کې، په ملګرو ملتونو کې د هند استازي وړاندیز وکړ چې د هغو بندیزونو په اړه بیاکتنه ضروري ده چې د طالبانو پر لسګونو غړو لګېدلي دي، لکه د سفر بندیز، د شتمنیو کنګلول او د وسلو بندیز.

هریش پارواتانېني وویل: "د افغانستان سیاسي واقعیت په تېرو پنځو کلونو کې بدل شوی، او د ملګرو ملتونو اوسنی بندیزي نظام باید دا بدلون په پام کې ونیسي."

دغه ډیپلومات دا روښانه نه کړه چې نوې تګلاره باید څه ډول وي، خو لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو سرچینې وویل، له افغان حکومت سره تعامل "اوسنی وضعیت" دی.

هغې وویل: "هر څوک دا حقیقت مني چې افغانستان په اصل کې په بشپړه توګه د طالبانو د عملي واکمنو چارواکو په ولکه کې دی او ګڼې داسې مسئلې شته چې نړۍ او سیمه باید د حل لپاره له هغوی سره تعامل وکړي."