د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په تهران کې: مجتبی خامنه‌اي ته مې یو مهم پیغام راوړی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې تهران ته یې د خپل هېواد د مشرانو له لوري د یو ځانګړي لیک د سپارلو لپاره سفر کړی، چې د ایران مشر ته به یې ورسوي.

نوموړي په تهران کې ویلي چې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر پیغام "مهم" دی.

محسن نقوي د فارس خلیج کې د شخړو د زیاتېدو سره هممهاله ایران ته سفر کړی دی.

هغه د شنبې په شپه په تهران کې د خپل ایراني سیال اسکندر مومني سره وکتل.

نقوي د مې میاشتې په ۳۰مه هم په یوه اونۍ کې دویم ځل ایران ته تللی و او په دې سفرونو کې یې د ایران له ولسمشر، د پارلمان له رئیس، د بهرنیو چارو له وزیر او د کورنیو چارو له وزیر سره لیدنې کړې وې.

په همدې حال کې، د لبنان د پوځ قوماندان رودولف هیکل هم پاکستان ته تللی دی.

د لبنان پوځ ویلي چې دا سفر د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو د مشر عاصم منیر په بلنه ترسره شوی دی.

لبنان پوځ د دې سفر د موخو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو د پاکستان هغه هڅې چې غواړي د امریکا او اسرائیل جګړه له ایران سره پای ته ورسوي، په عملي ډول د لبنان له وضعیت سره هم تړل شوې بلل کېږي.

بل لور ته‌، د امریکا مرکزي قومانداني (سېنټکام) اعلان کړی چې نن مخکې یې دوه "ایراني بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکې" نسکورې کړې دي.

د هغوی په وینا دا ډرونونه د یو لوري د برید لپاره جوړ شوي وو او د هرمز په تنګي کې یې د نړیوال سمندري تګ راتګ امنیت ته ګواښ پېښاوه.

سېنټکام پر ایکس لیکلي چې امریکایي ځواکونه لا هم "په لوړ چمتووالي او هوښیارۍ" کې دي چې د هر ډول ایراني برید پر وړاندې دفاع ته دوام ورکړي.

تر دې وړاندې، سېنټکام د جمعې په ماښام ویلي وو چې څلور نورې ایراني بې‌پیلوټه الوتکې یې هم د همدې تنګي په لور توغولې دي او همدارنګه یې د ایران د ساحلي څار رادار مرکزونه هم په نښه کړي وو.

په ځواب کې، ایران ویلي چې د امریکا پر "پوځي تاسیساتو" یې په کویت او بحرین کې توغندي ویشتلي دي. له بلې خوا امریکایي پوځ ویلي چې شپږ بالستیک توغندي یې نسکور کړي او اوم توغندی خپل هدف ته نه دی رسېدلی.

تهران او اسلام‌اباد: فعاله ډیپلوماسي

د ایران خارګ ټاپو ته څېرمه د چاودنې غږ اورېدل شوی؛ اسرائیل وايي په تېرو دوو ورځو کې یې پر لبنان ۱۵۰ بریدونه کړي

په ایران کې د خبري سرچينو په وینا د دغه هېواد خارګ ټاپو ته څېرمه د يوې زورورې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

د اسلامي انقلابي ګارډ ساتونکو ويلي دا غږ د بهرګان په سيمه کې د چاودېدونکو توکو له منځه وړلو سره تړاو لري. د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو د عامه اړیکو دفتر ويلي، دلته مهمات له وروستۍ جګړې پاتې وو.

بهرګان د تېلو په بډايه بوشهر ولایت کې پرته سيمه ده او له خارګ له ټاپو شاوخوا ۶۰ کيلومتره لرې موقعيت لري.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې سپاه پاسدارن اعلان کړی و چې په کویت کې یې د امریکا هوايي اډه او په بحرين کې د امریکا د پنځمې بېړۍ تاسيسات توغنديو او ډرونونو بریدونو کې په نښه کړي دي.

د امریکا، کویت او بحرين پوځونو ويلي، ټول توغندي یې شنډ کړي دي.

بل پلو په ایران او خليج کې د شخړې د زياتېدو سره هممهاله د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي تهران ته سفر کړی او د ایراني رسنيو په وینا هلته یې د بهرنيو چارو د وزير عباس عراقچي په ګډون له ایراني چارواکو سره کتلي دي.

پاکستان د ایران او امریکا تر منځ خبرو کې د منځګړي رول لوبوي. د ایراني رسنيو په وینا محسن نقوي د ایران د روحاني مشر مجتبی خامنه يي لپاره پيغام لېږدوي.

محسن نقوي څه موده وړاندې هم ایران ته سفر کړی او هلته یې د ایران له ولسمشر، د پارلمان له مشر، د بهرنيو چارو وزير او د کورنيو چارو له وزير سره ليدلي وو.

اسرائیل وايي په تېرو دوو ورځو کې یې د لبنان په جنوب کې ۱۵۰ بریدونه کړي

د اسرائیلو پوځ وايي په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د لبنان په جنوب کې د حزب الله ډلې سره تړلیو ځايونو ۱۵۰ بریدونه کړي دي.

د لبنان په جنوب کې مېشتو د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو د لبنان د پوځ پر ګاډي د اسرائیلو برید چې دری سرتېري په کې وژل شوي غندلی دی.

د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو دا برید د لبنان له ځمکنۍ بشپړتيا "ستره سرغړونه" بللې ده.

د لبنان پوځ اسرائیل په "بې رحمه، قصدي او تکراري" يرغل تورن کړی او ويلي یې دي چې دا د تلپاتې اوربند د رامنځته کولو هڅې کمزورې کوي.

د روان کال د مارچ په لومړيو کې له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پيل راهيسې په لبنان کې له ۳۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې وويل، اسرائیل او لبنان موافقه کړې چې خپل نازک اوربند وغځوي او د لبنان دننه "څو ازمايښتي امنيتي زونونه" جوړ کړی چې د حزب الله ځواکونه به د ورتګ اجازه ونه لري.

په یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې دا موافقه د نورو شرایطو تر څنګ د ایران ملاتړي حزب الله ډلې له خوا د بریدونو "بشپړ بندېدو" پورې مشروط ده.