تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت: "افغانستان کې هېڅ بهرنۍ جنګي ډله نشته"
افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان او تاجکستان هغه تورونه بې بنسټه بللې چې ګواکې افغانستان د ګڼو ترهګرو ډلو لپاره په یوه خوندي ځای بدل شوی.
ښاغلي مجاهد د پاکستان او تاجکستان د کورنیو چارو وزیرانو د دغو تورونو او اندېښنو په غبرګون کې ویلي، "دا ډېر تکراري تورونه دي، دا هسې تبلیغ او پروپاګنډ دی چې افغانستان کې بهرنۍ ډلې دي، دلته هېڅ بهرنۍ ډله نشته."
ښاغلي مجاهد ټینګار کړی چې "ځواکونه یې په ټول افغانستان واک لري او هېڅ بهرنی وګړی د دوی له اصولو او مقراراتو سرغړونه نه شي کولی."
نوموړي ویلي افغانستان هڅه کوي چې د دغو هېوادونو اندېښنې لېرې کړي او په ټکو یې بیا بیا دا ډاډ ورکړل شوی چې "د افغانستان خاوره د هېچا خلاف نه کارېږي."
له دې یوه ورځ مخکې د شنبې پر ورځ د پاکستان او تاجکستان د کورنیو چارو وزیرانو د شانګهای د همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې په هغه څه اندېښنه ښودلې وه چې دوی "په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر پټنځایونو او د مخدره توکو د تولید پر ډېروالي" ډېروالی بللی و.
د بشکېک په دې ناسته کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د هغه تاجکستاني سیال رمضان رحیمزاده تور پورې کړی چې دا مهال "د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ۲۵ ترهګریزې ډلې فعاله دي چې د ټولې سیمې امنیت ګواښي."
دوی همداراز "افغانستان کې د ترهګریزو مرکزونو پر موجودیت او د مخدره توکو قاچاق" د ټولې سیمې لپاره خطر بللی دی.
د پاکستان او تاجکستان دا ګډې اندېښنې داسې مهال څرګندېږي چې اسلام اباد او دوشنبه دواړه د نورو ګاونډیانو برخلاف له کابل سره ښې سیاسي او ډيپلوماټیکې اړیکې نه لري.
د نورو ډلو ور ها خوا پاکستان تل تور پورې کوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک ډېری غړي افغانستان کې دي او له هغه ځایه پاکستان کې د بریدونو بندوبست کوي، تاجکستان بیا افغانستان کې د انصارالله ډلې، د خراسان داعش څانګې او مخدره موادو څخه ځان زیانمن بولي.
د پاکستان او افغانستان تر منځ د تېرو میاشتو مخامخ نښتو دا فضا لا ترینګلي کړي خو تاجکستان له ځینو اندېښنو سره سره په دې وروستیو کې په احتیاطي ډول کابل کې د طالبانو حکومت سره د خبرو اترو هڅه کړې.
تاجکستان د مرکزي اسیا، ایران، پاکستان او ځینو نورو عربي هېوادونو خلاف دوشنبه کې د افغانستان سفارت هم د طالبانو حکومت استازو ته نه دی سپارلی او لا هم دا استاوزلي د جمهوریت د وخت سفیر پر مخ وړي.