سویس کې د هغو دوه غر ختونکو مړي موندل شوي چې درې لسیزې پسې لټون کېده

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د سویس پولیسو ویلي، د هغو دوو بلجیمي نارینوو جسدونه موندل شوي، چې په ۱۹۹۲ کال کې د سویس په الپ غرونو کې ورک شوي وو.

د مړو دا جسدونه د یخچال د وېلې کېدو له امله د هغوی جسدونه راڅرګند شوي دي.

چارواکي وايي، یوه غره‌ ختوونکي د جولای په ۲۶مه د سویس د لوسرن ښار سوېل ته په ټریفټ یخچال کې دغه جسدونه وموندل.

وروسته د ډي ان اې DNA ازموینو تایید کړه، چې دا د هغو دوو غره‌ ختوونکو جسدونه دي، چې ۳۴ کاله وړاندې د وېسمیس غره ته نږدې ورک شوي وو.

د ورکېدو پر مهال یې عمرونه ۳۹ او ۴۱ کاله وو.

ډېر ساینسپوهان په سویس کې د یخچالونو چټک وېلې کېدل د اقلیم بدلون ته منسوبوي.

د سویس د یخچالونو د څار ادارې د معلوماتو له مخې، په تېره یوه لسیزه کې (۲۰۲۵ کال پورې) د سویس یخچالونه شاوخوا ۲۵ سلنه کوچني شوي دي.

د سویس د والېس سیمې پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي، د جسدونو تر موندل کېدو وروسته یې د راایستلو عملیات ترسره کړل او د پېژندنې لپاره یې د والېس د مرکز سیون ښار روغتون ته ولېږدول.

د وېسمیس غر، چې لوړوالی یې له ۴۰۰۰ مترو زیات دی، او هماغه سیمه ده، چې یاد دوه کسان پکې ورک شوي وو، د ساس درې یو مشهور د غره ‌ختنې ځای ګڼل کېږي.

سیمه ‌ییز چارواکي له ۱۹۲۵ کال راهیسې د ورکو شویو کسانو ثبت شوي معلومات لري.

د پولیسو په وینا، په دې نوملړ کې ډېری کسان په غرونو، سیندونو او نورو اوبو کې ورک شوي دي.

پولیسو زیاته کړه، دا لومړی ځل نه دی، چې د یخچالونو ویلې کېدل د هغو کسانو پاتې شوني رابېرسره کوي، چې څو لسیزې وړاندې ورک شوي وو.

په ۲۰۲۳ کال کې، د سویس د مشهور مېټرهورن غره ته نږدې په یوه یخچال کې موندل شوي انساني پاتې شوني د یوه جرمني غره ‌ختوونکي و، چې له ۱۹۸۶ کال راهیسې ورک و.

د کوپرنیکس د اروپايي کمېسیون د څار ادارې په وینا، د ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې په ټوله نړۍ کې د یخچالونو د کوچني کېدو بهیر چټک شوی، او له ۲۰۰۰ کال وروسته یې لا زیات سرعت موندلی دی.

دا بدلون په ځانګړي ډول په سویس کې ډېر څرګند دی.

د سویس د یخچالونو د څار ادارې د ۲۰۲۵ کال د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو د یخ د بې‌ ساري ضایع کېدو وروسته، په ۲۰۲۵ کال کې د یخچالونو کچه نوره هم ۳ سلنه راکمه شوې ده.

د نړۍ د اوسط تودوخې دوامدار زیاتوالی د سویس په لوړو غرنیو سیمو کې له وخته مخکې ګرمه هوا رامنځته کړې، او د واورې کمښت د دغه هېواد ځینې د سکي ځایونه او د سکي سیالۍ له ګواښ سره مخ کړې دي.