پاکستان د امریکايي سفیر پر هغو څرګندونو 'اعتراض' کړی، چې کشمیر یې د هند 'مهمه برخه' وباله

د امریکا سفیر سرجیو ګور او د جمو او کشمیر اعلیٰ وزیر عمر عبدالله

د عکس سرچینه، @USAmbIndia

د عکس تشریح، د امریکا سفیر سرجیو ګور او د جمو او کشمیر اعلیٰ وزیر عمر عبدالله
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

په هند کې د امریکا سفیر او د سویلي او منځنۍ اسیا لپاره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازي سرجیو ګور، د هند تر ادارې لاندې کشمیر ته د خپل سفر پر مهال کشمیر د ''هند یوه مهمه برخه'' وبلله او د سیمه ییزې ادارې فعالیتونه یې وستایل.

کشمیر او لداخ ته د سرجیو ګور دوه ورځنی سفر د هغه د ځانګړي دریځ له امله له ځانګړي اهمیته برخمن ګڼل کېده. خو د جمو او کشمیر له اعلیٰ وزیر عمر عبدالله سره تر لیدنې وروسته، نوموړي له خبریالانو سره په لنډو خبرو کې محتاط او نږدې بې پرې دریځ خپل کړ.

هغه وویل: ''کشمیر ته په راتګ ډېر خوښ یم، دا یوه ډېره ښکلې سیمه ده.''

نوموړي وویل، له عمر عبدالله سره یې لیدنه په دوستانه فضا کې ترسره شوه او پر بېلابېلو مهمو موضوعاتو خبرې وشوې.

هغه زیاته کړه: ''د دې خبرو د موضوعاتو په اړه باید په واشنګټن او نوي ډیلي کې نورې خبرې هم وشي، او لا هم زموږ د نورو لیدنو پړاوونه پاتې دي.''

په همدې ترڅ کې، عمر عبدالله دغه لیدنه د قناعت وړ وبلله او په خبره یې: ''طبعاً ځینې پخوانۍ او میراثي ستونزې شته چې د حل لپاره به یې په راتلونکي کې کار وشي. خو دغه خبرې به نه یوازې د سرګي ګور او واشنګټن ترمنځ، بلکې زما او نوي ډیلي ترمنځ هم دوام ومومي. موږ هیله لرو چې په راتلونکو کلونو کې به د امریکا او جمو او کشمیر اړیکې لا پراخې او ژورې شي.''

کله چې له سرجیو ګور څخه د کشمیر لپاره د امریکايي وګړو پر سفر لګېدلو محدودیتونو په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل چې دا محدودیتونه وخت په وخت بیا ارزول کېږي.

هغه وویل: ''دا یوه ډېره ښکلې دره ده. نوي ډیلي او سیمه ییزې ادارې د امنیتي وضعیت د ښه کولو او د دې سیمې د لا خوندي کولو لپاره د پام وړ کار کړی دی. زه به په دې اړه کومه لویه اعلامیه نه لرم، خو زما شخصي نظر دا دی چې د کشمیر اړوند سفري محدودیتونه باید نرم شي.''

د یادونې ده، چې په اټومي وسلو سمبالو ګاونډیانو هند او پاکستان د کشمیر پر سر دوه جګړې او یوه محدوده شخړه کړې دي.

د پاکستان 'احتجاج'

پاکستان د امریکايي سفیر د څرګندونو په تړاو د احتجاج لپاره د امریکا شارژدافیره بهرنیو چارو وزارت ته غوښتې وه.

د عکس سرچینه، MOFA

د عکس تشریح، پاکستان د امریکايي سفیر د څرګندونو په تړاو د احتجاج لپاره د امریکا شارژدافیره بهرنیو چارو وزارت ته غوښتې وه.

بل لور پاکستان په هند کې د امریکا د سفیر د جمو او کشمیر په اړه څرګندونو سخت اعتراض کړی او په اسلام‌ اباد کې یې د امریکا شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت ته وربللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د امریکا د سفیر له هغو څرګندونو سره یې رسمي احتجاج ثبت کړی، چې د هند تر ادارې لاندې کشمیر ته د سفر پر مهال یې جمو او کشمیر د هند یوه ''مهمه برخه'' بللې وه.

پاکستان د امریکا د سفیر دغه څرګندونې وغندلې او رد یې کړې. اسلام‌اباد ټینګار کړی چې جمو او کشمیر په نړیواله کچه یو لانجمنه سیمه ګڼل کېږي او د دې سیمې وروستۍ پرېکړه لا هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اړوندو پرېکړه‌لیکونو او د کشمیري ولس د غوښتنو له مخې نه ده شوې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په وینا، امریکايي شارژدافیر ته سپارل شوي احتجاجي لیک کې یادونه شوې چې د امریکا د سفیر څرګندونې د کشمیر د مسئلې په اړه د متحده ایالاتو له اوږدمهاله او مستندو دریځونو سره سمون نه خوري. پاکستان دغه راز ویلي چې دا دریځ د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور د حاکمیت په اړه د امریکا له اعلان شویو ژمنو سره هم په ټکر کې دی.

په اعلامیه کې راغلي چې پاکستان د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغې وړاندیز شوي منځګړیتوب هرکلی کړی چې د پاکستان او هند ترمنځ یې د کشمیر پر مسئله د منځګړي رول وړاندیز کړی و. خو پاکستان ټینګار کړی چې امریکايي چارواکي باید ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی عامه څرګندونې د جمو او کشمیر له متنازع حیثیت سره سمون ولري.

د امریکا سفیر په دووه ورځني سفر کشمیر ته تللی و.

د عکس سرچینه، @OmarAbdullah

د عکس تشریح، د امریکا سفیر په دووه ورځني سفر کشمیر ته تللی و.

د جمو او کشمیر پر سر د پاکستان او هند ترمنځ له اوږدې مودې راهیسې ترینګلتیا موجوده ده. په همدې حال کې، سرینګر ته د امریکا د سفیر سرجیو ګور سفر او هغه څرګندونې چې پکې یې جمو او کشمیر د هند برخه بللې، نوې بحثونه راپارولي دي.

په وروستیو میاشتو کې د امریکا او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو تاثر رامنځته شوی و، خو ځینې شنونکي باور لري چې سرینګر ته د امریکايي سفیر سفر او د هغه څرګندونې د پاکستان لپاره یو ډیپلوماتیک ګوزار ګڼل کېدای شي.

د نړیوالو چارو کارپوه او د "انډو پیسیفک سلوشنز" بنسټګر ډېریک جي ګراسمین د جمو او کشمیر د اعلیٰ وزیر عمر عبدالله د اېکس یوه پوسټ له شریکولو سره لیکلي: ''جمو او کشمیر ته د سفیر سرجیو ګور سفر د هند لپاره یو مهم او هیله بښونکی پیغام دی، که څه هم ستونزه دا ده چې د هغه مشر د پاکستان په اړه بل ډول نظر لري.''

امریکايي خبریالې کېټلن ډورنبوس په اېکس کې د امریکايي سفیر د څرګندونو په اړه ویلي چې د امریکا رسمي پالیسي باید د یوه سفیر له انفرادي څرګندونو سره برابره ونه ګڼل شي. د هغې په وینا، واشنګټن لا هم د کشمیر حیثیت یو نه حل شوی موضوع ګڼي.

د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر پخواني ولسمشر مسعود خان په خپل غبرګون کې لیکلي: ''په سرینګر کې د امریکا د سفیر ګور څرګندونې د جمو او کشمیر د تاریخ او اوسني وضعیت په اړه د کافي پوهې د نشتوالي څرګندونه کوي. د هغه له سفر مخکې باید نوموړي ته د کشمیر په اړه د امریکا د خپلې پالیسۍ او د دې شخړې په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نافذو پرېکړه لیکونو په اړه معلومات ورکړل شوي وای.''

نوموړي زیاته کړې: ''جمو او کشمیر د هند برخه نه ده، او دا موضوع اوس هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په فعاله اجنډا کې شامله ده. د هند او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د پوځي څارنې ماموریت (UNMOGIP) لا هم هلته فعالیت لري. د جمو او کشمیر د راتلونکې په اړه پرېکړه به د دې سیمې خلک د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو له مخې کوي.''

د ډیپلوماتیکو چارو خبریال کامران یوسف په اېکس کې لیکلي چې لکه څنګه چې تمه کېده، پاکستان په اسلام‌اباد کې د امریکا شارژدافیر وربللی او د امریکا د سفیر سرجیو ګور د هغې وینا پر ضد یې سخت احتجاج ثبت کړی چې پکې یې جمو او کشمیر د ''هند برخه'' بللی و.

د کامران یوسف په وینا، دا پرمختګ ځکه مهم دی چې واشنګټن ته د منسوبو څرګندونو په اړه د پاکستان له لوري د یوه لوړپوړي امریکايي ډیپلومات رسمي احضار نسبتاً کم لیدل کېږي.

هغه ویلي چې دا ګام د کشمیر د شخړې په اړه د امریکا په دریځ کې د احتمالي بدلون د انګېرنې په وړاندې د اسلام‌اباد حساسیت او جدي دریځ څرګندوي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې ولسمشر ټرمپ څو ځله د هند او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.

کامران یوسف دغه راز لیکلي چې دا موضوع ښيي چې پاکستان، سره له دې چې د ټرمپ ادارې سره نږدې اړیکې لري، د داسې لانجمنو څرګندونو له پامه غورځولو ته چمتو نه دی.

بلخوا، اتریشي - بلغاریايي جیوپولیټیک کارپوهې ویلینا چاکارووا دا پرمختګ د سیمې د پراخې سیاسي فضا په رڼا کې ارزولی دی. هغې په اېکس کې لیکلي چې پاکستان په ایران کې د منځګړیتوب رول او له سعودي عربستان او ترکیې سره د دفاعي همکاریو له امله ځان نسبتاً ډاډمن احساسوي، خو په لویه جیوپولیټیکه لوبه کې پرېکړه کوونکی رول د سترو نړیوالو قدرتونو په لاس کې وي.

د هغې په وینا: ''په دې قضیه کې داسې ښکاري چې امریکا د نویو ائتلافونو او د سیمې د بدلېدونکې جیوپولیټیکې فضا په رڼا کې د هند تر څنګ ولاړه ده.''

کشمیر د ځینو خلکو لخوا د "هند سویټزرلنډ" بلل کېږي، ځکه چې دا سیمه د خپلو شنو او زرغونو کروندو، پراخو غرنیو منظرو او زړه راښکونکو طبیعي ښکلاوو له امله مشهوره ده.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، کشمیر د ځینو خلکو لخوا د "هند سویټزرلنډ" بلل کېږي، ځکه چې دا سیمه د خپلو شنو او زرغونو کروندو، پراخو غرنیو منظرو او زړه راښکونکو طبیعي ښکلاوو له امله مشهوره ده.

د کشمیر پر سر لانجه څومره پخوانۍ ده؟

کشمیر له قومي او کلتوري پلوه یوه متنوعه سیمه ده چې د خپلو ښکلو جهیلونو، شنو څړځایونو او واورو پوښلو غرونو له امله مشهوره ده.

ان له هغه مخکې چې هند او پاکستان د ۱۹۴۷م کال د اګست په میاشت کې له برېتانیا خپلواکي ترلاسه کړي، پر دې سیمې سختې شخړې او سیالۍ روانې وې.

د هند د خپلواکۍ د قانون له مخې د وېش (Partition) په پلان کې کشمیر چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان وو، اختیار درلود چې یا له هند سره یوځای شي او یا له پاکستان سره.

د کشمیر مهاراجه (ځايي واکمن) هري سنګ په پیل کې غوښتل چې کشمیر یو خپلواک هېواد پاتې شي. خو د ۱۹۴۷م کال په اکتوبر کې یې پرېکړه وکړه چې له هند سره یوځای شي، او په بدل کې یې د پاکستان له لوري د قبایلي وسله والو د یرغل پر وړاندې د هند پوځي مرسته ترلاسه کړه.

یوه جګړه ونښته او هند له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې مداخله وکړي. ملګرو ملتونو سپارښتنه وکړه چې د یوې ټولپوښتنې له لارې دې پرېکړه وشي چې ایالت به له هند سره یوځای کېږي که له پاکستان سره. خو دواړه هېوادونه ونه توانېدل چې د ټولپوښتنې له ترسره کېدو مخکې د سیمې د بې وسلې کولو په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي.

د ۱۹۴۹م کال په جولای کې هند او پاکستان د ملګرو ملتونو د سپارښتنې له مخې د اوربند د کرښې (Ceasefire Line) د رامنځته کولو تړون لاسلیک کړ، او له هغه وروسته سیمه په دوو برخو ووېشل شوه.