یوناني پولیس: یوه سړي منلې چې د ورکې شوې سکاټلنډۍ ښځې جسد یې په بکس کې لېږدولی

د الیزابت جېن راس دا عکس ۲۰۱۵ کال کې اخیستل شوی

د عکس سرچینه، Facebook

د عکس تشریح، د الیزابت جېن راس دا عکس ۲۰۱۵ کال کې اخیستل شوی
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

یونان کې پولیس وايي یوه سړي منلې چې د یوې وژل شوې سکاټلنډۍ ښځې جسد یې په یوه بکس کې یوې متروکه ودانۍ ته لېږدولی و.

۳۸ کلنه الیزابت جېن راس له ورکېدو څو ورځې وروسته، د نوموړې مړی د جولای ۱۸مه د اتن په کیپسېلي (Kypseli) سیمه کې وموندل شوه.

ځايي پولیسو د امریکا، بریتانیا او سکاټلنډ له چارواکو سره په همکارۍ پلټنې پیل کړې او اوس وايي چې یو ۲۶ کلن سړی یې نیولی دی. بي‌بي‌سي ته معلومه شوې چې نیول شوی سړی د افغانستان دی.

پولیسو ویلي هغه د پنجشنبې پر ورځ د پولیسو مرکزي دفتر ته وروستل شوی و او "دا کار یې منلی دی."

هغه د وژنې، غلا او د وسلو اړوندو جرمونو په شک نیول شوی خو لا معلومه نه ده چې د یونان د قانوني بهیر له مخې به له کومو تورونو سره مخامخ شي.

پولیس وايي راس، چې کورنۍ یې لیزا بلله، د جون پر ۲۶مه یونان ته ورغلې او د جولای تر ۱۰مې پورې یې په پیرایوس سیمه کې استوګنه درلوده.

هغې وروسته د اټیکا سیمې یوه نامعلوم ځای ته سفر کړی و.

پولیسو د پلټنو او د ویډیويي ثبتونو له څېړلو وروسته وویل، دا قضیه له یو ۲۶ کلن سړي سره تړاو لري.

د الیزابت مړی په یوه بکس کې یوې متروکه ودانۍ کې وموندل شو

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د الیزابت مړی په یوه بکس کې یوې متروکه ودانۍ کې وموندل شو

د پولیسو په وینا، دغه سړي د لېزا جسد په یوه بکس کې دې متروکه ودانۍ ته لېږدولی او وروسته یې د هغې له بانکي کارتونو پیسې ایستلې دي.

پولیسو ویلي چې د دغه سړي د کور د تلاشۍ پر مهال یوه تقلبي تومانچه او یوه چاړه کشف او ضبط شوي دي.

لېزا په پیل کې د اتن له مرکزه شاوخوا ۹.۵ کیلومتره لوېدیځ لور ته په کیراتسیني سیمه کې له خپلو یوناني ملګرو سره اوسېده.

هغې خپلو ملګرو ته ویلي وو چې د جولای پر ۱۵مه کیپسېلي ته ځي، چې امریکايي ملګري یا اشنايان یې پکې اوسي.

یوناني پولیسو د شنبې پر ورځ وویل چې دوی د زهري موادو د ازموینې (ټوکسیکولوژي) پایلې څېړي، چې د هغې د مړینې لامل کړي.

پولیسو زیاته کړې، چې په دې تړاو معلومات ښايي "په څو راتلونکو ورځو کې" څرګند شي.

د دغو ازموینو د پایلو معلومېدل د قضیې پېچلتیا او د عدلي طب پر لابراتوارونو کاري فشار ته په کتو له څو اوونیو تر څو میاشتو پورې وخت اخیستی شي.

پولیس دا هڅه هم کوي چې د لیزا امریکايي ملګري ومومي، چې د دوی په وینا هغوی هم په کیپسېلي سیمه کې اوسېدل.

An abandoned building with missing windows is covered in graffiti

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د الیزابت مړی په دې ودانۍ کې موندل شوی

د سکاټلنډ لومړي وزیر جان سویني دغه قضیه ډېره "خواشینوونکې" بللې ده.

د سکاټلنډ حکومت یوه ویاند وویل:

"دا د الیزابت جېن راس کورنۍ لپاره خورا دردناکه او ستونزمنه دوره ده، او مهمه ده چې د روانو پلټنو پر مهال د هغوی شخصي حریم ته درناوی وشي."

دوی زیاته کړې چې د سکاټلنډ حکومتي چارواکي د لیزا له کورنۍ او د بریتانیا له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې دي، چې ډاډ ترلاسه کړي چې هغوی ته اړینه مرسته برابره شي.

یادونه:

په دغه راپور کې مخکې ویل شوي وو چې یوناني پولیسو ویلي شکمن کس د الیزابت جېن راس د وژنې اعتراف کړی دی. دا برخه وروسته له هغې بدله شوه چې نور معلومات ترلاسه شول. اوس پولیس وايي چې نیول شوي کس د جسد د لېږدولو اعتراف کړی، نه د هغې د وژنې.