د ایران او عمان ګډه اعلامیه: یوه شریکه کمېټه به د هرمز تنګي راتلونکي مدیریت موضوع وڅېړي

هرمز تنګی

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

ایران او عمان په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، د بېړیو نړیوال تګ راتګ لپاره د یوې پرانیستې او سوله ییزې لارې په توګه د هرمز تنګي ساتنې ته ژمن دي او په ورته مهال یې په هرمز تنګي کې د سمندري اوبو پر سر د خپل حاکمیت او حاکمیتي حقونو ټینګار کړی.

دواړو هېوادونو په دې ګډه اعلامیه کې ویلي، په راتلونکي کې د هرمز تنګي سمندري لارې مدیریت او په دې سیمه کې د خدمتونو لګښتونو ارزونې چارې به یوې مشترکې کمېټې ته وسپارل شي.

دا اعلامیه په مسقط کې د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ له لیدنې وروسته خپره شوې.

د یادونې ده، چې په سویټزرلنډ کې د ایران او امریکا خبرو وروسته د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د ایران مرکچي پلاوي مشر محمد باقر قالیباف عمان ته لاړل او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر بدر بوسعیدي او د عمان له پاچا سلطان هیثم بن طارق سره یې خبرې وکړي.

پاکستاني چارواکو د ایراني ولسمشر هرکلی وکړ.

د عکس سرچینه، PID

د عکس تشریح، پاکستاني چارواکو د ایراني ولسمشر هرکلی وکړ.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په رسمي سفر پاکستان ته تللی دی. پاکستاني چارواکو په هوايي ډګر کې د ښاغلي پزشکیان هرکلی وکړ.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس (تسنیم) په رپوټ کې ویل شوي، ښاغلي پزشکیان نن سې شنبه (جون ۲۳مه) پاکستان ته له روانېدو مخکې د امریکا او ایران ترمنځ خبرو کې د پاکستان د رول ستاینه کړې.

د تسنیم په رپوټ کې د ښاغلي پزشکیان له قوله ویل شوي، چې د اسلام اباد هڅې 'پام وړ' وې.

په دې رپوټ کې د ښاغلي پزشکیان له قوله دغه راز ویل شوي، چې د دې سفر هدف نه یوازې د پاکستان د همکارۍ ستاینه ده، بلکې له امریکا سره د شوې هوکړې ارزونه هم ده، چې یقیني شي د دغه تفاهم لیک پر ټولو جزییاتو له نړیوالو قوانینو او د ایران له جائزو حقونو سره سم عمل وشي.

پزشکیان زیاته کړې، د تفاهم لیک پلي کېدل د ډېری سیمه ییزو ننګونو په کمولو کې مرسته کولای شي او په داسې وضعیت کې ډېر ټیکاو رامنځته کولای شي، چې د یو شمېر اسلامي هېوادونو پر ضد د اسرائیل یرغل دوام لري.

د ایران او پاکستان تر منځ د اقتصادي راکړې ورکړې پراختیا هم د دې سفر له هدفونو یو بلل شوی.

پاکستان د ایران او امریکا تر منځ د خبرو لړ کې یو مهم منځګړی و.

په ورته مهال د ایران د پارلمان مشر محمد قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له سویټزرلنډ نه تر ستنېدو وروسته عمان ته روان شوي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، قالیباف او عراقچي د ''هرمز تنګي د انتظامي چارو'' په اړه د خبرو او د دوه اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره مسقط ته تللي دي.

د ارنا خبري اژانس په وینا، محمد قالیباف به د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره یو ځای د عمان له سلطان هېثم بن طارق سره لیدنه وکړي۔

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ایران او امریکا د هوکړې یو کاپي په لاس کې نیولې

د عکس سرچینه، Government of Islamabad / Handout/Anadolu via Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ خبرو کې یو منځګړی و.

په سویټزرلنډ کې د امریکا او ایران د خبرو په ترڅ کې هم د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د دې هېواد د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر حضور درلود.

ښاغلي شریف همدا نن وویل، چې په سویټزرلنډ کې د امریکا او ایران تر منځ د اسلام اباد تفاهم یادښت په چوکاټ کې د خبرو لومړی پړاو په مثبت او رغنده چاپېریال کې پای ته ورسېد.

له دې مخکې پر دوشنبه په یوه ګډه اعلامیه کې، دواړو منځګړو قطر او پاکستان وویل چې د سويټزرلنډ په بورګېن‌سټوک تفریحځای کې د خبرو له لومړي پړاو وروسته متحده ایالاتو او ایران موافقه کړې ده چې "یوه داسې لار نقشه رامنځته کړي چې د ۶۰ ورځو په موده کې وروستۍ هوکړې ته ورسېږي".

د امریکا د ولسمشر انځور - اسماني رنګه کرتۍ، سپین یخنقاق او ورسره سره نیکټایي یې اغوستې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر

پاکستان ته د ایران د ولسمشر له سفره مخکې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ترمپ ویلي، د ایران ځینې کنګل شوې شتمنۍ یې ازادې کړې دي.

هغه همدا راز سویس کې له ایران سره د مذاکراتو د لومړي پړاو له پایلو هم رضایت ښودلی دی.

د امریکا ولسمشر ویلي: "تېره شپه د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه ازاده شوه او ټاکل شوې دغه پیسې د خوارکي توکو اخیستلو لپاره وکارول شي."

نوموړی وایي، دغه خوارکي توکي به په ځانګړې توګه له متحدو ایالتونو او امریکايي کروندګرو پېرل کېږي.

"غلې دانې، سویا او هر څه ته چې اړتیا لري، زموږ له کروندګرو به پېرل کېږي. نو زموږ بزګران ډېر خوښ دي. ډېرې اړېکې راسره نیول شوې چې ښيي، هغوی له دې موضوع ډېر راضي دي."

هممهاله د ایران د مرکزي بانک ریییس عبدالناصر همتي ویلي چې د دغو لومړیو "شپږ میلیارد ډالرو" د کارېدو څرنګوالی د هغه هوکړې د منځپانګې له مخې ټاکل شوی چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د امریکا او ایران ترمنځ لاسلیک شوې وه.

هغه په دې لړ کې د لومړنیو اړتیا توکو او درملو یادونه کړې.

د ښاغلي همتي اشاره ظاهرآ هغې هوکړې ته ده چې د جو بایډن د حکومت پر مهال د ۵ امریکايي اتباعو د ازادېدو بدل کې پر سویلي کوریا د تېلو د پلور له درکه د ایران د ۶ میلیارد ډالرو کنګل شوې شتمنې د ازادېدو لپاره شوې وه.