د افغانستان په وړاندې د پاکستان سیاست

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د پاکستاني طالبانو او د جماعت الاحرار په څير نورو ډلو چې ورته ایډیالوژي او عملیاتي تګلارې لري، په خپلو پرلپسې بریدونو، اسلام اباد یې په "درېیو ډګرونو کې" له ستونزو او سختو غوراویو سره مخامخ کړی دی.

پاکستان له یوې خوا په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په خبرو کې کومې پایلې ته ونه رسېد، له بلې خوا په پرلپسې ډول د بریدونو له ډېروالي سره مخامخ شوی دی.

د یوې څيړنې له مخې له ۲۰۲۲ کال څخه تر ۲۰۲۴م کاله پورې یعنې په څلورو کلونو کې پاکستان کې "سل ځانمرګي بریدونه" شوي دي.

دغو بریدونو کې د پاکستاني طالبانو تر څنګ ۱۲ "اسلامپاله" ډلو لاس درلود.

درېیمه دا چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روغې جوړې د هڅو لږ تر لږه پنځه پړاوه خبرې بې پایلې ختمې شوې.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو خرابېدو او جګړې سره بیا د سیمې ځینې هېوادونه لکه سعودي عربستان، قطر، ترکیه او چین د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د خبرو کوربانه شول.

خو په هر پړاو کې دواړو خواوو یو بل تورن کړل او خبرې بې پایلې ختمې شوې.

دې وضعیت ته په کتو ښکاري چې پاکستاني پوځ "نوې تګلاره" غوره کړې داسې چې په پاکستان کې د هر برید پړه پر افغانستان اچوي اود تل په څېر ادعا کوي چې "دا برید د هند په مرسته افغانستان کې تنظیم شوی دی."

هغه ادعا چې کراچۍ کې له وروستي برید وروسته سملاسي پاکستاني لوري وکړه او په بله ورځ یې د افغانستان په درېیو ولایتونو کې هوایي بریدونه وکړل.

د پاکستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عطاالله تارړ په تېرو شپږو میاشتو کې څو ځلې په پاکستان کې د بریدونو مسول افغانستان ګڼلی دی.

نوموړي په افغانستان کې د تېرې شپې له بریدونو وروسته د دوشنبې پر ورځ ( جون ۲۹مه ) یو ځل بیا وویل چې کراچۍ کې د شوي برید په غچ کې، په افغانستان کې ځینې هدفونه په نښه شوي دي.

ښکاري چې پاکستان اوس پرېکړه کړې چې د خپلو هدفونو ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت‌ پوځي فشار راوړي.

هغه هدفونه چې ظاهرا د خبرو له لارې ترلاسه نه شول.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په ځلونو د پاکستان ادعاوې بې بنسټه بللې دي او په ټینګار سره یې ویلي چې "د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ضد" نه کارول کېږي.

د طالبانو حکومت د افغانستان په خاوره کې "د پاکستاني طالبانو فعالیتونه" هم رد کړي دي.

د طالبانو حکومت ویلي، اسلام اباد باید په خپل هېواد کې د ناامنیو په کرارولو کې د خپلې کمزورۍ پړه پر افغانستان وا نه چوي.

په افغانستان کې د پاکستان بیا بیا بریدونو ته په کتو په اسلام اباد کې ازاد خبریال او د چارو شنونکی طاهر خان وايي، پاکستان کې د امنیتي وضعیت له خرابیدو او د ډېپلوماسۍ له ناکامېدو سره په دغه هېواد کې ویل کېږي چې نور پاکستان " له افغانستان سره د صبر پر بنسټ ولاړه تګلاره مخ ته نه وړي."

ښاغلی خان وايي، اسلام اباد په دې تګلاره عمل پیل کړی او په پاکستان کې د هر برید غچ له افغانستانه اخلي.

د طاهر خان په ټکو په افغانستان کې د پاکستان په بریدونو کې که څه هم د ولسي خلکو مرګژوبله څو ځلې مستند شوې خو د اروپايي ټولنې او ځينو نورو ملګرو هېوادونو چوپتیا اسلام اباد ته لا لوی لاس او حوصله ورکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د برېتانیا حکومت یوه استازي او د اروپايي کمیسیون مشرې په دې وروستیو کې ویلي " پاکستان د خپل دفاع حق لري."

دې دریځونو افغانستان کې د پخواني حکومت چارواکو غبرګونونه هم پارولي وو.

طاهر خان وايي افغانستان کې د پاکستان پر بریدونو اوس په دغه هېواد "پاکستان" کې غبرګونونه د نشت په حساب دي.

کراچۍ کې د تېرې شنبې په شپه د پاکستان په رېنجرز امنیتي ځواکونو د برید مسولیت جماعت الاحرار ډلې واخېست.

ویل کېږي دغې وسله وال برید کې لږ تر لږه درې پاکستاني سرتېري او درې برید کوونکي وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ دا هم ویلي چې څلورم بریدګر یې په ټپي حالت کې نیولی او ادعا یې کړې چې یو" افغان" دی.

له دې مخکې د روانې جون میاشتې په نهمه نېټه هم پاکستاني ځواکونو د خوست په سپېره، د پکتیکا په برمل او د کونړ په شلتن کې هوايي بریدونه کړي وو.

د طالبانو د رپوټ له مخې په هغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل شوي وو.

له څيړنو وروسته افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما هم د ۱۳ ولسي وګړو وژنه تایید کړې وه.

د جون میاشتې په ۱۹مه بیا د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې بې پیلوټه الوتکو یې د بلوچستان په ګلستان او شکراب او د خیبر پښتونخوا په قمبرخېلو سیمه کې د "داعش" پر پټنځایونو بریدونه کړې دي.

د دوشنبې شپې له وروستیو بریدونو مخکې هم د پاکستان پوځ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له ډلې یې قندهار، ننګرهار او ان پلازمینه کابل کې بریدونه کړي دي. په بدل کې یې د طالبانو حکومت هم د غچ اخېستونکو بریدونو ویلي او په ټکو یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو او ان راولپنډۍ او پښتونخوا کې یې خپل اهداف ویشتي دي.

پاکستان وايي له افغانستان څخه یې غوښتنه دا ده چې خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ ته پټنځایونه او امکانات ورنکړي خو په بدل کې یې افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا بیا ویلي چې هیچاته د کوم هېواد په خلاف د خپلې خاورې د استفادې اجازه نه ورکوي. د پاکستان د دغې ادعا په بدل کې د طالبانو حکومت هم پاکستان د دوی د سیاسي مخالفینو او " داعش" پر پاللو تورن کړی دی.

د ۲۰۲۵م کال په وروستیو کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د تاوتریخوالي له ډېروالي سره یو شمېر هېوادونو له ډلې یې سعودي عرب، قطر، ترکیې او چین د خبرو له لارې د کابل او اسلام اباد تر منځ د ډېپلوماسۍ له لارې د ستونزو د حل هڅه وکړه خو داسې ښکاري چې دغو ټولو هڅو تر اوسه د پام وړ پایله نه ده ورکړې که څه هم له وروستۍ حملو مخکې د دواړو هېوادونو تر منځ تاوتریخوالی تر یوې کچې کم شوی برېښیده.