د نجونو پر زدکړو بندیز؛ 'تر هغه چې زه ژوندی یم، د زدکړې لاره به درته پیدا کوم'

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
افغانستان کې اېاېفپي چې له کوم پلار سره هم د نجونو د زدکړو د هغه بندیز په اړه خبرې کړې چې له لومړني ښوونځي وروسته یې د پر لوڼو د زدکړې ور تړل شوی، هغه د ناهیلۍ له امله ژړغونی شو.
په دې راپور کې چې په ټول هېواد کې له بېلابېلو کورنیو سره مرکې شوې دي، څرګندوي چې د دې بندیز له امله کورونو کې د ننه روان درد او کړاو ډېر ژور دی. ان ډېر مذهبي پلرونه هم د دې پرېکړې په اړه پوښتي او منطقي توجیه غواړي.
د طالبانو چارواکي دا بندیز ــ چې په نړۍ کې د خپل ډول یوازېنی بندیز دی ــ د خپل تفسیر پر بنسټ د اسلامي شریعت له مخې توجیه کوي.
خو یوه مذهبي پلار وویل: "تاسو به هېڅکله په قرآن کې پیدا نه کړئ چې زدکړه یوازې د نارینهوو لپاره ده."
بل پلار، چې د امنیت په ټینګښت او د فساد په کمولو کې یې د طالبانو حکومت وستایه، وویل چې د نجونو د زدکړو د بندیز لپاره "هېڅ مناسبه توجیه نه شي موندلای".
ټولو هغو نارینهوو ــ چې په راپور کې یې هویت خوندي ساتل شوی ــ د دې بندیز له امله رامنځته شوی عاطفي کړاو بیان کړ. پلرونه د خپلو هوښیارو او نهیلې شویو لوڼو د راتلونکي لپاره په څه اړه فکر کوي.
تېر کال د ملګرو ملتونو په یوه سروې کې له هرو لسو افغان نارینهوو نهو ویلي وو چې د نجونو لپاره منځنۍ زدکړې مهمې دي. نژدې دوه پر درېیمه برخې یې دا هم ویلي وو چې د پلار له خوا د خپلې لور د زدکړو ملاتړ کول "دیني ثواب" لري.
ځینې نارینه د دې بندیز پر ضد د اعتراض له امله زنداني شوي دي.
د طالبانو له بېرته واک ته رسېدو وروسته، د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې نجونې له منځنیو ښوونځیو منع شوې او د همدې کال په وروستیو کې پوهنتونونه هم د ښځینه زدکوونکو پر مخ وتړل شول.
د طالبانو حکومت د دې بندیز په اړه د راپور د چمتو کوونکو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.
چارواکي ټینګار کوي چې دا بندیز لنډمهالی دی. خو له څلورو کلونو د ډېر وخت تېرېدو وروسته، ملګري ملتونه اټکل کوي چې "لږ تر لږه یو میلیون نجونې په مستقیم ډول د منځنیو زدکړو د محدودیتونو له امله اغېزمنې شوې دي".
له وېرې د ډکې ورځې راتګ

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
انجنیر احمد ــ چې مېرمن یې د منځني ښوونځي د ریاضیاتو ښوونکې ده او اوس د تدریس اجازه نه لري ــ وویل چې هېڅکله یې تصور نه کاوه "یوه ورځ به زما لوڼې بېسواده شي."
د څلورو لوڼو پلار وویل، په "شپږم ټولګي کې زدکړه درول" به هغوی د "۲۱مې پېړۍ" د اړتیاوو لپاره په عملي توګه "بېسواده" پرېږدي.
هغه وویل: "زه او مېرمن مې هره ورځ او هره شپه... هغې شېبې ته نژدې کېږو چې زموږ لوڼې به اړې شي په کور کې پاتې شي."
د هغه مشره لور لومړنۍ دوره پای ته نژدې کوي، خو په شمالي ښار کې د پټو کورسونو لګښت د ده له معاشه له نیمايي ډېر دی؛ له همدې امله هغه د وتلو پرته بله لاره نه ویني.
احمد پخوا په یوه نړیوال سازمان کې کار کاوه او کورنۍ یې متحده ایالاتو ته د انتقالېدو پر ښه مسیر روانه وه، خو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د دې لارې تر تړل کېدو وروسته دغه پلان په سېند لاهو شو.
سره له دې چې اروپايي هېوادونه په منظم ډول پر افغانستان د ښځو د محدودولو له امله نیوکه کوي، سویډن، ډنمارک او جرمني هم دغې کورنۍ ته د ویزو له ورکولو ډډه کړې ده.
۴۰ کلن احمد وویل: "ماشومان نه پوهېږي چې موږ خپله هیله له لاسه ورکوو." هغه زیاته کړه چې په غیرقانوني ډول وتل "ډېر خطرناک" دي.
ماشومان یې "هره ورځ" پوښتي: "موږ به کله ځو؟"
دوی هڅه کوي هره ممکنه لاره وکاروي چې د ماشومانو روحیه لوړه وساتي. د ده مشره لور ښايي د خپل وروستي کال په ازموینو کې د هډوکي له ماتېدو وروسته ناکامه شي.
احمد وویل: "هغه خپه وه، خو ما ورته وویل: که بیا دې صنف تکرار کړې، نو یو کال به نوره هم په ښوونځي کې یې."
هغوی بهر ته نه شي تللی

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
محمد، چې د کابل ولایت په یوه کوچنې مېنه کې ډاکټر دی، وویل چې تل یې هیله لرله چې خپلې دوې لوڼې د نړۍ له غوره پوهنتونونو په یوه کې شاملې کړي.
هغه وویل: "د افغانستان د پرمختګ لپاره موږ ښځو ته اړتیا لرو، نه یوازې د کور لپاره."
د هغه دوې لوڼې، چې ۱۲ او ۱۴ کلنې دي، د لومړني ښوونځي په وروستي کال کې دي. مشره لور یې ښوونځی ناوخته پیل کړی و.
محمد له تېرو څلورو کلونو راهیسې هڅه کوي چې د دې بندیز لپاره کومه بدیله لاره پیدا کړي. یوه لاره دا وه چې خپلې لوڼې په ګاونډي پاکستان کې ښوونځي ته ولېږي، خو اوس دا هم ناشونې ده، ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړو له زیاتېدو وروسته ځمکنۍ پوله تړل شوې ده.
وروسته ورته د یوه داسې ښوونځي په اړه معلومات ورکړل شول چې په پټه عمومي مضامین د دیني زدهکړو ترڅنګ تدریسوي.
هغه وویل: "دا یو خصوصي ښوونځی دی" او د دواړو نجونو لپاره میاشتنی فیس شاوخوا "۱۰ زره افغانۍ (۱۵۳ ډالر) " اخلي، ځکه "دوی ډېر خطر مني".
خو د فراغت هېڅ رسمي سند نه ورکول کېږي.
محمد وېرېږي چې چارواکي ښايي ښوونځی تلاشي کړي او "زما لوڼې ونیسي".
۴۲ کلن محمد وویل: "تر ټولو مهمه خبره دا ده... چې هغوی خپلو زدکړو ته دوام ورکړي." هغه زیاته کړه چې خپلو لوڼو ته یې ویلي: "تر هغه چې زه ژوندی یم، ستاسو د زدهکړو لپاره به یوه لاره پیدا کوم."
"زه څنګه زدکړه وکړم"؟

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
ن ــ چې یوازې یې غوښتل د نوم لومړی توری یې یاد کړل شي ــ د سوېلي ولایت کندهار دی، هغه سیمه چې د طالبانو د غورځنګ له مهمو مرکزونو ګڼل کېږي.
هغه وویل چې هلته نجونې ان د لومړني ښوونځي له پای ته رسېدو مخکې هم له ښوونځي منع کېدای شي، که قد یې لوړ وي.
هغه درې زامن او یوه ۱۲ کلنه لور لري.
هغه وویل: "هغه له ستورپوهنې سره ډېره مینه لري. بله ورځ یې د لمریز نظام یو انځوريز کار جوړ کړ. له ما یې ډېرې پوښتنې کولې، مثلاً د جاذبې په اړه او ما ورته وویل چې... ته به یې زدکړې."
خو هغې ورته وویل: "زه به څنګه زدکړه وکړم... چې له شپږم ټولګي پورته ټولګي ته نه شم تللی؟"
هغه د کار پیدا کولو لپاره خپله کورنۍ کابل ته راوسته او وايي چې "باید صبر وکړو" او د دې "زهرجن" بندیز د مخنیوي لارې ولټوو، لکه پټ ښوونځي او د انلاین ډیزاین یا کمپیوټر کورسونه.
هغه وویل: "اوس زه کار کوم او د خپلو ماشومانو د زدکړو لګښت ورکولای شم. خو فرصتونه ورځ تر بلې کمېږي او ښايي نور یې د ملاتړ توان ونه لرم. " هغه زیاته کړه چې نړیوالې مرستې هم مخ په کمېدو دي.
په همدې موده کې هڅه کوي خپله لور له دې ستونزې خوندي وساتي، ځکه د هغې د ښوونځي ورځې هم ډېرې نه دي پاتې.
هغه وویل: "هغه نه پوهېږي چې موږ پر ځان دا بله اندېښنه هم لرو."
"زه د ژړا لپاره ځان پټوم"

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د اختر ورځ وه او ټولو خوښي کوله، خو د M لور په خپله کوټه کې په ژړا وه. هغه ۱۳ کلنه شوې وه او نور یې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لرله.
M، چې د خپلې لور د حالت له امله په څرګند ډول سخت اغېزمن شوی و، وویل: "د ښوونځي له بندیز سربېره، نجونو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د تفریح یا ساعتېرۍ لپاره پارکونو ته ولاړې شي. دا واقعاً ډېر فشار رامنځته کوي."
هغه هڅه کوي لږ تر لږه په اونۍ کې یو ځل خپله لور رستورانت ته بوځي، یوازې د دې لپاره چې له کوره بهر ووځي.
M یو دیندار لوژستیکي مدیر او له بېوزله کورنۍ دی. هغه ډېر زحمت ایستلی چې خپله زدکړه بشپړه او خپل ژوند ښه کړي او د امنیت د ټینګښت او د فساد پر وړاندې د مبارزې له امله د طالبانو چارواکي ستايي.
خو هغه وویل: "زه هېڅ مناسبه توجیه نه شم موندلای چې ولې نجونې باید له منځنیو زدکړو منع شي."
هغه مني چې: "کله کله هغه په کور کې ناهیلی شي، زه یې نه شم زغملای. بلې کوټې ته ځم او... ځان پټوم چې وژاړم."
M غواړي لور یې پوهنتون ته ولاړه شي. هغه هره پیسې سپمولې، چې دواړه ایران ته لاړ شي او لور یې هلته زدکړې وکړي، خو جګړې د دې پلان مخه ونیوله.
د دې لپاره چې لور یې لږ تر لږه "ټولنیزې اړیکې" ولري، هغه یې د قرآني زدکړو په یوه مدرسه کې شامله کړه، ځکه "ټول وخت په کور کې پاتې کېدل ډېر پر هغې فشار راوړي".
خو په دې وروستیو کې هغې دې مدرسې ته له تلو انکار کړی دی.
هغې خپل پلار ته ویلي: "که زه هم دوام ورکړم، زما لپاره به هېڅ راتلونکی نه وي."
په کور کې زدکړه

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
نصیر وویل: "زما لور او د هغې ټولګیوالې د لومړني ښوونځي په وروستۍ ورځ ډېرې خپه وې. دا یوه غمجنه صحنه وه."
هغه مخکې هم د خپلې ۱۵ کلنې لور هغه درد لیدلی و چې کله یې زدهکړې نیمګړې شوې.
هغه مډالونه او جایزې چې نجونو په ښوونځي کې د غوره فعالیت لپاره ګټلي، د کور د کتابتون په الماریو کې د کتابونو ترڅنګ ایښودل شوي دي. دا هغه کتابتون دی چې نصیر او مېرمنې یې، چې ښوونکې ده، په ویاړ د خپلو لوڼو لپاره جوړ کړی دی.
دوی خپلې لوڼې په کور کې په دوهم لاس ترلاسه شوو د لېسې کتابونو سره تدریسوي. هغوی هڅوي چې د اونۍ په ورځو کې منظم مهالوېش ولري: "ژر ویده شئ او په هماغه وخت راپاڅئ، لکه ښوونځي ته چې تلئ."
خو ۴۷ کلن نصیر وویل چې کشره لور یې "خپه ده او تل دومره پیاوړې روحیه نه لري چې په کور کې په یوازې ځان زدکړو ته دوام ورکړي".
هغه د هغې د خپګان د کمولو لپاره ورته ناولونه ورکوي، ځکه هغه له لوستلو سره ډېره مینه لري.
نجونې، چې په خپله ودانۍ کې له نورو ماشومانو سره د کورنیو دندو په ترسره کولو کې مرسته کوي، په دې وروستیو کې په پټه له کوره بهر ټولګیو ته هم تلل پیل کړي دي.
نصیر مني چې "موږ د دې ټولو له امله بېخوبه شپې تېروو."
هغه سوړ اسوېلی ویوست او وویل: "دا نظام لوستي خلک نه غواړي."
بیا وپوښتل "موږ به کله بېرته عادي ژوند ته وګرځو؟".


















