تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د جیف بېزوس د بلو اوریجن شرکت فضايي راکټ د توغولو په اډه کې چاودنه وکړه
د جیف بېزوس د بلو اوریجن شرکت فضايي راکټ د توغولو په اډه کې چاودنه وکړه
د خپرېدو وخت
د امریکا د فلوریډا ایالت په کیپ کیناورال کې د بلو اوریجن شرکت د نیو ګلېن فضايي راکټ د پنجشنبې په شپه د توغولو اډه کې وچاودېد.
دغه فضايي ټېکنالوژي شرکت، چې په ۲۰۰۰ کال کې د امازون میلیاردر جیف بېزوس لخوا جوړ شوی و، وویل، چې په دې پېښه کې هېڅوک ټپي شوي نه دي.
شرکت زیاته کړې، چې چاودنه له الوتنې مخکې د ارزونې پر مهال رامنځته شوه، چې ورته”هاټ فایر ټېسټ“ ویل
کېږي.
دوی دا پېښه یې یوه ”غیرعادي ستونزه“ وبلله.