پر ډونلډ‌ټرمپ مشهور شوی سنډا له قرباني کېدو وژغورل شو

پر ډونلډ‌ټرمپ مشهور شوی سنډا له قرباني کېدو وژغورل شو
د خپرېدو وخت

د خواله رسنیو شهرت د ډونلډ ټرمپ په نوم سنډا له قرباني کېدو وژغوره.‌ بنګله دېش کې دغه سنډا له دې کبله پر ډونلډ‌ ټرمپ‌ مشهور شوی، چې هغه ته ورته طلايي ویښتان لري.

ټاکل شوې وه دغه سنډا په اختر کې قرباني شي، خو د پولیسو مداخلې په وروستیو شېبو کې له چړې وژغوره.‌

دغه سنډا اوس د ډاکې په ژوبڼ‌ کې دی او چارواکي وايي،‌ تر دې وروسته یې دوی ساتي.