د خطر منلو روانپوهنه؛۵۰ زره نغد ډالر انتخابوئ، که د یو میلیون ډالرو د ګټلو ۵۰/۵۰ چانس؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, لیزي مکنیل او ټام کولز
- دنده, د بيبيسي راډیو او پوډکاسټ 'لږ یا ډېر'
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
که تاسو ته دا غوراوی درکړل شي چې سملاسي ۵۰٬۰۰۰ ډالر ترلاسه کړئ، یا د ۱ میلیون ډالرو د ګټلو ۵۰ سلنه فرصت ولرئ، کوم یو به انتخاب کړئ؟
د نړیوالې څېړنې او د معلوماتو د تحلیل شرکت YouGov په یوه وروستۍ څېړنه کې ۴٬۶۰۰ بریتانوي لویانو ته ورته یوه معما وړاندې کړه.
پایله څه وه؟
نژدې درې پر څلورمه برخه (۷۳ سلنه) کسانو وویل چې همدا اوس به ۵۰٬۰۰۰ پونډه واخلي.
یوازې له پنځمې برخې لږ زیات (۲۱ سلنه) کسانو د ۱ میلیون پونډو د ګټلو چانس انتخاب کړ او ۶ سلنه ګډونوالو پرېکړه نه شوای کولی چې څه وکړي.
د ښځو او نارینهوو ترمنځ د پام وړ توپیر هم ولیدل شو: ۸۲ سلنه ښځو د ۵۰٬۰۰۰ پونډو انتخاب وکړ، په داسې حال کې چې د نارینهوو ۶۳ سلنه د همدې انتخاب پلوي وو.
په لومړي سر کې دا سروې یوازې په بریتانیا کې ترسره شوه او پایلو یې په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه راوپارول.
یوه شنونکي وویل: "بریتانیا باید د نړۍ تر ټولو له خطره ډډه کوونکې ټولنه وي!" بل کس بیا وویل: "همدا د بریتانیا ستونزه ده!"
خو ایا رښتیا هم داسې ده؟ ایا بریتانویان ــ او ښايي تاسو هم، که لومړی انتخاب مو کړی وي ــ په غیرمنطقي ډول له خطره ډډه کوي؟
په لاس کې مرغۍ...

د عکس سرچینه، Getty Images
یو کس چې له دې نظر سره مخالفت کوي، د بيبيسي د اقتصادونو اېډېټر فیصل اسلام دی. هغه استدلال کوي چې دې پوښتنې ته یوازې د احتمال له نظره کتل موضوع تر ډېره محدودوي.
هغه وايي: "هغه کسان چې فکر کوي باید د سکې اچولو انتخاب وکړئ، ګومان کوي چې ډېر هوښیارانه پرېکړه کوي او د ۵۰٬۰۰۰ پونډو یقیني ترلاسه کول په اصل کې ناپوهي ده. خو عجیبه خبره دا ده چې دا د اقتصاد د بنسټیزو درسونو برخه ده؛ هغه څه چې په رفتاري اقتصاد کې ورته د پرېکړې تیوري (Decision Theory) وایو."
هغه وايي چې "تمه کېدونکی ارزښت"، چې په ساده ډول د احتمال او پایلې په ضرب کولو سره محاسبه کېږي، په حقیقت کې دا نه ښيي چې زموږ مغز څنګه کار کوي یا موږ څنګه پرېکړې کوو.
اسلام د سویس د ریاضيپوه ډانیل برنولي (۱۷۰۰–۱۷۸۲) کارونو ته اشاره کوي. برنولي نژدې درې پېړۍ مخکې دې بنسټیزې پایلې ته رسېدلی و چې خلک پیسې یوازې په خالص ریاضيکي ډول نه ارزوي.
په لنډه توګه، د یوه شي مالي ارزښت له هغه شخصي ارزښت سره یو شان نه وي چې هغه شی یې زموږ لپاره لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د برنولي کارونو د کمېدونکي حاشیوي ګټې (Diminishing Marginal Utility) د مفهوم بنسټونو په اېښودلو کې هم مرسته وکړه. دا هغه نظریه ده چې وايي، کله چې یو کس د کوم شي ډېر مقدار ترلاسه کړي، نو له هرې اضافي برخې ترلاسه کېدونکې ګټه یا رضایت یې عموماً کمېږي.
د بېلګې په توګه:
- له ۰ ډالرو ۵۰٬۰۰۰ ډالرو ته رسېدل ښايي ستاسو ژوند په پراخه کچه بدل کړي.
- له ۵۰٬۰۰۰ ۱۰۰٬۰۰۰ ډالرو ته رسېدل به هم ډېره مرسته وکړي، خو ښايي اغېز یې دومره لوی نه وي.
- له ۹۵۰٬۰۰۰ ۱ میلیون ډالرو ته رسېدل به ښايي ستاسو په وضعیت کې ډېر لږ بدلون راولي.
د دې موضوع په رڼا کې، په داسې وخت کې چې ډېر بریتانویان له اوسني مالي فشار سره مخ دي، د ۵۰٬۰۰۰ پونډو یقیني ترلاسه کول خورا زړهراښکونکي دي.
په هر حال، دا د بریتانیا د رسمي احصائیو له مخې، د بشپړ وخت کارکوونکو له منځني کلنۍ تنخا ۱۰٬۰۰۰ پونډه ډېر دي.
خو دا یوازېنی عامل نه دی چې زموږ پر پرېکړه اغېز کوي. بله مهمه نظریه د تمې تیوري ده.
د بایللو وېره
د تمې تیوري (Prospect Theory) د ډانیل کاهنمن او اموس ټورسکي د ۱۹۷۹ کال له یوې مهمې څېړنیزې مقالې څخه سرچینه اخلي او د رفتاري اقتصاد له بنسټیزو نظریو څخه ګڼل کېږي.
دوی د ډېرو کنټرول شویو سروېګانو پر بنسټ، چې پکې خلکو د بېلابېلو مالي پایلو ترمنځ انتخاب کاوه، د دې په اړه څو مهمې پایلې وړاندې کړې چې خلک خطر او انعام څنګه ارزوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه پایله دا وه چې خلک عموماً کوچنیو احتمالاتو ته له حده ډېر اهمیت ورکوي، خو منځنیو او لوړو احتمالاتو ته لږ اهمیت ورکوي. خلک د پیسو او خطر په اړه خپلې پرېکړې د یوه مرجع ټکي پرتله هم کوي.
د بېلګې په توګه، که له یوه ملګري سره په یوه شرط کې ۱۰ ډالر وبایئ، ښايي د هغه د بېرته ګټلو لپاره د نورو ۱۰ ډالرو د خطر منلو ته تر هغه ډېر چمتو شئ، چې که له پیله مو ۲۰ ډالر شرط ایښي وای.
په بل عبارت، تاسو په مطلق ډول فکر نه کوئ؛ بلکې د خپلې مرجع نقطې پرتله فکر کوئ.
بیا د دې څېړنې تر ټولو مشهوره پایله ده: "تاوانونه تر ګټو ډېر لوی احساسېږي."
هغه ناخوښي چې موږ د یوې اندازې پیسو له له لاسه ورکولو احساسوو، داسې ښکاري چې د همدې اندازې پیسو د ګټلو له خوښۍ څخه زیاته وي. خلک د هغو شیانو د له لاسه ورکولو د مخنیوي لپاره ډېر ارزښت ورکوي چې لا دمخه یې لري.
که تاسو د ۱ میلیون پونډو د ګټلو چانس انتخاب کړئ او بریالي نه شئ، ښايي داسې احساس وکړئ لکه ۵۰٬۰۰۰ پونډه مو چې له لاسه ورکړي وي.
د ډېرو خلکو لپاره دا ډېره زیاته پیسه ده. په بریتانیا کې، د کور او تقاعد له شتمنۍ پرته، یوازې شاوخوا ۲۵ سلنه بریتانویان ۵۰٬۰۰۰ پونډه یا تر دې زیاته مالي شتمني لري. د شتمنۍ د وېش په بل سر کې، ۲۵ سلنه کسان له ۳۰۰ پونډو کمه مالي شتمني لري.
خو سره له دې چې عموماً لږ عاید لري، د سروې له مخې ۱۸ تر ۲۴ کلونو عمر لرونکي کسان د نورو ټولو عمرونو په پرتله د ۱ میلیون پونډو پر شرط د لوبې کولو ته ډېر چمتو وو. د دوی ۲۸ سلنه د سکې اچولو د خطر منلو ته چمتو وو، په داسې حال کې چې له ۶۵ کلونو پورته کسانو کې دا کچه یوازې ۱۱ سلنه وه.
د جنسیت او عمر ترڅنګ، ځینو کسانو په انلاین بحثونو کې وړاندیز وکړ چې کلتوري توپیرونه هم ښايي رول ولري. ځینو امریکایانو چې په دې بحث کې یې ګډون کړی و، وویل چې ښايي د نورو هېوادونو خلک د خطر منلو ته ډېر چمتو وي. له همدې امله، څو ورځې وروسته YouGov همدا پوښتنه په متحده ایالاتو کې هم مطرح کړه.
پایله یې له بریتانیا سره ډېره ورته وه.
دا مقاله د بيبيسي د "More or Less" لړۍ د یوې برخې پر بنسټ لیکل شوې ده.


















