ټیک ټاک د ماشومانو د محرمیت قضیه کې امریکا ته ۴۰۰ میلیون ډالر ورکوي

ټیک ټاک په موبایل کې

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

ټیک ټاک د یوې قضیې پای ته رسولو لپاره چې ادعا په کې شوې وه دغه پلټفارم د ماشومانو د محرمیت حقونه تر پښو لاندې کړي، امریکا ته د ۴۰۰ میلیون ډالرو ورکولو ته غاړه ایښې ده.

دا په دې تړاو تر ټولو لوی جوړجاړی ګڼل کېږي.

د ټیک ټاک خلاف دا قضیه په ۲۰۲۴ کال کې د جو بایډن د واکمنۍ پر مهال د امریکا عدلیې وزارت پرانیستې وه.

په دعوه کې ویل شوي وو چې ټیک ټاک او د هغه لویې شرکت بایټ ډانس (ByteDance) له ۱۳ کلنو د کم عمره میلیونونو کاروونکو اړوند "لویه اندازه معلومات" راټول کړي دي.

دا کار ۲۰۰۰ کال کې ماشومانو د انلاین محرمیت د ساتنې له نافذ شوي قانون سره په ټکر کې و.

دا یو فدرالي قانون دی او اوس یې د امریکا بېلابېل ایالتونه د میټا (Meta) پر ضد هم کاروي.

د امریکا د عدلیې وزارت مرستیال لوی څارنوال برېټ شومیټ وايي: "نن ماشومان او مور-پلار د هغه وخت پرتله ډېر خوندي دي چې دا قضیه پیل شوې وه."

تر دې ورمخکې نور شرکتونه هم د ماشومانو د انلاین محرمیت د ساتنې له قانونه د سرغړونو له امله جریمه شوي دي.

د بېلګې په توګه یوټیوب په ۲۰۱۹ کال کې ۱۷۰ میلیونه ډالر او اپیک ګیمز په ۲۰۲۲ کال کې ۲۷۵ میلیونه ډالر جریمه شوی و.

د فېسبوک او اېنسټګرام لوی شرکت میټا هم اوس د ماشومانو د انلاین خوندي ساتنې له قانونه د سرغړونو له کبله له داسې جریمو سره مخامخ دی چې ښايي سلګونه میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

د امریکا د ۲۹ ایالتونو لویو څارنوالانو ادعا کړې چې فېسبوک او انسټګرام خپل کم عمره کاروونکي په نښه کړي او له هغوی یې مالي ګټه اخیستې ده.

د دې قضیې محاکمه لا روانه ده.

که څه هم د ټیک ټاک خلاف قضیه په امریکا کې د دغه شرکت د بازار او عملیاتي چارو تر جلا کېدو مخکې ثبت شوې وه، خو دغه جوړجاړی یوازې په چین کې د ټیک ټاک تر عملیاتي برخې محدود دی.

پانګوالو په دې وروستیو کې د بایټ ډانس ارزښت، چې یو خصوصي شرکت دی، شاوخوا ۵۵۰ میلیارده ډالر اټکل کړی دی.

د شوې هوکړې له مخې ټیک ټاک او بایټ ډانس باید سملاسي ۳۰۰ میلیونه ډالر ورکړي.

پاتې۱۰۰ میلیونه ډالر به تر هغې وروسته ورکړل شي، چې حکومت د فدرالي سوداګرۍ کمېسیون د ۲۰۱۹ کال پرېکړه لغوه کړي.

د جوړجاړي د شرایطو له مخې، د بایټ ډانس مخکینی اپلېکېشن "Musical.ly" هم د ماشومانو د انلاین محرمیت ساتنې له قانونه د سرغړونو له امله ۵.۷ میلیونه ډالر جریمه او ورته ویل شوي و چې له ۱۳ کلنو کم عمره کاروونکو لپاره د هغوی د والدینو رضایت ترلاسه کړي.

ټیک‌ټاک

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا عدلیې وزارت د جمعې پر ورځ د جریمې تر اعلان وروسته د ټیک ټاک پر ضد د نورو اقداماتو څه یادونه ونه کړه.

خو دغه وزارت وویل چې د دوی لخوا د پرانیستل شوې قضیې له پیل راهیسې، په ټیک ټاک کې د مالکیت، د محرمیت تګلارې او د ځوانو کاروونکو لپاره د خونديتوب کنټرول په ګډون "پام وړ بدلونونه" راغلي دي.

کله چې دغه قضیه پرانیستل کېده، امریکايي چارواکو ویلي وو چې له ۱۷۰ میلیونو ډېر ځوانان ټیک‌ټاک کاروي او دا چې د دغه اپلېکېشن تر ډېره مخاطبان "ماشومان" دي.

خو دغه شرکت د خپلو کاروونکو عمر سم نه مشخصاوه او نه یې د کم عمره ماشومانو لپاره د هغوی د میندو-پلرونو رضایت ترلاسه کاوه.

د امریکا مخکیني ولسمشر جو بایډن په ۲۰۲۴ کال کې غوښتي وو چې یا دې ټیک ټاک بند شي او یا دې خپل امریکایي فعالیتونه له چین راجلا کړي.

ورپسې اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د ټیک‌ټاک د عملیاتي چارو د جلا کېدو ملاتړ وکړ او دغه کار تېر کال وشو.

اوس په امریکا کې د ټیک‌ټاک د ۸۱ سلنه فعالیتونو مالکیت د پانګوالو د یوې ډلې پر غاړه دی او بایټ ډانس پکې لا هم ۱۹ سلنه ونډه لري.

د ټیک ټاک یوه ویاند د بي بي سي پوښتنو ته ځواب ونه وایه.