تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هوا ګرمېدو سره په کندهار کې په لاس جوړو شویو کولرونو بازار تود شوی
د افغانستان په سویلي سیمو کې د هوا د تودوخې له زیاتېدو سره په لاس د جوړو شویو ځایي کولرونو غوښتنه مخ په زیاتېدو ده.
کندهار د افغانستان له هغو ښارونو یو دی چې په دوبي کې یې معمولاً هوا خورا توده وي او ان د تودوخې درجه د سانتي ګراد له ۴۰ درجو اوړي. په داسې شرایطو کې د سیمې ډېری اوسېدونکي د خپلو کورونو د یخ ساتلو لپاره د کولرونو کارولو ته مخه کوي.
په همدې حال کې هغه کولرونه چې په ځايي ډول جوړېږي او ډېری یې د لمریزې انرژۍ پر بنسټ کار کوي، د وارداتي کولرونو پرتله د ارزانه او لږې برېښنا مصرفوونکي بدیل په توګه پام ځانته وراړوي.
خپاره شوي انځورونه ښيي چې په کندهار کې ځایي کارګران دغه کولرونه د داخلي او وارداتي پرزو د ګډ ترکیب په کارولو سره جوړوي.
د دې کولرونو جوړونکي وایي چې دا وسایل نه یوازې لږه برېښنا مصرفوي، بلکې د سیمې له ګرم او وچ اقلیم سره هم ډېر موافق دي.
د برېښنا د لګښت زیاتوالی او د هوا یخولو پرمختللو سیسټمونو ته محدود لاسرسی هم هغه نور عوامل دي چې ډېرې کورنۍ یې دې ته اړ کړې چې ځایي حللارو ته مخه کړي.
په افغانستان کې د لاسجوړو یخولو وسایلو کارول پخوانی مخینه لري. مخکې هم په موټرونو کې دننه د ساده کولرونو بېلګې کارول کېدې چې د داخلي فضا تودوخه راکمه کړي.
د کولرونو جوړونکي وایي چې د دې ډول ځایي نوښتونو پراختیا نه یوازې د خلکو ورځنیو اړتیاوو ته ځواب وایي، بلکې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې یې هم مرسته کړې ده.
افغانستان، چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له زیانمنو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، په وروستیو کلونو کې د تودوخې له زیاتوالي او د سختې ګرمۍ څپو سره ډېر مخ شوی دی.