پاکستان: د بدخشان په ناامنیو کې زموږ پوځیان لاس نه لري

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
پاکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغه ادعا رد کړې چې پاکستاني ځواکونو د افغانستان په بدخشان ولایت کې د طالبانو ضد وسلهوالو ډلو ملاتړ کړی دی.
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو فدرالي وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت د ویاند ذبیحالله مجاهد دا ''بې بنسټه تور'' په کلکه ردوي چې پاکستاني ځواکونو په بدخشان کې له وسلهوالو مخالفو ډلو سره مرسته کړې یا یې په عملیاتو کې ورسره ګډون کړی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت زیاته کړې چې د طالبانو ویاند د خپلې ادعا د ملاتړ لپاره هېڅ د باور وړ شواهد نه دي وړاندې کړي.
د یادونې ده چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان له بدخشان ولایته د طالبانو ضد وسلهوالو ډلو د فعالیتونو راپورونه خپاره شوي دي.
تېره میاشت د یوې وسلهوالې ډلې غړو ادعا کړې وه چې دوی د لنډ وخت لپاره د بدخشان ولایت د یفتل ولسوالۍ کنټرول په خپل لاس کې اخیستی و. دغه ولسوالۍ ډېورنډ کرښې ته نږدې پرته ده.
څه باندې میاشت مخکې، د ''سپاهې میهن په نوم جبهې'' د بدخشان د یفتل ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره تر خپل کنټرول لاندې راوسته.
دا په تېرو پنځو کلونو کې لومړی ځل و چې د طالبانو حکومت مخالفو وسله والو ځواکونو یوه ولسوالۍ، که څه هم د لنډ وخت لپاره، نیولې وه.
بل لور "د ازادۍ جبهې"، چې د طالبانو د حکومت له نورو وسلهوالو مخالفو ډلو ده، ادعا کړې چې له څه مودې راهیسې یې د بدخشان د زیباک ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې له طالبانو سره نښتې روانې دي.
خو د طالبانو حکومت دغه پېښې محدودې بللې او ادعا یې کړې چې یاد وسله وال د پاکستان له چترال سیمې بدخشان ته اوښتي وو.
د طالبانو حکومت په وینا، په دې نښتو کې یو شمېر وسلهوال وژل شوي او پاتې نور بېرته هماغې سیمې ته "تښتېدلي" دي. خو یادو مخالفو ډلو دغه ادعاوې رد کړې دي.
له دغو پېښو سره همهاله، په بدخشان کې د طالبانو د حکومت دوه سیمهییز چارواکي هم په جلا جلا بریدونو کې ووژل شول.
داعش ډلې د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس ذبیح الله امیري د وژنې مسوولیت پر غاړه واخیست.
دغه راز، شاوخوا لس ورځې مخکې د بدخشان ولایت د مرکز فیضاباد ښاروال عبدالرحمان منصور په یوې چاودنه کې ووژل شو.
د "ملي مقاومت جبهې"، چې مشري یې احمد مسعود کوي، د دغې چاودنې مسوولیت منلی دی.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
ذبیح الله مجاهد څه ویلي؟
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې نوموړي له دویچه ویله دري خبري اژانس سره کړې وې.
ښاغلي مجاهد دویچه ویله سره خبرو کې وايي:
''همدغه کسان چې په بدخشان کې یې ناامني رامنځته کړې وه، د چترال له لارې تېر شوي وو او وروسته بېرته چترال ته وتښتېدل. دوی له بهره راوستل شوي وو. ان د پاکستان ځینې پوځیان هم ورسره ملګري وو، تر هماغه ځایه چې دوی ناامني جوړه کړه.''
ذبیحالله مجاهد د دویچه ویلې د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ده د ادعا ملاتړ کوونکي اسناد او شواهد شته، وویل:
''هو، بالکل. موږ په دې اړه معلومات لرو او اعتراض مو هم کړی دی. شواهد هم افشا شوي او حتی خپاره شوي دي. دا یوه دسیسه ده. موږ نه شو کولای دغو دسیسو ته غاړه کېږدو.''

د عکس سرچینه، @FactCheckerMoIB
بل لور د پاکستان اطلاعاتو وزارت د فکټ چیک (حقایقو ارزونې) حساب پر اېکس انځور خپور کړی او د ذبیح الله مجاهد څرګندونې یې له حقایقو سره په ټکر کې بللې دي.
د وزارت د فکټ چیک حساب په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د افغان طالبانو ویاند په یوه مرکه کې ادعا کړې چې د پاکستان پوځ په بدخشان کې په ترسره شویو عملیاتو کې مستقیمه ونډه لري، خو ''واقعیت له دې ادعا سره بشپړ توپیر لري.''
د بي بي سي اردو څانګې په رپوټ کې د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د اعلامیې په حواله ویل شوي، ''د خپلواکو راپورونو له مخې، دا نښتې د طالبانو د حکومت پر ضد د وسله وال مقاومت برخه ده او تر اوسه پکې د پاکستان د ښکېلتیا هېڅ ثبوت نه دی موندل شوی.''
اعلامیه دغه راز وايي: ''پاکستان تل د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان ملاتړ کړی او د خپل ګاونډي هېواد په بې ثباته کولو کې هېڅ لېوالتیا نه لري.''
د اعلامیې په پای کې راغلي: ''د طالبانو حکومت باید د افغانستان د کورنیو ستونزو پړه پر پاکستان وانچوي، بلکې هغه مخ پر زیاتېدو ننګونې حل کړي چې د حکومتولۍ له نیمګړتیاوو رامنځته شوې دي. بې له ثبوته ادعاوې د حقایقو بدیل نه شي کېدای.''
د طالبانو حکومت تر دې دمه د پاکستان دغو ادعاوو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی دی.




















