افغانستان کې ډېرېدونکې بېکاري او د کسبونو او کاري مهارتونو د زده کړې اړتیا

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عبدالله الهام
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو او له افغانستان سره د نړیوالو مرستو له بندیدو وروسته په دغه هېواد کې د بې رزوګارۍ کچه لا لوړه شوې. دا ننګونه چې له پخوا د طالبانو حکومت ته ورپاتې ده ورځ تر بلې په ډېرېدو ده.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د بې روزګارو کسانو د دقیق شمېر په اړه یې ارزونه روانه ده خو تر تېر کاله دغه کچه تر ۳۰ سلنې وه.
ګڼ شمېر افغان کارګر شکایت کوي چې په ورځو ورځو کار نه مومي او هغه چې مسلکي دي وايي، کارموندنه خورا ستونزمنه شوې ده.
ورته مهال د طالبانو حکومت وايي، چې د نادولتي ټولنو په همکارۍ په افغانستان کې هر کال له دېرش زرو ډېروکسانو ته له څلوېښتو ډېرو برخو کې کسبونه او کاري مهارتونه ور زده کوي.
موخه یې په کور دننه په کاري فرصتونو برابرولو سربېره دا هم ښيي، چې غواړي افغان کارګر بهر ته په قانوني او رسمي ډول د استونې جوګه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کسبي او مسلکي کارګرو اړتیا
افغانستان کې د کارګرو د مسلکي روزنې اړتیا ځکه ډېره بلل کېږي، چې د بې کارۍ کچه پکې لوړه ده او که په نورو هېوادو کې ورته د کار زمینه برابره هم شي، داسې کارګر پکې کم دي چې پر نړیوالو معیارونو برابر وي.
د نژدې اتو زرو دغسې افغان کارګرو د ور استونې هوکړه وار له مخه له قطر سره شوې چې د طالبانو د حکومت په وینا د چمتو کولو بهیر یې روان دی او هڅه کوي چې له نورو هېوادو سره هم دا ډول لارې جوړې کړي.
د غزني اوسېدونکی خالد وايي، لویه کورنۍ یې یوازې په هغو پیسو چلېږي، چې کارګر وروڼه او ورېرونه یې له بهره ور استوي.
دی وايي، "که څه هم په کرکیله بوخت دی خو هره لاره ګوري چې خپله هم بهر ته په مزدورۍ پسې لاړ شي".
ده هم قطر ته د کار لپاره تګ ته نوملیکنه کړې. په غزني کې که څه هم پر دغه بهیر ګڼه ډېره وه، خو دی هیله من دی، چې له هېواده بهر به د کار دا موکه ومومي.
د شوې هوکړې له مخې، قطر له افغانستانه څه کم اته زره کارګر غوښتي. خو په ټول افغانستان کې له څلوېښت زرو ډېرو کسانو ورته نوملیکنه کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
بې کاري پراخېدونکې ننګونه
د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکی حبیب الله فیضاني وايي، دی او د ده د کورنۍ او کلي ځوانان هم په کور دننه د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله بهر ته د تګ هڅې کوي.
دی وايي، "له شل ځلو ډېر ایران ته په قاچاقي ډول تللی او د کلي ډېری کورنۍ یې لا هم په ایران کې د خپلو کارګرو په پیسو تکیه دي".
ښاغلی فیضاني له حکومته غواړي چې په کور دننه او بهر افغانانو ته د کار قانوني او معیاري لارې برابرې کړي. دی ټینګار کوي چې حکومت باید د تعلیم د عامولو او معیاري کولو هڅه وکړي.
په افغانستان کې په تېرو څلورو کلونو کې د بې روزګارۍ کچه لا لوړه شوې ده. د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزیر څو میاشتې وړاندې بي بي سي ته وویل، چې د دوی د اټکل له مخې په دغه هېواد کې تر دېرش سلنې پورې خلک کار نه لري. د نړیوال بانک د شمېرو له مخې په ۲۰۲۱ کال کې دا کچه دولس سلنه وه.
د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې شاوخوا شپږ نیم مېلیونه افغانان هم له نورو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې لوی شمېر یې په منظم ډول کار نه لري.
د کار نړیوالې ټولنې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په کاري ځواک کې د ښځو ونډه هم درې برابره راکمه شوې چې اوس څه باندې پینځه سلنه ده. دغه بنسټ د ښځو د اقتصادي فعالیتونو د "سخت محرومیت" د مخنیوي لپاره د لاس په کار کېدو غوښتنه کړې.
د کسب او مهارتونو د ورښودلو پروګرامونه
د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي د بې کارۍ کچې د راکمولو لپاره یې یوه هڅه دا ده چې د نړیوالو او ملي نادولتي بنسټونو په همکارۍ په اړتیا وړ مهارتونو او کسبونو دغه وګړي سمبال کړي.
د دغه وزارت ویاند سمېع الله ابراهيمي بي بي سي ته وویل، اوس په ټول هېواد کې د کسبونو او مهارتونو د زدکړې شاوخوا پنځوس مرکزونه فعال دي چې په څلوېښتو بېلابېلو څانګو کې هر کال له دېرش زرو ډېر کسان پکې روزل کېږي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت تمه لري چې په دې ډول به په کور دننه د کاري ځواک د بوختېدو تر څنګ بهر ته هم کارګر واستوي خو تر اوسه په رسمي او قانوني ډول افغان وګړي لا بهرنیو هېوادونو ته کار ته نه دي استول شوي.
متحده عرب اماراتو، عمان، ایران او روسیې هم له افغانستانه د کارګرو په غوښتلو کې لېوالتیا ښودلې خو له دغو هېوادو سره لا کوم رسمي تړون نه دی شوی.
ښاغلی ابراهيمي زیاتوي، هر څوک په دغو مرکزونو کې داخله او زدکړې کولی شي چې عمر یې له اتلسو کلونو لوړ وي. خو په دې کې ځینې داسې کاري څانګې هم شته چې یوازې هغه کسان پکې جذبېږي چې تر دولسم ټولګي پورې زده کړې ولري.
د چارواکو په وینا، په دغه پروګرام کې چې د وزارت په همغږۍ د نادولتي ټولنو په همکارۍ مخ ته ځي، تر نهو-زرو پورې داسې کسانو هم کسبونه او کارونه زده کړي، چې مخکې په نشهيي توکو روږدي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د کسب، مهارت او زده کړو کیفیت
خو اوس پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د زدهکړو شته کچه او کیفیت او د کار او کسب د زدهکړې دا فرصتونه داسې کاري ځواک روزلی شي چې ځان ته په کور دننه یا بهر کاري فرصتونه برابر کړي؟
داسې مهال چې په افغانستان کې بې کاري او بېوزلي پراخېږي په نړیواله کچه ماهرو کارګرو ته اړتیا په ډېرېدو ده.
د بېلګې په توګه یوازې په برېتانیا کې د موټرو د صنعت انستیتیوت وايي، چې په دغه هېواد کې د موټرو ۲۳۰۰۰ مستریانو او اړوندو کارګرو ته اړتیا ده او دا اړتیا به تر راتلونکو لسو کلونو څو برابره ډېره شي.
د برېتانیا په لندن کې د ون سټاپ په نامه د موټرو ترمیمځای یا ورکشاپ یو څښتن او مشر انجنیر بصیر درویش وايي، هره ورځ د موټرو د یوه مستري د موندلو په لټه کې د افغانستان په ګډون له بهره غوښتنلیکونه ګوري او خبرې ورسره کوي خو په سلګونو کسانو کې یې له افغانستانه یو یا دوه کسان له خپلو اړتیاوو سره سم موندلي.
انجنیر بصیر دروېش وايي، په داسې حال کې چې له سرېلانکا او پاکستان او نورو هېوادونو یې مستریان په آسانه موندلي او راوستي خو له افغانستانه یې له درې سوو ډېرو نوماندانو سره خبرې کړې خو بیا یې هم له خپلو شرايطو سره سم مستري پکې نه دی موندلی چې استخدام او برېتانیا ته یې راولي.
"یا په معیار برابر علم او مهارت، خو ابډېټ معلومات له خلکو سره نشته. سافټوېر په څېر برخو کې خلک په کار دي. انګلیسي ژبه یې زده وي. یو افغان چې په دوبۍ کې یې کار کاوه، ژبه یې زده وه نو په دې خاطر راغلی. آنلاین کلاسونه یې کړي وو. "
انجنیر بصیر دروېش زیاتوي، افغان کارګر د ورځې په معیار برابر مهارتونه نه لري او یا یې ژبه نه وي زده نو ځکه په نړیوال بازار کې ځان ته کار نشي موندلی.
"د ژبې د نشتوالي تر څنګ له هېوادونو سره د افغانستان کمرنګه اړیکو هم په بډایو هېوادونو کې د کار بازار ته د افغان کارګرو لاسرسی محدود کړی".
ماهرو کارګرو ته لوړه او ډېرېدونکې اړتیا
د سږ کال په لومړيو کې د برېتانیا د موټرو د صنعت انستیتیوت په یوه ریپوټ کې ویلي وو، چې په برېتانیا کې په دې برخه کې ۲۳۰۰۰ کسانو ته اړتیا ده او دا اړتیا به تر راتلونکو لسو کلونو پورې ۱۸۵ زره شاوخوا مستریانو ته لوړه شي. په داسې حال کې چې په برېتانیا کې په دغو برخو کې د کارګرو کمی په ډېرېدو دی.
دا یوازې د مستريتوب برخه نه ده، د رسمي شمېرو له مخې په راتلونکو څلورو کلونو کې به په برېتانیا کې له دوه لکو ډېرو لارۍ چلوونکو ته هم اړتیا وي. پخواني مستریان او لارۍ چلوونکي دا کار پرېږدي او نور ځوانان دغو مسلکونو ته ډېر نه راځي چې له امله یې دا تشه پراخېږي.
خو بلخوا په افغانستان کې که څه هم د طالبانو حکومت وايي، د لوړو وزارت او د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره لوستي او د لوړو زده کړو وګړي فارغوي خو دا ځوانان بیا هم په هغه شمېر ورډېرېږي چې په عملي ډول د کار په موندلو کې له ننګونو سره مخ دي.


















