عائشه وهاب: امریکا باید له طالبانو سره دیپلوماتیک تعامل ولري

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د کانګرس لومړنۍ افغانټبره ټاکل شوې استازې عائشه وهاب له واشنګټن غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره دیپلوماتیک تعامل وکړي. هغې ویلي، امریکا باید پرته له دې چې کومه ډله په واک کې وي، خپلې اړیکې او ډیپلوماسي وساتي.
مېرمن وهاب د کېڼاړخو له پروګرام "ډیموکراسي نو" سره په خبرو کې وویل: "متحده ایالات باید ډیپلوماسۍ ته مخه کړي. پرته له دې چې کومه ډله په واک کې وي، موږ باید ډیپلوماسي عملي کړو او اړیکې ولرو.
هیله لرم چې وکولای شو هغوی (طالبان) د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او مدني حقونو په برخو کې یوې سمې لارې ته سوق کړو."
هغې په کانګرس کې له ټاکل کېدو وروسته د افغانستان په اړه په خپلو لومړنیو څرګندونو کې، په ورته وخت کې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت سختې نیوکې وکړې.
نوموړې وویل، د یوې افغانامریکایۍ په توګه چې پر خپل کلتور او میراث ویاړي، د افغانستان د اوسني وضعیت لیدل ورته ناهیلي کوونکي دي.
عائشه وهاب، چې اوس مهال د کلیفورنیا د ایالتي سنا غړې ده، تېره سهشنبه په ترسره شوو ځانګړو ټاکنو کې د امریکا د استازو جرګې ته وټاکل شوه.
هغه د امریکا د کانګرس لومړنۍ افغانالاصله استازې ده او د هغه استازي ځای یې نیولی چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې یې له خپلې دندې استعفا کړې وه.
مېرمن وهاب د افغانستان پر جیوپولیټیک او اقتصادي اهمیت هم ټینګار وکړ او ویې ویل، دا په وچه کې راګیر هېواد د سیمې د بېلابېلو قدرتونو ترمنځ موقعیت لري او د پام وړ طبیعي سرچینې لري. د هغې په وینا، امریکا باید لږ تر لږه له افغانستان سره د اقتصادي قراردادونو او همکاریو په برخه کې ونډه ولري، په داسې حال کې چې افغانستان هم نورو متحدانو ته اړتیا لري.
د امریکا د کانګرس دې راتلونکې غړې د طالبانو مخالفې ډلې "جګړهمارې ډلې" وبللې او استدلال یې وکړ چې د افغانستان ستونزې یوازې تر طالبانو پورې محدودې نه دي.
هغې وویل: "بېلابېلې جګړهمارې ډلې هم شته چې د واک غوښتونکي دي، خو طالبان نه دي. زما په اند، هغوی ټول په جدي ډول ناکام او بېلارې شوي دي، ځکه د هېواد په ګټه کار نه کوي، بلکې خپلې شخصي ګټې تعقیبوي."
عائشه وهاب، پرته له دې چې د کومې ځانګړې ډلې نوم واخلي، د امریکا د ملاتړ په دوره کې د ځینو دغو ډلو پر کړنو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه: "موږ ولیدل چې ان د امریکا تر ملاتړ لاندې هم دغو جګړهمارو ډلو په عملي توګه هېواد چور کړ."



















