د مېسي بل شاهکار: ارجنټاین وروستیو دقیقو کې د ۳ ګولونو په وهلو سره مصر ته بایللې لوبه راوګرځوله

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د ارجنټاین پېژندل شوي ستوري لېونل مېسي د فوټبال په روان نړیوال جام کې له مصر سره د خورا سختې سیالۍ وروستیو دقیقو کې د یو ګول وهلو او د بل ګول د پاس اچولو سره خپله لوبډله له یوې حتمي ماتې راګورځوله.

د ۱۶ مخکښو لوبډلو په دې جالبې سیالۍ کې ارجنټاین تر نږدې ۸۰یمې دقیقې دوه ګولونه شاته وو، خو تر ۹۲ دقیقې یې یو بل پسې ۳ ګولونه وکړل او سیالي یې د یوه ګول په توپیر وګټله.‌

په دې توګه مصر د نړیوال جام له سیالیو بهر شو او ارجنټاین منځلوبو ته لار ومونده.‌

د یادونې ده چې مصر په سږني نړیوال جام د دوو سیالیو له ګټلو ورمخکې کله د فوټبال د نړیوال جام د ګروپي پړاو سیالي هم نه وه ګټلې، خو ارجنټاین بیا درې ځله نړیوال اتل پاتې شوی او سږکال هم د خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

د دوی ترمنځ سیالي‌ په اتلانتا لوبغالي‌ کې کېده او یاسر ابراهیم پکې په ۱۵مه دقیقه کې په سر ګول وهلو سره مصر یو-صفر مخکې کړ.

ارجنټاین که څه هم د مصر پرتله پر لوبه غالب ښکارېده، خو له ګڼو هڅو او څو ښو چانسونو سره سره یې لومړۍ نیمايي کې کوم ګول ونه شو کړای.

د یادونې ده چې د ارجنټاین لوبډلې په لومړۍ نیمايي کې د پېنلتۍ یو شوټ هم ترلاسه کړ، خو مېسي ونه شول کړای چې توپ له مصري ګول ساتونکي تېر او ګول ننباسي.

ارجنټاین په دویمه نیمايي کې هم خپل فشار ته دوام ورکړ، خو په ۶۷ دقیقه کې یې له مصطفی زیکو یو بل ګول وخوړ او توپیر دوه – صفر شو.‌

دغه تفاوت تر ۷۹ یمې دقیقې دوام درلود او بالاخره کرسټیان رومېرو د لیونل مېسي په پاس ارجنټاین لپاره لومړۍ ګول وواهه.

دې پسې ژر (۸۳یمه دقیقه کې) مېسي پخپله هم ګول وکړ او سیالي یې ۲-۲ مساوي کړه.

ارجنټاین لپاره درېیم او د بریا ګول د سیالۍ د اصلي وخت له پای ته رسېدو وروسته په ۹۲یمه دقیقه کې اېنزو فرېناندیز وواهه او له دغه ګول سره یې منځلوبو ته رسېدو لپاره د مصر هیله په اوبو لاهو کړه.

ارجنټاین به په منځلوبه کې نن ناوخته د کولمبیا او سویس ترمنځ د کېدونکې سیالۍ له ګټونکې لوبډلې سره مخامخ شي.