ټرمپ: پر اقتصادي فشار تمرکز د پوځي انتخاب پرېښودو معنی نه لري

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د ایران پر ضد د اقتصادي فشارونو زیاتولو ته د واشنګټن پاملرنه په دې معنی نه ده چې امریکا له پوځي انتخابه لاس اخیستی دی.

هغه د جمعې په ورځ د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا د ایران پر ضد د ''اقتصادي جګړې'' تګلاره ښيي چې د امریکا پوځي انتخابونه محدود شوي، وویل:

''نه، هېڅکله نه.''

ټرمپ زیاته کړه چې واشنګټن روان وضعیت ارزوي او ''ګوري چې څه پېښېږي.''

هغه دغه راز ټینګار وکړ چې ایران له سختو اقتصادي او پوځي ستونزو سره مخ دی او ادعا یې وکړه چې دغه هېواد د خپلو پوځي ځواکونو او پولیسو د معاشونو په ورکړه کې له ستونزو سره مخامخ دی.

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ادعا وکړه چې واشنګټن د هرمز تنګي اړوند سیمې بشپړ کنټرول په لاس کې لري. ټرمپ وايي، ایران د یوې هوکړې غوښتونکی دی، خو د ده په باور لا هم د ''سمې هوکړې'' لپاره چمتو نه دی.

په وروستیو ورځو کې د امریکا حکومت د پوځي بریدونو د شدت له کمېدو سره هممهاله، پر ایران د اقتصادي فشارونو پر زیاتولو ټینګار کړی دی.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي، واشنګټن غواړي ''د تاریخ تر ټولو سخت مالي فشارونه'' پر ایران ولګوي او ادعا یې کړې چې دا فشارونه ښايي د ایران د حکومت د ړنګېدو لامل شي.

پزشکیان: ښه به وي اوس چې برلاسي یو، جګړه پای ته ورسوو

پزشکیان

د عکس سرچینه، irna

له دې مخکې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل، اوس له امریکا سره د شخړې او جګړې د پای ته رسولو مناسب وخت دی، ځکه د هغه په وینا ایران دا مهال د واشنګټن پر وړاندې د ''قدرت او برلاسۍ'' په دریځ کې دی.

پزشکیان وايي:

''غوره ده چې نن، په داسې حال کې چې موږ په ځواک او عزت کې یو او ټوله نړۍ زموږ بریا مني، جګړه پای ته ورسوو. نړۍ ټینګار کوي چې امریکا د نړیوالو مقرراتو خلاف زموږ پر ښوونځیو، روغتونونو او بنسټیزو تأسیساتو بریدونه کړي او په نړیواله کچه رټل شوې ده.''

د ایران ولسمشر د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پایله، چې د اسلام‌ اباد تفاهم‌ لیک د لاسلیک لامل شوه، ''لویه لاسته راوړنه'' وبلله. هغه وايي، دا تفاهم د ملي امنیت د عالي شورا د غړو په اتفاق تصویب شوی او ټولو اړوندو چارواکو ترې په کلکه ملاتړ کړی دی.

پزشکیان پر هغو کسانو هم نیوکه وکړه چې د ده په وینا:

''له چارو بهر ناست دي، د دولت، پارلمان او پوځي قوماندانانو له شرایطو خبر نه دي، خو بې له مسوولیته څرګندونې او شننې کوي.''

هغه وايي، دغه کسان د هېواد له ستونزو او فشارونو سره مخامخ شوي نه دي، خو بیا هم د اقتصادي ستونزو او ګرانیو په اړه نیوکې کوي.

په ورته وخت کې، پزشکیان ټینګار وکړ چې د جګړې د پای ته رسولو خبرې د تسلیمۍ معنا نه لري:

''موږ به هېڅکله د زورواکۍ پر وړاندې سر ټیټ نه کړو. تر وروستۍ سلګۍ به ودرېږو او هر ډول تېري ته به کلک او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو.''

د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې شوې چې ښکاري د امریکا چارواکو د ایران پر وړاندې خپل تمرکز له پوځي اقداماتو څخه اقتصادي فشارونو ته اړولی دی.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي چې د واشنګټن نوي بندیزونه به ''د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو لوی همغږی اقتصادي انزوا'' رامنځته کړي او د هغه په وینا د ایران نظام به له سختو اقتصادي فشارونو سره مخ کړي.

'موږ دا فلم مخکې هم لیدلی'

بل لور د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، هغه نوي بندیزونه چې امریکا یې د لګولو پلان لري، ''هماغه پخوانی داستان'' دی او د ده په باور پایله به یې هم ناکامي وي.

عراقچي پر ایکس یوه پیغام کې د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۲ کال څرګندونو ته اشاره کړې، چې پکې ویل شوي وو: ''دا به د تاریخ تر ټولو سخت او فلج کوونکي بندیزونه وي.'' عراقچي لیکلي:

''موږ دا فلم مخکې هم لیدلی دی.''

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، شاوخوا ۱۴ کاله مخکې امریکا د ''تاریخ تر ټولو فلج کوونکو بندیزونو'' د لګولو اعلان کړی و، خو د هغه په وینا، دغو بندیزونو خپلې موخې ترلاسه نه کړې او ''ناکام شول.''

نوموړي دغه راز د اتو کلونو مخکینیو د امریکا د ''اعظمي فشار'' پالیسۍ ته اشاره کړې او وايي، دا تګلاره هم د ده په باور خپلې موخې ته ونه رسېده او ''ناکامه شوه.''

عراقچي په خپلو څرګندونو کې د امریکا هغه غوښتنې ته هم اشاره کړې چې شاوخوا پنځه میاشتې مخکې یې له ایرانه د ''بې قید او شرطه تسلیمۍ'' غوښتنه کړې وه، او ټینګار یې کړی چې دا هڅه هم ناکامه شوې ده.

هغه د امریکایي چارواکو وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره، چې د ''تاریخ تر ټولو سخت اقتصادي عملیات'' یادوي، وویل:

''دا به هم ناکام شي.''

عراقچي خپل پیغام په دې ټکو پای ته رسولی:

''موږ دا فلم مخکې هم لیدلی، هماغه زوړ داستان دی.''