تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بدخشان کې چاودنه: د فیض اباد ښاروال وژل شوی
په بدخشان کې یوه ځايي چارواکي بيبيسي ته تائید کړې چې د فیض اباد ښاروال حبیبالرحمن منصور په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
د دغه چارواکي په وینا، نن پنجشنبه په ځايي وخت څه کم دوه بجې "چسپکي ماین" د هغه موټر ته کېښودل شوی چې په پایله کې یې خپله ښاروال وژل شوی او یوه بل همکار یې ټپي شوی دی.
د "افغانستان د ملي مقاومت جبهې" د دغې پېښې مسوولیت منلی دی.
د دغې جبهې مشري احمد مسعود کوي.
دغې ډلې په خپل ایکس پاڼه کې په خپاره کړي خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د فیض اباد د ښاروال موټر یې د "ولایت مقام ودانۍ په سل مترۍ" کې په نښه کړ.
له چاودنې وروسته د طالبانو حکومت امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او خلکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د پېښې ځای ته ورشي.
د مرګ ژوبلې کره د شمېر په اړه تر دې دمه څه نه دي ویل شوي.
د پېښې نور جزییات دلته لیکل کېږي...