بدخشان کې چاودنه: د فیض اباد ښاروال وژل شوی

بدخشان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بدخشان
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

په بدخشان کې یوه ځايي ‌چارواکي ‌بي‌بي‌سي ته تائید کړې چې د فیض اباد ښاروال حبیب‌الرحمن منصور په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.‌

د دغه چارواکي په وینا،‌ نن پنجشنبه په ځايي وخت څه کم دوه بجې "چسپکي ماین" د هغه موټر ته کېښودل شوی چې په پایله کې یې خپله ښاروال وژل شوی او یوه بل همکار یې ټپي شوی دی.

د "افغانستان د ملي مقاومت جبهې" د دغې پېښې مسوولیت منلی دی.

د دغې جبهې مشري احمد مسعود کوي.

دغې ډلې په خپل ایکس پاڼه کې په خپاره کړي خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د فیض اباد د ښاروال موټر یې د "ولایت مقام ودانۍ په سل مترۍ" کې په نښه کړ.

له چاودنې وروسته د طالبانو حکومت امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او خلکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د پېښې ځای ته ورشي.

د مرګ ژوبلې کره د شمېر په اړه تر دې دمه څه نه دي ویل شوي.

د پېښې نور جزییات دلته لیکل کېږي...