هغه واکسین چې ساتلو لپاره یخچال ته اړتیا نه لري

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

برېتانوي ساینس‌پوهان وايي، د لومړي ځل لپاره یې پر انسانانو داسې واکسین په بریالي ډول ازمویلی، چې په یخچال کې ساتلو ته اړتیا نه لري.

اوس‌مهال د نړۍ ډېری واکسینونه باید په یخچال کې وساتل یا کنګل شي. خو د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د نړۍ شاوخوا نیمايي واکسینونه د کنګلېدو یا ډېرې تودوخې له امله ضایع کېږي.

په دې نوې ازموینه کې ۶۰ کسانو ګډون کړی و.

څېړونکي وايي، د طب په برخه کې د دې نوي بریا له مخې یې د تیتانوس او ځینې نور واکسینونه په وچ پوډر اړولي، چې د یوه کال لپاره د خونې په عادي تودوخه کې خوندي یا ثابت پاته شوي دي.

د دغو څېړونکو په خبره، وروسته یې دغه واکسینونه له اوبو سره ګډ کړي او ګډونوالو ته یې تزریق کړي، چې اغېز یې د دودیز واکسین په څېر و.

ساینس‌پوهان وايي، واکسینونه د جوړېدو له وخته بیا تر ورکولو پورې باید په ټاکلې تودوخه کې وساتل شي، چې دې بهیر ته "سوړ ځنځیر" وايي.

دوی زیاتوي، له تولیده تر تزریق پورې د واکسین خوندي ساتل ستونزمن کار دی، په ځانګړې ډول په بېوزلو او لیرې پرتو سیمو او هغو هېوادونو کې چې جګړې پکې روانې وي، ځکه هلته یخچالونه ډېر کم او برېښنا هم تل باوري نه وي.

د دې ډول واکسین جوړېدل افغانستان ته په څه معنا دي؟

په برېتانیا کې افغان ډاکتر باز محمد شېرزاد بي‌بي‌سي ته وویل د افغانستان په څېر هېوادونو ته، چې د واکسینونو د ساتلو یخچالونه او امکانات پکې کم، ګرمي زیاته او بېړنیو حالاتو کې د لارو خرابوالي له کبله په وخت لېرې پروتو سیمو ته واکسینونه رسول ګران دي، د دغه ډول واکسین جوړېدل ښه زیری دی.

څېړونکو په سړه او توده هوا کې د واکسین خوندي ساتل لپاره له هغو بوټو الهام اخیستی، چې د وچکالۍ پر مهال وچېږي او داسې ښکاري چې مړه شوي دي، خو د باران له ورېدو سره بېرته را ژوندي کېږي.

دغه بوټي د "ټرېهالوز" په نوم یوه ډول بوره تولیدوي. دا بوره د وچکالۍ پر مهال د بوټو حجرې خوندي ساتي. څېړونکو له همدې بورې کار اخیستی، چې د تیتانوس او ډیفتریا واکسینونو مهمې برخې خوندي وساتي.

د دې څېړنې مشر ساول فاوست وايي، دا نوې لاره ښايي د واکسینونو د یخچال اړتیا کمه یا له منځه یوسي، د واکسینونو ضایع کېدل را کم کړي او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی زیات کړي.

د څېړونکو په وینا، د دې واکسین برخې د منفي ۲۰ او مثبت ۴۰ درجې سانتي‌ګراد ترمنځ د تودوخې له بدلونونو سره مقاومت کولی شي.