'ملي‌ مقاومت جبهې' تائید کړه چې حسیب پنجشیری وژل شوی

حسیب قوای مرکز

د عکس سرچینه، Social Media

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د احمد مسعود په مشرۍ د 'ملي‌ مقاومت جبهې' په نوم ډلې تائید کړه چې د دوی یو مشهور قوماندان حسیب پنجشېری چې په "حسیب قوای مرکز" هم مشهور و، وژل شوی دی.

د دې جبهې د سیاسي‌ دفتر مشر عبدالله خنجاني بي‌بي‌سي‌ ته وویل، چې حسیب پنجشېری‌ له پخوا افغانستان کې و،‌ خو د طالبانو حکومت یې له حضوره انکار کاوه.

ښاغلي خنجاني په دې اړه نور جزییات شریک نه کړل.

د طالبانو په حکومت کې یوې سرچینې بي‌بي‌سي ته ویلي، چې حسیب قوای مرکز نن (پنجشبه د اګست ۲۰مه) په شمالي سالنګ کې وژل شوی دی.

دغه سرچینه ادعا کوي چې په دغو عملیاتو کې د نوموړي "یو شمېر نږدي ملګري نیول شوي هم دي."

تر دې ورمخکې د طالبانو حکومت ته نږدې رسنیو د حسیب قوای مرکز د وژل کېدو خبر ورکړی وو.‌

له دې ډلې المرصاد لیکلي‌ وو "د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو لخوا حسیب قوای مرکز په يو لړ پچيده عملياتو کې ووژل شو."

د یادونې ده چې حسیب قوای مرکز د جمهوریت پر مهال لومړی د ملي امنیت اداره کې کار کاوه،‌ خو بیا د امنیتي‌ ځواکونو له لیکو بهر شو.‌

نوموړی وروسته په کابل کې پر ځینو لویو جرمونو تورن او امنیتي‌ اورګانونو ته مطلوب و.

هغه مهال د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې "حسیب قوای مرکز په کابل ښار کې په وژنو، غلا او ناقانونه وسلې لرلو تورن دی."

د هغه نیولو لپاره په پنجشېر ولایت کې لږترلږه یو ځل عملیات هم شوي وو، خو امنیتي ځواکونه یې په نیولو نه وو بریالي شوي.

حسیب پنجشېرې هغه وخت په یوه ویډیو پیغام کې تور پورې کړی و، چې پخپله د ملي امنیت اداره کابل کې په ځینو هدفي وژونو کې لاس لري، ته یې د پیسو بدل کې د څو کسانو د وژل وړاندیز کړی و،‌ خو دا چې ده دغه وړاندیز رد کړی،‌ نو د نیولو هڅه یې کېږي.‌

هغه په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته د احمد مسعود په مشرۍ له 'ملي مقاومت جبهې' سره یو ځای شو او په پنجشېر کې یې د دې ډلې له یوه بل قوماندان خالد امیري سره یو ځای د طالبانو حکومت خلاف وسله‌واله مبارزه کوله.‌