BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ایران

    ژوندۍ پاڼه, خزر سیمه کې پر یوې ایرانۍ بېړۍ برید؛ عراقچي له اروپایي ټولنې وغوښتل چې اوکراین ځواب ویونکی کړي

    عباس عراقچي د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ له مشرې کایا کالاس سره په ټیلیفوني خبرو کې غوښتنه کړې چې اوکراین د خزر په سمندر کې پر یوې بېړۍ د برید په تړاو ځواب ویونکی وګرځول شي. تهران وایي، دغه بېړۍ یوه ایراني سوداګریزه بېړۍ وه. ایران ادعا کوي چې په دې برید کې یو سمندري کارکوونکی وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي. همداراز، د اعتراض په توګه په تهران کې د اوکراین سرپرست سفیر (کاردار موقت) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتل شوی دی.

  • د جنازې لمونځ

    خیبر پښتونخوا کې د پولیسو او پوځیانو پر ګډې پوستې موټر برید

    د خیبر پښتونخوا ټانک سیمې پر 'مانجهي خېل' امنيتي پوسته د وسله والو په یوه بريد کې د ۱۲ پوځيانو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي دي. په وژل شويو کې دوه پوليس سرتېري او د ځنګلونو د ادارې يو کارکوونکی هم شامل دي. د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې ای اېس پي ار لخوا په یوه خبرپاڼه کې ويل شوي چې ياد بريد د پنجشنبې او جمعې تر منځ شپې مهال شوی. بريدګرو له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر د امنيتي پوستې له دېوال سره ټکر کړ، چې د زورورې چاودنې له امله یې د پوستې بنسټيز جوړښت سخت زيانمن شوی.

  • د بدخشان یوه لېرې پرته سیمه

    د بدخشان ولایت او خیبر پښتونخوا د چترال ترمنځ سیمه کې نښتې

    په بدخشان ولایت کې د طالبانو حکومت سیمه ییزو سرچینو ویلي، د افغانستان په شمال ختیځ کې، د بدخشان ولایت او خیبر پښتونخوا د چترال ترمنځ سرحدي سیمه کې د وسله والو مخالفو ډلو سره په نښته کې پنځه مخالف غړي وژل شوي دي. په بدخشان کې د طالبانو د پوځ د "عمر ثالث" فرقې مطبوعاتي دفتر، د بدخشان د زېباک ولسوالۍ په توپخانه سیمه کې نښته تایید کړې ده.

  • د یوې افغانې ښځې انځو، چې لاس کې یې داسې نیولې دړې باندې لیکلي: افغانستان خوندي نه دی، افغانان بېرته مه استوئ.

    د جرمني د اساسي قانون محکمې د افغانانو د منلو د پروګرام لغوه کول رد کړل

    د جرمني اساسي قانون محکمې پرېکړه کړې، چې هېواد یې نه شي کولای د ټولو افغان کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرام په یوار لغوه کړي. محکمې حکم کړی، چې هره دوسیه باید په جلا توګه وڅېړل شي او د هر شخص په اړه باید بېل تصمیم ونیول شي.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • هند
  • پارون
  • نورستان
  • Kabul
  • floods
  • نورستان
  • Fans
  • برید
  • ټرافي
  • نایجېریا کې یوه ښځه درې ټایره رېکشه چلوي
  • افغانان پېښور کې
  • چابهار

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • ACB

    افغانستان ايرلنډ ته لوبډله اعلان کړه؛ نبي او مجيب ته ولې ځای نه دی ورکړل شوی؟

    د افغانستان کرېکټ بورډ د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغان ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ. دا ځل سیالۍ د رحمت شاه په لوبډلمشرۍ ترسره کېږي، چې یوازې څو ورځې مخکې دغه مسؤلیت ورکړل شو.

  • یوه ایرانۍ مېرمن د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۵مه، د تهران په یوه سړک د دیوالي انځور له څنګه تېرېږي.

    ولې ایران د هرمز تنګي پر سر دومره لوی خطر مني؟

    ایران او امریکا د هرمز د ستراتیژیک تنګي د کنټرول پر سر پرله ‌پسې پر یو بل بریدونه وکړل، داسې ښکاري، چې د ایران مشران اوس له درېیو شونو غوراویو سره مخامخ دي، خو هېڅ یوه لاره د بریا ښکارندویي نه کوي. لومړی غوراوی دا دی، چې ایران د واشنګټن ډېرې غوښتنې ومني؛ یعنې د سوداګریزو بېړیو پر ضد بریدونه ودروي او د هرمز تنګي له لارې د ټولو کښتیو د خوندي او ازاد تګ راتګ تضمین کړي، د لوړې کچې غني شويو یورانیمو زېرمې بندې کړي او یا یې کچه راکمه کړي، او همدارنګه د نړۍ د اټومي څار ادارې پراخو او سختو پلټنو ته غاړه کېږدي.

  • یوې څنډې ته دوه مېرمنې ناستې دي

    د نورستان د سېلابونو ویجاړۍ او قربانیان یې

    د نورستان د سېلابونو قربانیان تر ډېره د سیمې خلک، ښځې او سیلانیان دي. ملګري ملتونه وايي د نورستان ولایت په سېلابونو کې څه باندې ۴۰ کسان مړه شوي دي. د طالبانو حکومت بیا دا شمېر ۲۴ تنه ښيي او وايي د لټون او ژغورنې عملیات یې روان دي.

  • کابل کې برید

    کابل کې د روږدو کسانو پر روغتون د پاکستان برید: "باید د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي"

    د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، شاوخوا څلور میاشتې مخکې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر «امېد» مرکز د پاکستان هوايي برید له نړیوال بشردوستانه قانون جدي سرغړونه وه. د دغه سازمان په خبره د پاکستان دغه برید باید د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي. دغه بنسټ په تازه راپور کې ویلي، داسې هېڅ شواهد یې نه دي موندلي چې وښيي دغه مرکز د وسلو او مهماتو د زېرمتون په توګه کارېده. دغه سازمان ټینګار کوي چې په یاد برید کې سلګونه ملکي کسان ووژل شول.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۶ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي

    1. ۹
      ژوول څنګه د دماغ فعالیت زیاتوي؟
    2. ۱۰