BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • .

    د جلا وطنو افغان مېرمنو فوټبال لوبډلې لومړنۍ نړیواله لوبه وکړه

    د نیوزلنډ په اوکلنډ ښار کې د افغان جلا وطنو مېرمنو فوټبال لوبډلې خپله لومړنۍ لوبه د کوک جزیرو له لوبډلې سره درلوده چې په یوه صفر د کوک جزیرو لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده. زموږ همکاره محجوبه نوروزي چې د دغو لوبو د پوښښ لپاره اوکلنډ ته تللې وايي، که څه هم افغان لوبډلې لوبه وبایلله خو تر پایه یې لوبېده هیله بخښونکي وو.

  • آیت الله فیاض

    افغان شیعه دیني عالم ایت‌الله محمد اسحاق فیاض د ۹۶ کالو په عمرعراق کې ومړ

    افغان شیعه دیني عالم ایت الله محمد اسحاق فیاض د ۹۶ کالو په عمر عراق کې ومړ. دی په ۱۳۰۹ کال کې زېږېدلی و. .د عراق لومړي وزیر د هغه د مړینې له امله خواشني ښودلې او درې ورځنی ویر یې اعلان کړی دی. دی د شیعه مذهب پلویانو لپاره د تقلید مرجع بلل کېده او په افغانستان، عراق او نورو هېوادونو کې یې لوی شمېر مذهبي پلویان لرل.

  • لبنان اسرائیل مذاکرات

    اسرائیل منلې چې که حزب الله بریدونه بند کړي، له لبنان سره به اوربند وکړي

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وايي، اسرائیل او لبنان د اوربند پلي کولو په هکله یوې هوکړې ته رسېدلي دي.

  • عایشه په تصویر کې ښکاري چې پر ټنډه یې ټيک راځوړند دی او یوه لښتۍ یې هم ښکاري.

    پاکستان کې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ تر "ډله‌ييز جنسي تېري" وروسته مړه شوې

    د پاکستان په لاهور کې پولیس وایي چې د عایشې په نوم د هغې ۱۸ کلنې نجلۍ د وژنې قضیه یې ثبت کړې چې په یوه کور کې یې کار کاوه. د ادعا له مخې، دا نجلۍ تر ډله‌ييز جنسي تېري او د جنین سقط یا ماشوم غورځونې نه وروسته په روغتون کې بستر وه چې هلته یې ساه ورکړه. پولیسو ویلي چې د دې قضیې د پلټنې چارې د لاهور تحقیقاتي څانګې ته سپارل شوې دي او یو تورن کس هم نیول شوی دی.

  • سمیرا نوا امیني له ۲۰۱۹ کال راهیسې د ډنمارک پارلمان غړې ده.

    افغان الاصله سمیرا نوا د ډنمارک کابینه کې د وزیرې په توګه ګومارل شوې

    د ډنمارک سرپرستې لومړۍ وزیرې میټ فریدریکسن د چهارشنبې پر ورځ خپل دریم ایتلافي حکومت اعلان کړ، چې دې سره د تېر مارچ له ټولټاکنو راهیسې د دوو میاشتو سیاسي ځنډ ورسره پای ته ورسېد. د ۲۱ کسیزې کابینې په غړو کې د افغان الاصله سمیرا نوا امیني نوم هم شامل دی، چې د ډنمارک حکومت له لوري پر چهارشنبه اعلان شو.

Skip لنډې ویډیوګانې and continue reading

لنډې ویډیوګانې

  • نیالګي کېنول
  • رسټورانټ
  • د عکس په بره خوا کې رحمان الله ګوربز د ملي لوبډلې په درېشۍ کې ولاړ دی او لاندېنې عکس کې چپه شوی موټر ښکاري.
  •  مصنوعي ځیرکتیا (AI) لرونکی توپ
  • کشمیر
  • د تنباکونو نه کارولو نړیواله ورځ
  • مزار شریف
  • هند
  • د جیف بېزوس د بلو اوریجن شرکت فضايي راکټ چاودنه، چې د اور لمبې یې ښکاري.
  • Messi

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • الوتکې ته خلک خېژي

    مارکو روبيو: په قطر کې ايسار افغانان به په نورو هېوادونو کې مېشت کړل شي

    د امریکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو ويلي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره نه غواړي هغه افغانان چې دا مهال په قطر کې ایسار پاتې دي افغانستان دې ته په زوره ستانه کړل شي.رنوموړي د سې شنبې پر ورځ د امریکا د سنا د بهرنيو اړيکو کمېټې په غونډه کې وويل، له لږ تر لږه پنځو هېوادونو سره چې د دوی د منلو لپاره یې چمتوالی ښودلی خبرې روانې دي.

  • واشنګټن کې د بایسیکل ځغلولو سیالي

    د بایسکل نړیواله ورځ؛ د دې سپورتي او ټرانسپورتي وسیلې ګټې څه دي؟

    که یو ساده عادت وکولی شي ستاسو عمر اوږد کړي، فشار مو کم کړي او بدن مو سالم وساتي، ایا غوره به یې نه کړئ؟ بایسکل چلول همداسې یو ګټور عادت دی. د جون درېیمه، د بایسکل نړیواله ورځ ده. یوه داسې ساده وسیله چې د نړۍ میلیونونو کسانو لپاره یوازې د تګ‌راتګ وسیله نه بلکې د ژوند د بڼې، روغتیا او ان د فردي ازادۍ برخه ګڼل کېږي.

  • پوتن

    ولادیمیر پوتین څنګه د خپل عام انځور جوړولو ماهر شو؟

    کله چې ما په ۲۰۰۱ کال کې له ولادیمیر پوتین سره لومړی مرکه وکړه، د کامرې له چالانېدو څو شېبې مخکې یو مرستیال په بیړه د مېز پر سر اېښودل شوي د اوبو ګیلاسونه لرې کړل. ما وپوښتل: "ولې مو داسې وکړل"؟ هغه ځواب راکړ چې: "موږ نه غواړو څوک دا فکر وکړي دا د وودکا ګیلاسونه دي."

  • یوه مېرمن ناسته ده

    ټیک ټاک او یوټیوب د ماشومان لپاره" بشپړ خوندي نه دي"

    د بریتانیا د مخابراتو او رسنیزو چارو تنظیموونکي ادارې (افکام) پر ټیک ټاک او یوټیوب نیوکه کړې او په یوه نوي راپور کې یې ویلي چې د دوی د منځپانګې الګوریتمونه د ماشومانو لپاره "بشپړ خوندي ندي".

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۵ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۴ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي