BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د جلا وطنو افغان مېرمنو فوټبال لوبډلې لومړنۍ نړیواله لوبه وکړه
د نیوزلنډ په اوکلنډ ښار کې د افغان جلا وطنو مېرمنو فوټبال لوبډلې خپله لومړنۍ لوبه د کوک جزیرو له لوبډلې سره درلوده چې په یوه صفر د کوک جزیرو لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده. زموږ همکاره محجوبه نوروزي چې د دغو لوبو د پوښښ لپاره اوکلنډ ته تللې وايي، که څه هم افغان لوبډلې لوبه وبایلله خو تر پایه یې لوبېده هیله بخښونکي وو.
پاکستان کې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ تر "ډلهييز جنسي تېري" وروسته مړه شوې
د پاکستان په لاهور کې پولیس وایي چې د عایشې په نوم د هغې ۱۸ کلنې نجلۍ د وژنې قضیه یې ثبت کړې چې په یوه کور کې یې کار کاوه. د ادعا له مخې، دا نجلۍ تر ډلهييز جنسي تېري او د جنین سقط یا ماشوم غورځونې نه وروسته په روغتون کې بستر وه چې هلته یې ساه ورکړه. پولیسو ویلي چې د دې قضیې د پلټنې چارې د لاهور تحقیقاتي څانګې ته سپارل شوې دي او یو تورن کس هم نیول شوی دی.
اسرائیل منلې چې که حزب الله بریدونه بند کړي، له لبنان سره به اوربند وکړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وايي، اسرائیل او لبنان د اوربند پلي کولو په هکله یوې هوکړې ته رسېدلي دي.
پر کویټ او بحرین له بریدونو وروسته د تېلو بیه نږدې ۱۰۰ ډالرو ته ورسېده
د پنجشنبې پر سهار د برینټ شمالي سمندر د خامو تېلو بیه په اسیایي بازارونو کې شاوخوا ۹۷ ډالرو ته ورسېده. پر کویټ او بحرین د ایران پروني بریدونه او د ایران پر لور د تېلو پر ټانکر او د قشم ټاپو په سویلي څنډو کې د امریکا بریدونو د تېلو بازارونو کې نوې اندېښنې راټوکولې دي.
افغان الاصله سمیرا نوا د ډنمارک کابینه کې د وزیرې په توګه ګومارل شوې
د ډنمارک سرپرستې لومړۍ وزیرې میټ فریدریکسن د چهارشنبې پر ورځ خپل دریم ایتلافي حکومت اعلان کړ، چې دې سره د تېر مارچ له ټولټاکنو راهیسې د دوو میاشتو سیاسي ځنډ ورسره پای ته ورسېد. د ۲۱ کسیزې کابینې په غړو کې د افغان الاصله سمیرا نوا امیني نوم هم شامل دی، چې د ډنمارک حکومت له لوري پر چهارشنبه اعلان شو.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
مارکو روبيو: په قطر کې ايسار افغانان به په نورو هېوادونو کې مېشت کړل شي
د امریکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو ويلي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره نه غواړي هغه افغانان چې دا مهال په قطر کې ایسار پاتې دي افغانستان دې ته په زوره ستانه کړل شي.رنوموړي د سې شنبې پر ورځ د امریکا د سنا د بهرنيو اړيکو کمېټې په غونډه کې وويل، له لږ تر لږه پنځو هېوادونو سره چې د دوی د منلو لپاره یې چمتوالی ښودلی خبرې روانې دي.
د بایسکل نړیواله ورځ؛ د دې سپورتي او ټرانسپورتي وسیلې ګټې څه دي؟
که یو ساده عادت وکولی شي ستاسو عمر اوږد کړي، فشار مو کم کړي او بدن مو سالم وساتي، ایا غوره به یې نه کړئ؟ بایسکل چلول همداسې یو ګټور عادت دی. د جون درېیمه، د بایسکل نړیواله ورځ ده. یوه داسې ساده وسیله چې د نړۍ میلیونونو کسانو لپاره یوازې د تګراتګ وسیله نه بلکې د ژوند د بڼې، روغتیا او ان د فردي ازادۍ برخه ګڼل کېږي.
ولادیمیر پوتین څنګه د خپل عام انځور جوړولو ماهر شو؟
کله چې ما په ۲۰۰۱ کال کې له ولادیمیر پوتین سره لومړی مرکه وکړه، د کامرې له چالانېدو څو شېبې مخکې یو مرستیال په بیړه د مېز پر سر اېښودل شوي د اوبو ګیلاسونه لرې کړل. ما وپوښتل: "ولې مو داسې وکړل"؟ هغه ځواب راکړ چې: "موږ نه غواړو څوک دا فکر وکړي دا د وودکا ګیلاسونه دي."
ټیک ټاک او یوټیوب د ماشومان لپاره" بشپړ خوندي نه دي"
د بریتانیا د مخابراتو او رسنیزو چارو تنظیموونکي ادارې (افکام) پر ټیک ټاک او یوټیوب نیوکه کړې او په یوه نوي راپور کې یې ویلي چې د دوی د منځپانګې الګوریتمونه د ماشومانو لپاره "بشپړ خوندي ندي".
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۴ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غږیز کتاب, ۱۱:۰۰, ۴ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
خوشحال خان خټک د خپل شعر په نړۍ کې ـ د خوشحال خټک د شعرونو غږيز کتاب پر بي بي سي راډیو د داود جنبش او زمزمې نيازۍ په غږ کې.
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۴ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۳ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































