د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې دویمه ورځ هم اعتصاب او لاریونونه شوي

د بي بي سي اردو څانګې رپوټ کې د ځايي چارواکو له قوله ویل شوي، له لسو تر ۱۲ زرو پورې کسان په یوه لاریون کې راولاکوټ سیمې ته څلور کیلومتره نژدې رسېدلي دي.

د عکس سرچینه، Farhan Tariq

د عکس تشریح، د بي بي سي اردو څانګې رپوټ کې د ځايي چارواکو له قوله ویل شوي، له لسو تر ۱۲ زرو پورې کسان په یوه لاریون کې راولاکوټ سیمې ته څلور کیلومتره نژدې رسېدلي دي.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر په بېلابېلو سیمو کې پر چهارشنبه هم اعتصاب روان دی. د کاروبارونو تړلو دې اعتصاب غوښتنه ''جمو او کشمیر جواینټ عوامي کمېټۍ'' سیاسي تنظیم کړې، چې د حکومت له لوري پرې بندیز لګول شوی.

د بي بي سي اردو څانګې په رپوټ کې ویل شوي، له میرپور سیمې یو راوتلی لوی لاریون راولاکوټ سیمې ته نژدې ډهریک عیدګاه سیمې ته رسېدلی دی.

په راولاکوټ کې د چارشنبې پر ورځ له جوماتونو اعلانونه کېدل او له ځايي خلکو غوښتل کېدل، چې مظاهرو کې ګډون وکړي. په رپوټ کې ویل شوي، د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر مرکز مظفر اباد تر څنګ باغ، میرپور، راولا کوټ اور کوټلي سیمو کې هم پر چهارشنبه کاروباري مرکزونه، ښاري ټرانسپورټ، بانکونه او پټرول پمپونه تړلي وو، که څه هم دولتي دفترونه پرانیستي وو، خو د دولتي کارکوونکو په نیشت حساب شمېر دندې ته حاضر شوي وو.

یادې کمېټې په ځايي اسمبلۍ کې د کشمیري کډوالو ۱۲ څوکیو ختمولو پرېکړې پر ضد د احتجاج په توګه له ځايي اوسېدونکو غوښتي، چې مظاهرې وکړي. د جمو او کشمیر جواینټ عوامي کمېټۍ په وینا، احتجاج به یې تر هغه روان وي، غوښتنې یې ومنل شي. د دې احتجاج له امله، په ټول کشمیر کې وضعیت کړکېچن دی او نظم وضعیت ته په پام سره، د ځايي حکومت په غوښتنه د پاکستان فدرالي حکومت لخوا په کشمیر کې اضافي امنیتي پرسونل ځای پر ځای شوي دي.

د دې مظاهرو او لاریونونو له امله د پاکستان تر ادارې لاندې ټول کشمیر کې امنیتي تدبیرونه سخت شوي او له سهار راهیسې د مظفر اباد په ګډون د پاکستان راولپنډۍ په شاوخوا کې چورلکې لیدل شوې.

د سې شنبې او چهارشنبې ترمنځ شپه په کوټلي سیمه کې د لاریون کونکو او پولیسو ترمنځ په تاوتریخوالي کې د لږترلږه درې کسانو وژل کېدل تائید شوي دي.

کشمیر

د عکس سرچینه، Getty Images

له دې مخکې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې پر ''جمو کشمیر جوائنټ عوامي اېکشن کمېټې'' له بندیز لګولو وروسته ځايي چارواکو د دې سیاسي تنظیم ۳۱ غړي ونیول.

د ځايي حکومت له دې پرېکړې وروسته د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر په راولاکوټ سیمه کې د پولیسو او یادې کمیټۍ د پلویانو تر منځ د اخ وډب پېښې شوې. د بي بي سي اردو څانګې په رپوټ کې د راولاکوټ سیمې کمشنر سردار وحید له قوله ویل شوي، چې د تاوتریخوالي دې پېښو کې اوه کسان وژل شوي چې څلور پولیس ديوي . تاورتریخوالي کې له ۵۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.

د ادعا له مخې د تاوتریخوالي دا لړۍ پر شنبه د پولیسو له لوري د عوامی ایکشن کمېټۍ یوه غړي له وژل کېدو وروسته پیل شوه. خو پولیس ادعا لري" درې ملکیان د احتجاج کوونکو خپلو بې درېغه ډزو له امله وژل شوي".

ځايي چارواکو له دې مخکې د جون پر پنځمه په یوه اعلامیه کې وویل: ''حکومت په دې موضوع کې د باور کولو لپاره مناسب لاملونه لري، چې جمو کشمیر جوائنټ عوامي اېکشن کمېټې په ترهګري کې لاس لري او د سیمې د امنیت او ثبات لپاره یو خطر دی.''

بل لور جوائنټ عوامي اېکشن کمېټې د حکومت دا پرېکړه غندلې او په وینا یې دا چاره د حکومت د ''وارخطایۍ نښه ده.''

د کمېټې یوه مهم غړي شوکت نواز میر له بي بي سي اردو څانګې له شهزاد ملک سره خبرو کې ویلي، د دوی تنظیم ''مخکې هم سوله ییز وو اوس هم سوله ییز دی، داسې هېڅ اقدام مو نه دی کړی، چې له کبله ریاست یا د دې اړوند ادارو اعتبار یا امنیت ته زیان ورسېږي.''

د یادونې ده، چې دغه تنظیم د جون پر نهمه (سبا) په ځايي ټاکنو کې د کشمیري کډوالو لپاره د ځانګړو ۱۲ څوکیو له منځه وړلو پرېکړې پر ضد د پاکستان د ادارې لاندې په ټول کشمیر کې د احتجاج غوښتنه کړې. د احتمالي تاوتریخوالي مخنیوي لپاره د ځايي چارواکو په غوښتنه د پاکستان فدرالي حکومت سیمې ته اضافي امنیتي ځواکونه استولي دي.

د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د قانون ۱۴۴ مادې له مخې پر غونډو او لاریونونو بندیز لګول شوی او انټرنېټي خدمتونه ځنډول شوي دي.

د جمو کشمیر جوائنټ عوامي اېکشن کمېټې غړي څوک دي او څه غواړي؟

ځايي چارواکي وايي، په مرکزي ښار مظفر اباد کې یې امنیتي اقدامات سخت کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د یادونې ده، چې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د جولای پر ۲۷مه ټولټاکنې کېږي چې پکې به د ځايي اسمبلۍ یا شورا لپاره غړي وټاکل شي.

د جمو کشمیر جوائنټ عوامي اېکشن کمېټې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د سیاسي تنظیم په توګه ثبت او راجستر نه دی او د ځايي چارواکو له لوري پرې لګول شوی بندیز معانا دا ده، چې د دې تنظیم غړي د سیاسي ملاتړ ترلاسه کولو لپاره نه غونډې کولای شي، نه وینا کولای شي او نه هم د بسپنې کولو حق لري.

په ۲۰۲۳ کې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د اوړو او برېښنا بیو د زیاتوالي او نورو ولسي ستونزو د حل لپاره د "جموں کشمیر جوائنټ عوامي ایکشن کمېټې" په نوم تنظیم رامنځته شو.

د دغې کمیټې غړي ادعا کوي چې په دې سازمان کې ځايي سوداګر، ټرانسپورټران، وکیلان، محصلین او د ژوند د بېلابېلو برخو پورې تړلي کسان شامل دي. دغه تنظیم نه ځانګړی مشر لري او نه عمومي منشي، بلکې چارې یې د یوې مرکزي (کور) کمیټې له لارې پر مخ وړل کېږي.

په کشمیر کې د دې کمیټې هېڅ رسمي دفتر هم نشته، او که غونډه کوي، یو ځانګړی ځای ټاکل کېږي او د تنظیم اړوند کسان هلته راټولیږي.

د دې خوځښت پیل په ۲۰۲۳ کې هغه مهال وشو، چې د کشمیر راولاکوټ سیمه کې د اوړو د قاچاق تورونو له امله د احتجاج لړۍ پیل شوه، او وضعیت هغه مهال لا پسې ترینګلی شو چې د برېښنا د بیلونو لپاره د (پروټکټډ او نان پروټکټډ) مشتریانو کټګورۍ معرفي شوې او د کشمیر خلکو ته د دوه برابره بیلونو رسېدل پیل شول.

د دې وضعیت پر ضد د خلکو له خوا لومړی ځل احتجاج د د ۲۰۲۳ کال په مې کې پیل شو.

د احتجاجونو لړ کې د ۲۰۲۳ کال د اګست پر ۳۱مه د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر په ټولو سیمو کې عمومي اعتصاب وشو، مظاهرې ترسره شوې، نیونې وشوې، او پایله کې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر پر ۱۷مه سلګونه خلک مرکزي ښار مظفراباد کې راټول شول، او هلته د "جموں کشمیر جوائنټ عوامي ایکشن کمیټې" بنسټ کېښودل شو.