تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند: د پاکستان تېری د افغانستان پر حاکمیت برید او د سیمې سولې او ثبات ته مستقیم ګواښ دی
د افغانستان په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د پاکستان وروستیو خونړیو هوايي بریدونو ته غبرګونونه دوام لري.
په دې لړ کې نوي ډیلي دغه بریدونه "په کلکه غندلي" او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ویلي، "هېڅ امنیتي اندېښنه د داسې پوځي عملیاتو توجیه نه شي کېدای چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شي."
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) او طالبانو حکومت په وینا، د پاکستان تازه بریدونو د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
یوناما نړیوال بشري قانون ته د درناوي او د ولسي وګړو د خوندیتابه غوښتنه هم کړې.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جایسوال دوشنبه ناوخته (د جون ۲۹مه) پر خپله اېکس پاڼه یوه خپره کړې علامیه کې ویلي: "د پاکستان لخوا د تیري دا ښکاره عمل د افغانستان پر حاکمیت برید او د سیمې سولې او ثبات ته مستقیم ګواښ دی."
بیان کې زیاته شوې، چې دغه بریدونه د پاکستان د بېباکه چلند د دوامدارې بڼې څرګندونه او له پولو بهر د تاوتریخوالي د ناامېدانه اقداماتو له لارې، خپلو داخلي ناکامیو ته د بهرني اړخ د ورکولو د بېګټې هڅې ښودنه کوي.
نوي ډیلي د دغو بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره د "ژورې خواخوږۍ" څرګندلو سره زیاته کړې، چې "یو ځل بیا د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د خپل نه بدلېدونکي ملاتړ ژمنه تکراروي."
پاکستان ادعا کوي چې دغو تازه بریدونو کې یې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) او جماعت الاحرار ډلې اړوند پټنځایونه په نښه کړي او ۲۵ وسله وال یې پکې وژلي دي.
هند د هغو محدودو هېوادونو له ډلې دی، چې مخکې یې هم په افغانستان کې د پاکستان بریدونه غندلي او دغه هېواد یې د سیمې د بېثباته کولو په هڅو تورن کړی دی.
اسلام اباد که څه هم د نوي ډیلي دغه تازه غبرګون ته لا ځواب نه دی ویلي، خو پخوا یې هند تورن کړی چې ګواکې په افغانستان کې یې د طالبانو حکومت سره د اړیکو د پراخېدو اصلي موخه د پاکستان "بېثباته کول" دي او دا چې ګوندې "دې موخې ته رسېدو لپاره په افغانستان کې ځينې ترهګرې ډلې کاروي."
بلخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره په پکتیا، پکتیکا او کونړ کې د پاکستان بریدونه "د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا جدي نقض" بللی ویلي یې دي چې دا ګام "د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون، له اصولو سره په ټکر" کې دی.
نصیر احمد فایق چې د پخواني افغان جمهوریت له مهاله په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي کوي او دمګړۍ دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ چارسمبالی دی، د دې اعلامیې یوه کاپي پر خپله اېکس پاڼه خپره کړې ده.
په اعلامیه کې د طالبانو پر حکومت هم د "ځپونکو سیاستونو، له بشري حقونو د سیستماتیکو سرغړونو او د خپلو مسئولیتونو د نه ترسره کولو" له کبله د نیوکې ترڅنګ دا ادعا تکرار شوې چې ګوندې واکمنو چارواکو افغانستان "د ملګرو ملتونو له لوري د نوملړ شویو ترهګرو ډلو لپاره په خوندي او مناسب چاپېریال" بدل کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست ویلي، خو "دا واقعیتونه هېڅکله د هغو یو اړخیزو پوځي اقداماتو توجیه نه شي کېدای چې د ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخ کوي یا د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا نقضوي."
اعلامیه کې ټینګار پر دې شوی، چې "د ترهګرۍ ضد هڅې باید په بشپړه توګه د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور او د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد نړیوالې ستراتیژۍ سره سمې ترسره شي" او ترڅنګ یې له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې "دغه پرمختګونه له نږدې وڅاري."
د یادونې ده چې ښاغلي فایق د روان فبرورۍ کې په ننګرهار او پکتیکا کې د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته ویلي وو چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې په دې تړاو "رسمي شکایت" سپارلی دی.
هغه د روانې جون میاشت لومړیو کې په د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په تړاو یوې ناستې ته ویلي وو: "د افغانستان خلک باید د پاکستان د ناکمو سیاستونو او د طالبانو د کړنو بیه پرې نه کړي. همدارنګه افغانان د پاکستان او هند ترمنځ د نیابتي سیالیو او سيمهييزو رقابتونو د زغملو توان نه لري. افغانستان غواړي خپلواک پاتې شي او خلک یې باید د دغو سیالیو قرباني نه شي."