د اسلام اباد یوه پوهنتون کې د پوځي افسر هوايي ډزې؛ پولیس وايي، د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي

پولیس وايي، پېښه د محصلینو د احتجاج په ترڅ کې رامنځته شوې ده.

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، پولیس وايي، پېښه د محصلینو د احتجاج په ترڅ کې رامنځته شوې ده.
    • Author, شهزاد ملک
    • دنده, بي بي سي اردو-اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد پولیسو په یوې خصوصي تعلیمي ادارې (سرحد پوهنتون) کې د یوه پوځي افسر (ډګرمن) او محصلینو ترمنځ د لفظي شخړې، لاس-ګرېوان کېدو او دغه راز د لویې لارې بندولو پېښې په تړاو په ورځنی راپور (روزنامچه) کې ثبت کړی او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

د یادونې ده چې روزنامچه یو قانوني سند دی چې له ثبت وروسته کېدای شي په رسمي ډول د پولیسو په لومړني معلوماتي راپور یا اېف ای ار (FIR) بدل شي.

د فدرالي پولیسو یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، بي بي سي ته وویل، دا پېښه ځکه رسمي شوې، چې د یاد پوځي افسر پر ضد په اداره کې دننه د انضباطي اقداماتو لپاره د قانوني سند شتون اړین دی. د هغه په خبره، د روزنامچې له ثبتېدو وروسته دا راپور مهر او تړل شوی دی.

چارواکي زیاته کړې چې د سرحد پوهنتون د پېښې اړوند هغه ویډیوګانې هم تر څېړنې لاندې دي، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي. د ده په وینا، د ویډیوګانو له ارزونې وروسته به د پېښې مسوول کسان وپېژندل شي او د قانون له مخې به یې پر ضد لازم اقدامات وشي.

د یادونې ده چې تېره ورځ (اګست ۲۴مه) په سرحد پوهنتون کې د محصلینو او یوه پوځي افسر ترمنځ د لاس او ګرېوان کېدو پېښه رامنځته شوې وه، چې وروسته یاد افسر هوايي ډزې هم کړې وې. د دې پېښې ګڼې ویډیوګانې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي، خو بي بي سي په خپلواکه توګه د دغو ویډیوګانو د کره‌والي تائيد نه شي کولای.

پېښه په خصوصي تعلیمي ادارې سرحد پوهنتون کې رامنځته شوې ده.

د عکس سرچینه، sarhad university

د عکس تشریح، پېښه په خصوصي تعلیمي ادارې سرحد پوهنتون کې رامنځته شوې ده.

د دې پېښې له رامنځته کېدو وروسته، د اسلام‌اباد پولیسو مرستیال عمومي مفتش (AIG) حمزه همایون بي بي سي اردو څانګې ته ویلي وو، هغه پوځي افسر، چې د سرحد پوهنتون په انګړ کې پرې له محصلینو سره د تاوتریخوالي تور لګېدلی، نیول شوی او وروسته د پاکستان پوځ لوړپوړو چارواکو ته سپارل شوی دی.

بل لور، پوځي سرچینو ویلي چې د پاکستان د پوځ مشترتابه ته د سرحد پوهنتون د پېښې په هکله معلومات ورکړل شوي. د سرچینې په وینا، د پاکستان پوځ له قانونه د هر ډول سرغړونې پر وړاندې سملاسي، بې‌تبعیضه او سخت اقدام کوي.

حمزه همایون وايي، په سرحد پوهنتون کې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د اسلام‌اباد پولیس له وړاندې د مظاهره‌چیانو د خورولو لپاره په هغه ځای کې ګومارل شوي وو. نوموړی وايي، دوی هم حیران وو چې د پولیسو له شتون سره سره څنګه یو چا هڅه وکړه، چې قانون په خپل لاس کې واخلي.

د یادونې ده چې د دې پېښې په خپره شوې ویډیويي صحنه کې ښکاري چې اسلام‌اباد پولیس د پېښې پر مهال په هغه ځای کې ولاړ وو.

د ځايي پولیسو د لومړنیو پلټنو له مخې، د اسلام‌اباد د سرحد پوهنتون محصلینو د بشري سرچینو (اېچ ار) څانګې د چلند پر ضد احتجاج کاوه، چې په همدې مهال یاد پوځي افسر هلته ورسېد او پېښه رامنځته شوه.

د پولیسو په وینا، د دې شخړې پیل څو ورځې مخکې هغه مهال شوی و، چې د سرحد پوهنتون د یوې څانګې د مشر او د یاد پوځي افسر د مېرمنې ترمنځ اختلاف رامنځته شو. د پوځي افسر مېرمن هم په سرحد پوهنتون کې دنده ترسره کوي.

د سیمه‌ییزو پولیسو په وینا، د پوځي افسر مېرمنې اړوند پولیسو مرکز ته د څانګې د مشر پر ضد د ځورونې او د ګواښونو په تړاو عریضه وړاندې کړې وه. په عریضه کې ویل شوي وو چې د اګست په ۲۱مه، کله چې دغه مېرمن په خپل دفتر کې وه، یو پروفیسر د هغې خونې ته ورغلی او ادعا کېږي چې سپکې، سپورې یې ورسره کړې او د جدي پایلو ګواښونه یې هم ورته کړي دي.

د پوهنتون د ادارې یوه کارکوونکي، نعمان، په وینا له هغه پېښې وروسته د څانګې مشر دنده د څو ورځو لپاره ځنډول شوې وه.

ځایي پولیس وایي، د ښځې له لوري د ورکړل شوې عریضې پر بنسټ د قانوني بهیر له پیل وروسته، د پوهنتون ادارې د دواړو لورو ترمنځ روغه جوړه کړې وه.

د اسلام‌اباد د سوان سرکل پولیسو مشر خرم اشرف وايي، د څانګې مشر په لیکلې بڼه د خپل چلند له امله بخښنه غوښتې وه. له هغه وروسته شکایت کوونکې مېرمنې هم پولیسو مرکز ته یو لیکلې عریضه وړاندې کړې وه، چې په کې یې غوښتنه کړې وه د هغې د شکایت په تړاو باید نور قانوني اقدامات ونه شي او موضوع پای ته رسېدلې وګڼل شي.

بلخوا، د پوهنتون د یوه کارکوونکي په وینا، ادارې د دې موضوع د څېړنې لپاره یو تحقیقاتي کمېسیون جوړ کړی دی. دغه کمېسیون به ارزونه کوي چې د څانګې د مشر او د پوځي افسر د مېرمنې ترمنځ د شخړې له حل کېدو وروسته، موضوع بیا څنګه او ولې دومره سخته شوه.

اسلام اباد پوهنتون پېښه

د عکس سرچینه، social media

د سرچینو په وینا، ټاکل شوې کمېټه به دا هم وڅېړي چې د پوهنتون محصلین په دې موضوع کې څنګه ښکېل شول او دا به هم معلومه کړي چې ایا هغوی د اعتراض او احتجاج لپاره پارول شوي وو او که نه.

کله چې له ځايي پولیسو وپوښتل شول چې د دې پېښې په تړاو کوم کسان نیول شوي دي او که نه، چارواکو په دې اړه له نظر څرګندولو ډډه وکړه.

د سرحد پوهنتون د ادارې یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، مخکې بي بي سي ته ویلي وو چې د بشري سرچینو (اېچ ار) مشرې، چې د یاد پوځي افسر مېرمن ده، د یوه څانګې د مشر پر ضد د جنسي ځورونې شکایت ثبت کړی و. د همدې شکایت پر بنسټ، د پوهنتون ادارې یاد مشر له دندې ځنډولی و.

د ادارې د دغه چارواکي په وینا، د دوشنبې په ورځ چې د بشري سرچینو مشره خپل دفتر ته روانه وه، ''ځینو محصلینو ورته سپکې او پاروونکې خبرې پیل کړې''، چې له امله یې وضعیت کړکېچن شو او موضوع په تاوتریخوالي واوښته.

دی وايي، د وضعیت له ارزونې وروسته د بشري سرچینو مشرې ''خپل مېړه راوغوښت.''

د هغه په وینا، په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې هم ښيي چې پوځي افسر خپله مېرمن له سیمې ایستله او له ځان سره یې بېوله، خو کله چې ''د ځینومحصلینو له لوري بیا پرې نارې او څرګندونې وشوې، هغه بېرته راوګرځېد او له محصلینو سره یې شخړه رامنځته شوه.''

د سرحد پوهنتون د اسلام‌اباد څانګې د ادارې غړي محمد نعمان بي بي سي ته ویلي چې د دوشنبې په ورځ، چې محصلینو د یوې موضوع په اړه احتجاج کاوه، ''په همدې وخت کې د ډګرمن رتبې یو افسر هلته راغی. د هغه په لاس کې یو سوټی و، چې په هغه یې ځینې محصلین ووهل.''

محمد نعمان زیاته کړه: ''کله چې د ادارې کسان هلته ورسېدل، محصلین او پوځي افسر له یو بل سره لاس او ګرېوان وو. وروسته پوځي افسر هوايي ډزې پیل کړې او له هغه ځایه لاړ.''

د محمد نعمان په وینا، د پېښې پر مهال د پوځي افسر مېرمن هم هلته وه.

د پوځي افسر له لوري له هوايي ډزو وروسته، محصلین له پوهنتونه ووتل او 'جي ټي' لویې لارې ته لاړل او هلته یې د تګ راتګ مخه ډب کړه.

د پولیسو مرستیال عمومي مفتش (AIG) متقاعد کپتان حمزه همایون له مظاهره‌چیانو سره خبرې کړې وې او هغوی ته یې ډاډ ورکړی و چې د پېښې د مسوولو کسانو پر ضد به قانوني اقدام وشي.

د سرحد پوهنتون ادارې ویلي، چې د دې پېښې په اړه یې اړوند پولیس مرکز ته رسمي شکایت سپارلی دی.