د طالبانو حکومت د بدخشان لپاره نوی والی او د امنیې قوماندان ګومارلی دی

د بدخشان نوی والي رحمت‌الله نجیب

د عکس سرچینه، MODAfghanistan

د عکس تشریح، د بدخشان نوی والي رحمت‌الله نجیب
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د طالبانو حکومت مشر هبت الله اخندزاده د یوه نوي فرمان له مخې د بدخشان ولایت لپاره نوی والي او د پولیسو نوی قوماندان ټاکلی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس یوه پیغام کې لیکلي چې د دغه فرمان له مخې رحمت الله نجیب، چې مخکې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال و، د بدخشان د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې احمدشاه دین دوست، چې پخوا د سرپل والي و، د بدخشان د امنیې قوماندان په توګه ګومارل شوی دی.

په ورته وخت کې، د بدخشان پخوانی والي محمد اسماعیل غزنوي د عامه ګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال ټاکل شوی او د دې ولایت پخوانی امنیه قوماندان عبدالبصیر مظهري د کندهار ولایت د عامه ګټو رئیس په توګه ګومارل شوی دی.

د مجاهد په وینا، عبدالجبار معاون، چې مخکې د عامه ګټو وزارت د لویو لارو د ساتنې او څارنې مرستیال و، د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال ټاکل شوی او بختیار معاذ، د لغمان پخوانی والي، د سرپل د نوي والي په توګه نومول شوی دی.

که څه هم د طالبانو د حکومت ویاندویان د چارواکو بدلونونه او تبدیلۍ تل عادي اداري چارې بولي، خو د بدخشان په ولایت او د هغه د امنیتي ادارو په رهبرۍ کې وروستي بدلونونه په داسې حال کې شوي چې په دغه ولایت کې په وروستیو کې یو شمېر امنیتي پېښې شوې.

جمعه‌خان فاتح

د عکس سرچینه، social MEDIA

د عکس تشریح، جمعه‌خان فاتح

په بدخشان کې په وروستیو میاشتو کې د څو امنیتي پېښو رامنځته کېدل د دې ولایت د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. په دغو پېښو کې د طالبانو د یوه پخواني قوماندان او د حکومت د ځانګړو ځواکونو ترمنځ نښتې، د حکومت ضد وسله‌ والو ډلو بریدونه، او د طالبانو د ځینو سیمه‌ ییزو چارواکو ترور شامل دي.

د جمعه خان فاتح او د طالبانو د ځانګړو ځواکونو ترمنځ شخړه، د بدخشان د نُسي ولسوالۍ په سیمه کې د طالبانو د حکومت لپاره په یوه جدي ننګونه بدله شوې وه.

که څه هم شاوخوا یوه اوونۍ نښتې روانې وې، خو د طالبانو حکومت ته نږدې سرچینو وروسته وویل چې جمعه خان فاتح بالاخره "تسلیم" شوی دی.

بل لور، د طالبانو د حکومت مخالفو وسلوالو ډلو په وروستیو میاشتو کې خپل ډېری بریدونه په بدخشان ولایت متمرکز کړي دي. دغو ډلو د ولایت په ځینو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر ضد د بریدونو او نښتو ادعاوې هم کړې دي.

د طالبانو حکومت تائید کړې وه، چې د بدخشان ولایت یفتال ولسوالي د "لنډ وخت لپاره" د وسله والو مخالفینو یوې ډلې نیولې وه.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت تائید کړې وه، چې د بدخشان ولایت یفتال ولسوالي د "لنډ وخت لپاره" د وسله والو مخالفینو یوې ډلې نیولې وه.

څه باندې میاشت مخکې، د ''سپاهي مېهن'' په نوم جبهې د بدخشان د یفتل ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره تر خپل کنټرول لاندې راوسته. دا په تېرو پنځو کلونو کې لومړی ځل و چې د طالبانو مخالفو وسله‌ والو ځواکونو یوه ولسوالۍ، که څه هم د لنډ وخت لپاره، نیولې وه.

بل لور "د ازادۍ جبهې"، چې د طالبانو د حکومت له نورو وسله‌والو مخالفو ډلو ده، ویلي چې له څه مودې راهیسې یې د بدخشان د زیباک ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې له طالبانو سره نښتې روانې دي.

خو د طالبانو حکومت دغه پېښې محدودې بللې او ادعا یې کړې چې یاد وسله‌ وال د پاکستان له چترال سیمې بدخشان ته اوښتي وو. د طالبانو په وینا، په دې نښتو کې یو شمېر وسله‌وال وژل شوي او پاتې نور بېرته هماغې سیمې ته "تښتېدلي" دي. خو یادو مخالفو ډلو دغه ادعاوې رد کړې دي.

له دغو پېښو سره همهاله، په بدخشان کې د طالبانو د حکومت دوه سیمه‌ییز چارواکي هم په جلا جلا بریدونو کې ووژل شول.

داعش ډلې د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس ذبیح الله امیري د وژنې مسوولیت پر غاړه واخیست.

دغه راز، شاوخوا لس ورځې مخکې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌اباد ښاروال عبدالرحمان منصور په یوې چاودنه کې ووژل شو.

د ملي مقاومت جبهې، چې مشري یې احمد مسعود کوي، د دغې چاودنې مسوولیت منلی دی.

په ورته مهال، د بدخشان په ځینو ولسوالیو کې د سیمې د اوسېدونکو او د طالبانو د حکومت د ځواکونو ترمنځ د اعتراضونو او تاوتریخوالي راپورونه هم ورکړل شوي دي. شاوخوا درې اوونۍ مخکې د یفتل ولسوالۍ په یوه پېښه کې دوه نارینه او یوه ښځه ووژل شول.

خو د طالبانو سیمه‌ ییزو چارواکو معترضان ''مغرض اشخاص'' او ''فتنه‌اچوونکي'' بللي دي.