د کابینې دوه غړي په هغه الوتکه کې پاتې شوي وو، چې ټرمپ په پټه لاره ترې وتلی و
- Author, برانډون ډرینون او د سپینې ماڼۍ لپاره خبریال بیرنډ دیبوسمان جونیر
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د سي بي اېس نیوز د راپور له مخې، تیره میاشت په ترکیه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پټ سفر پر مهال د هغه د کابینې دوه لوړپوړي غړي په هغه الوتکه کې پاتې شول چې د فریب ورکولو لپاره کارول کېده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د خزانې (مالیې) وزیر سکاټ بېسنټ په هغه الوتکه کې ناست پاتې شول چې ګڼو کسانو ګومان کاوه هماغه ایرفورس ون ده. دوی له ټرمپ سره په هغې بدیلې الوتکه کې سفر ونه کړ چې د ایران له احتمالي امنیتي ګواښونو سره د اندېښنو له امله ولسمشر ته چمتو شوې وه.
د راپور له مخې، د جولای په ۸مه ټرمپ له دغو دواړو وزیرانو او د رسنیو له استازو سره یوځای ایرفورس ون ته وخوت، خو وروسته یې په پټه توګه الوتکه پرېښوده. ویل کېږي هغه د خوړو د رسولو یوه موټر په کارولو سره یوې پوځي الوتکې ته ولېږدول شو، چې د سفر اصلي مسیر پټ وساتل شي.
که څه هم د ''ایرفورس ون'' نوم هرې هغې الوتکې ته کارول کېږي چې ولسمشر پکې سفر کوي، خو په دې پېښه کې اصلي الوتکې د ''ایرفورس ون'' د راډیويي نښې یا کالساین کارولو ته دوام ورکړ. له همدې امله، نوموړې الوتکه د فریب یا دوکې د یوې وسیلې په توګه وکارول شوه، په داسې حال کې چې ټرمپ په پټه توګه په بله پوځي الوتکه کې لېږدول شوی و.
د سي بي اېس نیوز شبکې، چې په امریکا کې د بي بي سي همکاره رسنۍ ده، د راپور له مخې مارکو روبیو او سکاټ بېسنټ په لومړۍ الوتکه کې پاتې شول، چې که چېرې ډونلډ ټرمپ ته کومه پېښه رامنځته شوې وای، د ولسمشرۍ د ناستې (د واک لېږد) قانوني لړۍ خوندي وساتل شي،.
که ولسمشر مړ شي یا د خپلې دندې د ترسره کولو توان له لاسه ورکړي، نو واک لومړی مرستیال ولسمشر جې ډي وینس ته انتقالېږي. له هغه وروسته د استازو جرګې مشر (سپیکر) او بیا د سنا جرګې موقتي رئیس (President Pro Tempore) د ولسمشرۍ په لړۍ کې راځي.
له دغو چارواکو وروسته د بهرنیو چارو وزیر د واک د انتقال په کتار کې ځای لري او ورپسې د خزانې یا مالیې وزیر راځي.
هغه نور چارواکي چې په لومړنۍ الوتکه کې پاتې شول او لا هم د ایرفورس ون په نوم پېژندل کېده، د سپینې ماڼۍ مرستیال لوی درستیز سټیفن میلر او د سپینې ماڼۍ د اړیکو رئیس سټیون چونګ وو.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، په دویمه الوتکه کې چې ولسمشر ټرمپ یې له انقرې ولېږداوه، د دفاع وزیر پیټ هګسېت هم سفر کاوه. دغه راز ټرمپ له خپلې اجرائیوي مرستیالې نېتالي هارپ، د سپینې ماڼۍ مرستیال لوی درستیز ډان سکاوینو، او د اوول دفتر د عملیاتو له مشر والټ ناوټا سره مل و.
بي بي سي په دې اړه د سپینې ماڼۍ د نظر غوښتنه کړې ده.
ټرمپ د دوشنبې په شپه خبریالانو ته وویل چې د دې پټ او فریب ورکوونکي تدبیر پرېکړه د امریکا پوځ او د استخباراتي سروس ادارې کړې وه، ځکه هغوی ''غوښتل چې زه په یوه بله الوتکه کې سفر وکړم.''
د امنیتي ګواښ کره څرنګوالی لا هم روښانه نه دی. ټرمپ په دې اړه مشخص جزئیات ورنه کړل او یوازې یې وویل چې دی ''له ډېرو ګواښونو'' سره مخامخ وي.
هغه زیاته کړه:
''هر اغېزناک ولسمشر له ډېرو ګواښونو سره مخ وي.''
د ګڼو امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، هغه امنیتي ګواښ چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پټ لېږد لامل شو، د اوږې پر سر لېږدول کېدونکي توغندي ویشتونکي سیسټم سره تړاو درلود. دغه راز امنیتي چارواکي اندېښمن وو چې ایراني اړخ ښايي د ټرمپ د موقعیت په اړه کره معلومات ولري، ان دا چې هغه د کوم هوټل په کوم پوړ کې اوسېده.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغو چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي څرګند شوي، راپور ورکړی چې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د ناټو د غونډې په شاوخوا سیمه کې یو کس لیدل شوی و چې له ځمکې څخه هوا ته ویشتل کېدونکی توغندی یې له ځان سره لېږداوه.
واشنګټن پوسټ: سيایاې د ټرمپ پر ضد د ایران د احتمالي ګواښ په تړاو د اسرائیلو پر معلوماتو شک درلود

د عکس سرچینه، Reuters
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي چې د امریکا مرکزي استخباراتي ادارې (سيایاې) د هغو معلوماتو په اړه ډاډ نه درلود چې اسرائیلو د ډونالډ ټرمپ پر ضد د ایران د احتمالي ګواښ په اړه وړاندې کړي وو.
د راپور له مخې، سيایاې مسوولین د اسرائیلو لخوا د هغه ګواښ په تړاو شکمن وو چې ویل کېدل په ترکیه کې د ټرمپ پر وړاندې موجود و.
له همدې معلوماتو وروسته، ډونلډ ټرمپ په پټه توګه په انقره کې خپله الوتکه بدله کړه او له ترکیې څخه د یوې بلې پوځي الوتکې په وسیله ووت.
ټرمپ څه باندې یوه میاشت وړاندې د ناټو په غونډه کې د ګډون لپاره انقرې ته تللی و.
واشنګټن پوسټ د دې موضوع په تړاو د اوسنیو او پخوانیو امریکایي چارواکو څرګندونې راخیستي چې وايي له دې موضوع خبر وو.
د ورځپاڼې په وینا، یوه چارواکي ویلي چې هغه راپورونه چې ګواکې ټرمپ په دغه سفر کې له ګواښ سره مخ و، ''اسرائیلي سرچینه لرله، نه امریکایي'' او د باور کچه یې هم ''ټیټه'' ارزول شوې وه.
تر دې مخکې، امریکایي چارواکو د سيبياېس نیوز خبري شبکې ته ویلي وو چې متحده ایالاتو د ایران له لوري د زړو ایرفورس ون الوتکو پر ضد د توغندي د برید یو جدي احتمالي ګواښ تشخیص کړی و.
د راپورونو له مخې، ټرمپ د خوړو د لېږد یوه کانتینر او د خدماتي تجهیزاتو د لېږدونکي لارۍ په مرسته یوې کوچنۍ پوځي الوتکې، C-32A، ته لېږدول شوی و.
دغه راز ویل شوي چې امریکایي چارواکو هغه مهال داسې انګېرنه رامنځته کړې وه چې ګواکې ټرمپ له ترکیې څخه د ایرفورس ون په پخوانۍ الوتکه کې وځي، حال دا چې نوموړی په پټه توګه لومړی برېتانیا کې یوې پوځي اډې ته او بیا له هغه ځایه امریکا ته ولېږدول شو.
د راپورونو له مخې، خبریالان او یو شمېر د سپینې ماڼۍ کارکوونکي هم په دې باور وو چې ټرمپ په هماغه زړې ایرفورس ون الوتکه کې دی، چې په انقره کې د تلویزیوني کمرې مخې ته ورته ختل ښودل شوي وو.

















