تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان ښځو ته د بریتانيا د چتم هاوس جایزه ورکړل شوه
د بریتانیا د نړیوالو چارو مخکښ څېړنیز بنسټ (تېنک ټنک) چتم هاوس د ۲۰۲۶ کال کلنۍ جایزه د افغانستان ښځو ته ډالۍ کړې ده.
چتم هاوس ویلي، دا جایزه د افغانستان ښځو ته د هغوی د زړورتیا، کلکوالي او د جنسیت پر بنسټ د سیستماتیک دوه ګوني چلند او بندیزونو پر وړاندې د نه ستړې کېدونکې مبارزې په درناوي کې ورکړل شوې ده.
د چتم هاوس رهبرۍ غړي وايي، "د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته هم د افغانستان ښځې د خپل هویت، خپلو حقونو، د نویو نسلونو، د نجونو او ښځو د راتلونکي د دفاع لپاره مبارزه کوي. دوی د ښځو او نجونو لپاره د هیلې او فرصت څرک ژوندی ساتلی دی. "
د طالبانو واکمنۍ کې پر افغان ښځو او نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتون ته په تګ بنديز لګول شوی او په عامه ژوند کې پرې ګڼ محدوديتونه لګېدلي دي.
له دغو سختو شرایطو سره سره په افغانستان کې دننه او بهرن افغان مېرمنو د خپلو حقونو او آزادیو د دفاع لپاره خپلو مبارزو ته دوام ورکړی چې د نړيوالو پام یې هم ور اړولی دی.
د چتم هاوس مشرې برونوېن مېډاکس ویلي، افغان ښځو د خپلو حقونو او د نویو نسلونو د راتلونکي خوندي کولو لپاره بېسارې مېړانه ښودلې او نړۍ ته یې دا پیغام ورکړی، چې د هغوی مبارزه باید هېره نه شي.
نوموړې وايي ،"د افغانستان ښځو د هغو سیستماتیکو هڅو پر وړاندې، چې غواړي دوی له زده کړو، کار او عامه ژوند څخه څنډې ته کړي بېسارې زړورتیا او استقامت ښودلی دی".
د هغې په وينا "د دوی زړورتیا د ښځو د حقونو د یوه ډېر پراخ غورځنګ د ارادې او هوډ څرګندونه کوي او نړۍ ته دا پیغام ورکوي چې باید د افغانستان د ښځو وضعیت له پامه ونه غورځوي. دا جایزه د دوی د همدې هڅو او د هغې بېلګې ستاینه کوي، چې دوی د بېسارې محدودیتونو سره سره نړۍ ته وړاندې کړې ده. "
د دغه بنسټ څېړونکو ډاکټر فرزانه شیخ او ډاکټر چیتیګج باجپایي هم ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې تر ټولو ډېر زیان ښځو او نجونو لیدلی، خو وايي د حقونو لپاره مبارزه د هغوی د نه ماتېدونکي هوډ څرګندونه کوي.
دې زیاته کړې، چې د دې جایزې موخه د افغان ښځو د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې پام بیا رااړول دي.
ډاکټر چیتیګج باجپایي خپلو خبرو کې ویلي، "د طالبانو واکمنېدو وروسته، د افغانستان هېڅ قشر د ښځو او نجونو په اندازه زیان نه دی لیدلی. "
ټاکل شوې ده، چې دا جایزه د روان کال په وروستیو کې د چتم هاوس په ځانګړو مراسمو کې وړاندې شي او له هغې سره به د بریتانیا د پاچا له خوا لاسلیک شوی ستاینلیک هم د افغانستان ښځو ته وسپارل شي.
دا جایزه په ۲۰۰۵ کال کې رامنځته شوه. د دې جایزې له پخوانیو ګټونکو څخه د اوکرایین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي، بې پولې ډاکټران او د خبریالانو د ساتنې کمېټه ده.
په ۲۰۲۵ کال کې دا جایزه د سودان د رضاکارو متقابلو مرستو سیمه ییزو ډلو، چې د بیړني غبرګون خونې (ERRs) په نوم پېژندل کېږي، د سودان د جګړې پر مهال د دوی د بشري مرستو د هڅو په ویاړ ورکړل شوه.
چتم هاوس په لندن کې مېشت د نړۍ له مخکښو پالیسۍ جوړوونکو او څېړنیزو بنسټونو څخه دی.
د دې بنسټ موخه د نړیوالو سیاسي او جیوپولیټیکي ننګونو او ستونزو څېړل او د حل لپاره یې عملي لارې وړاندې کول دي، څو له حکومتونو او ټولنو سره د یوې خوندي، پایدارې، سوکالې او عادلانه نړۍ په جوړولو کې مرسته وکړي.