BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د پاکستان پارلمان به د خیبر پښتونخوا بېړنی حالت "تصویب" کړي او باړه کې څه روان دي؟
له هغه وروسته چې د پاکستان ولسمشر له لوري په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او واليواکمني یا ګورنر راج نافذ شوی، ټاکل شوې نن دا پرېکړه د تصویب یا تایید لپاره په قامي اسمبلۍ او سنا مجلس کې وړاندې شي. د دواړو مجلسونو د غونډو په اجنډا کې په دې اړه د جلا جلا پرېکړهلیکونو وړاندې کول شامل دي.
کرېکټ: د افغانستان او بنګله دېش ټېسټ لوبه مساوي پايته ورسېده
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ په ابوظبۍ کې يوازينۍ ټېسټ لوبه مساوي پايته ورسېده. د دغې پنځه ورځنۍ لوبې پچه چې بنګله دېش ګټلې وه لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه کړې وه.
له بېړني حالت وروسته په خيبر پښتونخوا کې سياسي بدلون شونی دی؟
خيبر پښتونخوا له ۲۰۱۳ کال راهيسې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) مهم سياسي مرکز پاتې شوی دی. دغه ګوند د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۴ ټاکنو کې هم په صوبه کې څرګند اکثريت ترلاسه کړی و او حکومت يې جوړ کړی و. د بېړني حالت او ګورنر راج تر نافذېدو وروسته، که څه هم تر اوسه په صوبه کې پراخ احتجاجونه نه دي ليدل شوي، خو سياسي شنونکي باور لري چې د عمران خان سياسي نفوذ او ولسي ملاتړ لا هم تر کافي بریده پياوړی دی.
افغانستان کې د بيبيسي خپرونې پر لنډو او منځنیو څپو خپرېږي
افغانستان کې د طالبانو حکومت په ټول هېواد کې پر اېف اېم څپه د بي بي سي خپرونې ځنډولې دي.
د یمن انصارالله ډله، حوثیان څوک دي؟
د یمن ویجاړونکې کورنۍ جګړه دې وروستیو میاشتو کې یو ځل بیا زوروره شوه. دغه جګړه کې د ایران له ملاتړه برخمن حوثي غورځنګ، چې د هېواد د شمال لوېدیځ لویه برخه تر خپلې ولکې لاندې لري، د سعودي عربستان له ملاتړه برخمنو حکومتي ځواکونو ترمنځ سره یې سختې نښتې روانې دي.
د طالبانو حکومت: په تېر یوه کال کې په طبیعي پېښو کې ۶۷۹ تنه مړه شوي
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت اداره وايي چې په تېر یوه کال کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طبیعي یا قدرتي پېښو له امله ۶۷۹ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۶۰۰ نور ژوبل شوي دي. له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې دا شمېرې نن سېشنبه د اکتوبر پر ۱۳ (تله ۲۱) د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په مناسبت پرخپله اېکسپاڼه خپرې کړې دي.
اسحاق ډار: په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت له اعلان پرته بل غوراوی نه و
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار چې مرستیال لومړي وزیر هم دی، په خیبر پښتونخوا کې د اضطراري حالت او د والي واکمنۍ د اعلانېدو د پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې "له حکومت سره له بېړني حالت پرته بل هېڅ غوراوی نه و پاتې."
تارړ ادعا کړې، د ټيټيپي له ۶ زرو ډېر وسلهوال په افغانستان کې دي؛ مجاهد: "پروپاګند کول ناکام سیاست دی"
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، "د پاکستاني چارواکو له خوا د بې ځای تورونو لګول، د مذاکراتو بهیرونو سبوتاژ کول او د حل پر ځای د لوړ رتبه چارواکو ټول تمرکز په پروپاګند، ناکام سیاست دی." هغه نن دوشنبه (د اکتوبر ۱۲مه) پر خپله اېکس پاڼه یوه خپاره کړي بیان کې لیکلي چې د پاکستاني چارواکو لخوا پر افغانستان د "خپلو ناکامیو" د پړې اچول هېڅ ستونزه نه حل کوي. ځینې راپورونه وایي، ښاغلي مجاهد دغه بیان ظاهرآ د پاکستان د اطلاعاتو د وفاقي وزیر عطالله تارړ څرګندونو ته په غبرګون کې خپور کړی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ درېدل؛ بي بي سي یې زیانونو ته کتنه کړې
د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو لارو د تړل کېدو یو کال پوره کېږي چې نه یوازې یې د دواړو هېوادونو پر اقتصاد بلکې پر سیمه ییز تجارت هم ژور اغېز کړی دی. د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له وسله والو نښتو او بریدونو وروسته پاکستان له افغانستان سره خپلې ټولې تجارتي لارې وتړلې. له دې کبله په افغانستان او پاکستان کې د میلیونونو ګروندګرو، صنعتکارانو، تجارانو، ترانسپورترانو او نورو اړوندو کسانو ژوند او کاروبار اغېزمن شوی دی.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د امریکا د کانګرس د غړې الهان عمر کور پلټل شوی
عمر په صومالي کې زېږېدلې او په اته کلنۍ کې له جګړې له امله له خپله ټاټوبي وتلې او امریکا ته یې پناه یووړه. هغه لومړی وار په ۲۰۱۸ کال کې د کانګرس د غړې په توګه وټاکل شوه، او هغې د راتلونکې میاشتې ټاکنو کې د بیا ټاکل کېدو لپاره خپلې ټاکنیزې منډې ترړې ګړندۍ کړې دي.
ژورو څاهګانو ته لوېدل؛ د افغان ماشومانو پټ قاتل
د افغانستان سویل چې وچکالۍ ځپلی دی، د اوبو لپاره نا هیلې پلټنې د سلګونه زرو ژورو، تنګو او نېغو څاګانو د کیندلو لامل شوې دي چې د کروندګرو ځمکې یې د مرګ په لومو بدلې کړې دي. هغه ژوره څاه چې زین الله پکې لوېدلی و، دوه کاله وړاندې وچه شوې وه. ځايي کروندګرو چې دا څاه یې کیندلې وه، د هغې خوله یې په لرګیو او خاورې پټه کړې وه، خو د وخت په تېرېدو لرګي وراسته شوي وو او خاوره شړېدلې وه.
هند کې اپوزېسیون فعالان ولې د سترې محکمې پر لور د لاریون چمتوالی کوي؟
د هند اپوزېسیون ګوندونو مسوولین وايي، په پام کې لري چې پلازمېنه ډیلي کې د سترې محکمې پر لور لاریون وکړي او د ټاکنو کمېسیون د مشر د استعفا غوښتنه وکړي. دوی ادعا کوي چې په ټاکنیزو چارو کې درغلۍ شوې دي. دا به په ډیلي کې د وروستیو پرلپسې اعتراضونو او مظاهرو یوه بله برخه وي.
د وينې د شکر لوړېدل "تل بد خبر نه وي"
په تېرو څو کلونو کې، موږ د دوو پام وړ پرمختګونو شاهدان یو. لومړی دا چې پر وجود روغ خلک، یا هغه کسان چې پر ناروغۍ اخته نه دي، د ورځې په اوږدو کې د وینې د شکر اندازه کولو وسایل له ځان سره ګرځوي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































