ایر انډیا د ممنوع توکو کارولو په تړاو د ټولو پیلوټانو معاینات کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
ایر انډیا اعلان کړی چې له سملاسي اغېز سره به خپل ټول پیلوټان د ممنوع شویو موادو د کارولو لپاره معاینه کړي.
دا پرېکړه له هغه وروسته شوې چې تېره اوونۍ له فوکېټ څخه ډیلي ته د ایر انډیا یوې الوتنې ناڅاپه ارتفاع له لاسه ورکړه. د لومړني راپور له مخې، د الوتکې یو پیلوټ باید د ممنوع شویو توکو ازموینه بیا ترسره کړې وای. د رسنیو راپورونه وايي چې نوموړي د چرسو په ازموینه کې مثبته پایله درلوده.
د شرکت د ارزانه الوتنو څانګې، ایر انډیا ایکسپریس، پیلوټان به هم د پنجشنبې له ورځې تر دغو ازموینو لاندې راشي.
تر دې مخکې د نافذو مقرراتو له مخې، لږ تر لږه ۱۰ سلنه پیلوټان په تصادفي ډول معاینه کېدل.
د اګست په ۴مه، له الوتنې لږ وروسته، ایربس الوتکې شاوخوا ۹۱ متره (۳۰۰ فټه) ارتفاع له لاسه ورکړه چې له امله یې ۱۷ مسافر او د عملې غړي ټپیان شول.
دا پېښه اوس د هندي چارواکو لخوا د ایربس شرکت او د فرانسې د هوايي خوندیتوب ادارې په همکارۍ څېړل کېږي.
د الوتکې دواړه پیلوټان د پلټنو تر بشپړېدو پورې له دندو لیرې شوي دي.
په هغه یادښت کې چې بي بي سي لیدلی، ایر انډیا ویلي:
"اړینه ده چې د ازموینو په برخه کې له قانوني غوښتنو هم یو ګام وړاندې لاړ شو."
شرکت زیاته کړې:
"دا نوښت، چې د مقرراتو له غوښتنو څخه لوړ معیارونه خپلوي، زموږ ژمنتیا څرګندوي، چې د خوندیتوب او مسلکيتوب تر ټولو لوړې کچې وساتو او مسافرو، شریکانو او ټولنې ته ډاډ ورکړو."
ایر انډیا لا دمخه هم له سختو نیوکو او څارنې سره مخ وه، ځکه چې د ۲۰۲۵ کال د جون په میاشت کې د احمداباد څخه لندن ته یوه الوتکه د الوت له پیل لږ وروسته ولوېده. په هغه پېښه کې ۲۴۱ تنه د الوتکې دننه او ۱۹ تنه پر ځمکه ووژل شول، او یوازې یو مسافر ژوندی پاتې شو.
د نویو ازموینو په لړ کې به نه یوازې د نشه یي او ممنوع شویو موادو معاینات کېږي، بلکې هغه درمل به هم وڅېړل شي چې د هوايي چلند د مقرراتو له مخې د کارولو اجازه نه لري. دغه ازموینې به د ایر انډیا د روزنیزې اکاډیمۍ، د الوتنو د معلوماتي مرکزونو او نورو اداري دفترونو کې ترسره کېږي.
تېره اوونۍ د ایتوپیا هوايي شرکت پخوانی مشر تیوولدې ګبریماریام د ایر انډیا د نوي اجرائیوي رئیس په توګه وټاکل شو.

















