BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
افغانستان کې د روان کال له پيله پر ګوزڼ د اخته کسانو شمېر ۱۵ ته رسېدلی
د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرو له مخې افغانستان لا هم په نړۍ کې هغه هېواد دی چې د پوليو ډېرې پېښې په کې ثبتېږي. د دې بنسټ وروستی راپور ښيي، سره له دې چې تېره اوونۍ کومه تازه پېښه نه ده ثبت شوې خو د ۲۰۲۶ کال له پيل راهيسې په افغانستان کې د پوليو د ناروغانو شمېر ۱۵ تنو ته رسېدلی دی.
د مذاکراتو په اړه د ایران او امریکا متضادې څرګندونې؛ پزشکیان وايي، استعفا نه کوم
ایراني رسنیو د مسعود پزشکیان د یوې ویډیويي وینا برخې خپرې کړې دي چې پکې د ایران ولسمشر وایي: ''زه به استعفا ور نه کړم او پر خپل دریځ به ټینګ پاتې شم.'' ښاغلی پزشکیان په دې ویډیو کې وايي: ''موږ له پوځي ځواکونو سره په بشپړه توګه همغږي یو.''
په افغانستان کې د سوري زړه د درملنې لومړنی روغتون، د ګڼو ناروغو ماشومانو لپاره د هیلو څرک
په لومړي ځل په پلازمېنه کابل کې د ماشومانو د سوري زړه د درملنې او عملیاتو لپاره د یوه ځانګړي روغتون پرانیستل کېدو سره د ډېرو کورنیو تمه دا ده چې افغانستان کې دننه به یې د ماشومانو درملنه شونې شي. دغه روغتون د طالبانو حکومت کې د سرې میاشتې ټولنې له بودیجې د شپږ اعشاریه پنځه میلیونو ډالرو په لګښت جوړ شوی چې په کلني ډول د ۲۰۰۰ عملیاتونو د کېدو ژمنه یې کړې ده. د سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب الدین دلاور وايي، له ۳۷ زرو ډېر ماشومان ثبت شوي چې د سوري زړه ناروغي لري او دا چې اړمنو ته به لومړیتوب ورکړي.
ولې د چین د مصنوعي ځیرکتیا یوه ماډل هالیووډ اندېښمن کړی دی؟
د ټیک ټاک د مالک چینايي شرکت بایټډنس له خوا جوړ شوی د مصنوعي ځیرکتیا نوی ویډیویي ماډل Seedance 2.5 هالیووډ او د ساتېرۍ صنعت اندېښمن کړی دی. دا اندېښنه یوازې د دې ماډل د پرمختللو وړتیاوو له امله نه ده، بلکې د هغو اغېزو له کبله هم ده چې ښايي پر فلم، هنر او تفریحي صنعت ولري.
د سوات برید مسؤلیت ټيټيپي منلی؛ د ۷ پولیسو په ګډون ۱۷ تنه پکې وژل شوي
د خیبر پښتونخوا ایالت د سوات ولسوالۍ امنیتي مسوولین وایي، د پولیسو یوې ادارې مخې ته په ځانمرکي برید کې تر دې دمه ۱۴ کسان وژل شوي او له ۲۰ زيات ټپیان دي. ددغه برید مسؤلیت د پاکستاني طالبانو تحریک 'ټيټيپي' منلی دی. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د پېښې پخلی کړی او ویلي دي چې هلته پر پولیسو ځانمرګی برید شوی دی.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
طالبانو حکومت: د افغانستان اقتصاد وده کړې
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د یوه کال فعالیتونو رسنیزولو په لړۍ کې چې 'حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې' نومول شوې ویلي، افغانستان په تېر یوه کال کې "اقتصادي پرمختګ" کړی دی. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یکشنبه له رسنیو سره د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د اقتصاد، مالیې او صنعت او سوداګرۍ وزارت په ګډون د څو بنسټونو لاسته راوړنې شریکې کړې. هغه وویل، سږ سپوږمېز کال کې د سوداګرۍ ټولیز ارزښت نږدې "۱۴ میلیارد امریکايي ډالرو" ته رسېدلی دی او د افغانۍ ارزښت د تېر کال پرتله شپږ سلنه لوړ شوی.
سعودي کې د اعدام په تمه بندیان؛ له بيبيسي یې د اعدام مخنیوي کې د غږ اورېدو مرسته وغوښته
کله چې د سعودي په یوه زندان کې پر اعدام د محکومو له ځانګړې څانګې بي بي سي سره یو اېتیوپیايی ځوان پر ټیلیفون اړیکه نیولو وتوانېد، ناهیلي یې په غږ کې له ورایه ښکارېده.
څه وکړو چې پر دویم ډول شکرې ناروغۍ اخته نه شو؟
ډاکټران وایي، د هغه پړاو چې پر دویم ډول شکرې ناروغۍ اخته کېدو ته نږدې وي یا پري ډایبېټس تشخیص د اندېښنې وړ دی، خو د خوړو د رژیم بدلول کولی شي پر دې حالت څرګند او مثبت اغېز ولري. برېتانیا کې له هرو نهو بالغو کسانو یو یې له دغه حالت (پری ډایبېټس) سره مخامخ دی، یعنې هغه کسان چې پر دویم ډول شکرې (Type 2 Diabetes) ناروغۍ د اخته کېدو احتمال یې لوړ وي. پري ډایبېټس (Pre Diabetes) دا معنا لري، چې په وینه کې د شکر اندازه له عادي حده لوړه ده، خو لا دومره لوړه نه ده چې د دویم ډول شکرې تشخیص پرې وشي.
افغانستان کې د ښکلا خدمتونه؛ "له جراحۍ عملیات وروسته مې پر ځان باور لوړ شوی"
د بيبيسي افغانستان د حقیقتموندنې څانګې د ښکلا او پوستکي جراحۍ له پنځوسو مرکزونو لیدنه کړې، او په پایله کې یې موندلې چې، د دغو مرکزونو نږدې اویا سلنه یې په وروستیو پنځو کالونو کې جوړ شوي دي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۴ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۴ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۳ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۳ اګست ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































