BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
په غزه کې په زرګونه ورک شوي کسان او د کورنیو له درده ډک لټون
احمد المدهون داسې یو ځوان و، چې سره له ټولو سختیو له ژوند سره یې مینه لرله. یو شوخ، تکړه او چاغک هلک و، چې تل به یې پر مخ موسکا وه. د غزې په یوه څنډه کې د احمد نیم ویجاړ شوی کور دی. مور یې هلته ده او په خپل مبایل کې یې د احمد ویډیوګانې راښيي. په یوې ویډیو کې احمد یوه پیشو غېږ کې نیولې ده.
ټرمپ د ایران پر ضد د "بې ساري او سختو اقتصادي" عملیاتو د پیل اعلان وکړ
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د ایران پر ضد یې د ''بېساري او سختو اقتصادي عملیاتو'' لړۍ پیل کړې ده. ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکې ټروت سوشیل یوه پیغام کې لیکلي چې ایران ته یې د یوې موافقې د ترلاسه کولو لپاره تر ټولو ډېر فرصت ورکړی و، خو د هغه په وینا ایران ''د دې فرصت په کارولو کې پاتې راغلی دی.''
اسرائیل تائید کړه چې پوځیانو یې پر هغه موټر ډزې کړې وې چې هند رجب پکې وژل شوې وه، او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې
د اسرائیلو پوځ لومړی ځل تائید کړې چې په ۲۰۲۴ کال کې یې پر هغه موټر ډزې کړې وې چې پنځه کلنه فلسطینۍ نجلۍ هند رجب پکې ناسته وه. په هغه پېښه کې هند رجب او د هغې شپږ خپلوان ووژل شول.
پاکستان د امریکايي سفیر پر هغو څرګندونو 'اعتراض' کړی، چې کشمیر یې د هند 'مهمه برخه' وباله
په هند کې د امریکا سفیر او د سویلي او منځنۍ اسیا لپاره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازي سرجیو ګور، د هند تر ادارې لاندې کشمیر ته د خپل سفر پر مهال کشمیر د ''هند یوه مهمه برخه'' وبلله او د سیمه ییزې ادارې فعالیتونه یې وستایل.
افغانستان کې ډېرېدونکې بېکاري او د کسبونو او کاري مهارتونو د زده کړې اړتیا
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو او له افغانستان سره د نړیوالو مرستو له بندیدو وروسته په دغه هېواد کې د بې رزوګارۍ کچه لا لوړه شوې. دا ننګونه چې له پخوا د طالبانو حکومت ته ورپاتې ده ورځ تر بلې په ډېرېدو ده. په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د بې روزګارو کسانو د دقیق شمېر په اړه یې ارزونه روانه ده خو تر تېر کاله دغه کچه تر ۳۰ سلنې وه. ګڼ شمېر افغان کارګر شکایت کوي چې په ورځو ورځو کار نه مومي او هغه چې مسلکي دي وايي، کارموندنه خورا ستونزمنه شوې ده.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
شاه امان الله خان او د افغانستان خپلواکي
د ۱۲۹۸ کال د زمري ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د اعلان ورځ ده. له نن پوره ۱۰۷ کاله وړاندې پر همدې ورځ د خپلواکۍ د بېرته اخیستو اعلان نه یوازې افغانانو ته ډېر ارزښت درلود بلکې د اسیا ځینو هېوادونو ته هم الهام بخښونکی و. دا اعلان د انګرېزانو په اسیايي مستعمرو کې د ازادۍ غوښتونکو حرکتونو لپاره یوه پیلامه وه.
امریکا د جرمونو نړیوالې محکمې پر مشرې بندیزونه ولګول
ښاغلي روبیو جاپانۍ توموکو آکانه چې د محکمې مشره ده، او عبدالله سایه چې د محاکمو لوړپوړی وکیل دی، تورن کړل چې د هغو چارواکو د قضیو د څېړلو، نیولو او قانوني څار هڅې کوي چې د دوی حکومتونه د نړیوال جزایي محکمې قضایي واک نه مني.
AI به له الوتکو سره د اقلیم تودوونکو "اسماني کرښو" په مخنیوي کې مرسته وکړي
موږ ټولو کله کله اسمان ته کتلي او د الوتکو تر شا مو هغه سپینې کرښې لیدلې دي. دې کرښو ته کنتریلونه یا د تماس کرښې یا د الوتکو د بخار کرښې ویل کېږي. دا یخې ورېځې د اقلیم په بدلون کې ونډه لري او ساینسپوهان هڅه کوي داسې لارې ومومي چې د رامنځته کېدو مخه یې ونیول شي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۰ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
ژوندۍ خپرونه واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۰ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۱۹ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۹ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.














































