BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • حسیب‌ قوای مرکز

    ملي‌ مقاومت جبهې تایید کړه چې حسیب پنجشیری وژل شوی

    د احمد مسعود په مشرۍ د ملي‌ مقاومت جبهې تایید کړه چې د دوی یو مشهور قوماندان حسیب پنجشېری "حسیب قوای مرکز" وژل شوی دی. د دې جبهې د سیاسي‌ دفتر مشر عبدالله خنجاني بي‌بي‌سي‌ ته وویل، چې حسیب پنجشېری‌ له پخوا افغانستان کې و،‌ خو د طالبانو حکومت یې له حضوره انکار کاوه. د طالبانو په حکومت کې یوې سرچینې بي‌بي‌سي ته ویلي، چې حسیب قوای مرکز نن (پنجشبه د اګست ۲۰مه) په شمالي سالنګ کې وژل شوی دی. دغه سرچینه ادعا کوي چې په دغو عملیاتو کې د نوموړي "یو شمېر نږدي ملګري نیول شوي هم دي."

  • د ورک ماشوم مور

    غزه کې زرګونه ورک شوي کسان: کورنۍ یې له درده ډک لټون کوي

    احمد المدهون داسې یو ځوان و، چې سره له ټولو سختیو له ژوند سره یې مینه لرله. یو شوخ، تکړه او چاغک هلک و، چې تل به یې پر مخ موسکا وه. د غزې په یوه څنډه کې د احمد نیم ویجاړ شوی کور دی. مور یې هلته ده او په خپل مبایل کې یې د احمد ویډیوګانې راښيي. په یوې ویډیو کې احمد یوه پیشو غېږ کې نیولې ده.

  • د زړو کتابونو ټولګه

    د دویم لاس کتابونو پلور ډېر شوی، د مصنوعي ځیرکتیا له امله دی؟

    د دویم لاس کتابونو په تړاو یو ګونګ حالت رامنځته شوی دی. په وروستیو میاشتو کې کتاب پلورونکي ګوري چې د ناولونو لویې کڅوړې اخیستل کېږي او لرې ګودامونو او زېرمتونونو ته استول کېږي. مانلي چې په شمالي میرلنډ کې (سټوارټ د بارټر) په نوم د کتابونو پلورنځی لري، په یوه عادي اوونۍ کې دوه تر درې زره کتابونه پلوري.

  • ټرمپ

    ټرمپ د ایران پر ضد د "بې ساري او سختو اقتصادي" عملیاتو د پیل اعلان وکړ

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د ایران پر ضد یې د ''بې‌ساري او سختو اقتصادي عملیاتو'' لړۍ پیل کړې ده. ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکې ټروت سوشیل یوه پیغام کې لیکلي چې ایران ته یې د یوې موافقې د ترلاسه کولو لپاره تر ټولو ډېر فرصت ورکړی و، خو د هغه په وینا ایران ''د دې فرصت په کارولو کې پاتې راغلی دی.''

  • د امریکا سفیر سرجیو ګور او د جمو او کشمیر اعلیٰ وزیر عمر عبدالله

    پاکستان د امریکايي سفیر پر هغو څرګندونو 'اعتراض' کړی، چې کشمیر یې د هند 'مهمه برخه' وباله

    په هند کې د امریکا سفیر او د سویلي او منځنۍ اسیا لپاره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازي سرجیو ګور، د هند تر ادارې لاندې کشمیر ته د خپل سفر پر مهال کشمیر د ''هند یوه مهمه برخه'' وبلله او د سیمه ییزې ادارې فعالیتونه یې وستایل.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • د مور خېټه کې د ماشوم جراحي عملیات
  • سپېس اېکس
  • هند
  • رومي بانجان
  • china
  • ملا حسن اخوند
  • رحمن الله ګربز
  • د متقي وینا
  • اندونیزیا کې له زلزلې وروسته یوه ودانۍ نړېږي
  • قشم ټاپو ساحل کې توی شوي تېل

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • هند رجب

    اسرائیل تائید کړه چې پوځیانو یې پر هغه موټر ډزې کړې وې چې هند رجب پکې وژل شوې وه، او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې

    د اسرائیلو پوځ لومړی ځل تائید کړې چې په ۲۰۲۴ کال کې یې پر هغه موټر ډزې کړې وې چې پنځه کلنه فلسطینۍ نجلۍ هند رجب پکې ناسته وه. په هغه پېښه کې هند رجب او د هغې شپږ خپلوان ووژل شول.

  • یوه مېرمنه سوال ته ناسته ده

    افغانستان کې ډېرېدونکې بې‌کاري او د کسبونو او کاري مهارتونو د زده کړې اړتیا

    په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو او له افغانستان سره د نړیوالو مرستو له بندیدو وروسته په دغه هېواد کې د بې رزوګارۍ کچه لا لوړه شوې. دا ننګونه چې له پخوا د طالبانو حکومت ته ورپاتې ده ورځ تر بلې په ډېرېدو ده. په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د بې روزګارو کسانو د دقیق شمېر په اړه یې ارزونه روانه ده خو تر تېر کاله دغه کچه تر ۳۰ سلنې وه. ګڼ شمېر افغان کارګر شکایت کوي چې په ورځو ورځو کار نه مومي او هغه چې مسلکي دي وايي، کارموندنه خورا ستونزمنه شوې ده.

  • روغتیا

    په ازمایښتي څېړنه کې نوي واکسین د سرطان بېرته راګرځېدو مخه نیسي

    یو نوی شخصي شوی واکسین چې له یوه درمل سره یوځای ناروغانو ته ورکړل شوی، د ازمایښتي څېړنې پر مهال یې د پوټکي د سرطان د بیا راګرځېدو مخه نیولې ده. دا پرمختګ د سرطان د درملنې په برخه کې یو مهم او احتمالي تاریخي بدلون بلل کېږي. دا واکسین، چې د 'مرک او مودرنا' درمل جوړونکو شرکتونو لخوا جوړ شوی، هغو ناروغانو ته ورکړل شوی چې د پوټکي د سرطان یوه ډول، یعنی میلانوما، له لوړ خطر سره مخ وو او جراحي یې ترسره کړې وه.

  • امان الله خان

    شاه امان الله خان او د افغانستان خپلواکي

    د ۱۲۹۸ کال د زمري ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د اعلان ورځ ده. له نن پوره ۱۰۷ کاله وړاندې پر همدې ورځ د خپلواکۍ د بېرته اخیستو اعلان نه یوازې افغانانو ته ډېر ارزښت درلود بلکې د اسیا ځینو هېوادونو ته هم الهام بخښونکی و. دا اعلان د انګرېزانو په اسیايي مستعمرو کې د ازادۍ غوښتونکو حرکتونو لپاره یوه پیلامه وه.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۱ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۰ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي